د "جوزف م. اکابا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۲۱ کرښه:
==مخکینی ژوند==
د جوزف مور او پلار، رېلف (Ralph) او اېلسي اکابا (Elsie Acaba)، په اصل کې د پورټو ریکو د اتیلو (Hatillo) دي. هغوی د ۱۹۶۰مو کلونو په منځ کې د کلیفورنیا ایالت اینګلووډ (Inglewood) ښار ته کډه شول او جوزف هم همالته پیدا شو. هغوی وروسته د کلیفورنیا اناهایم (Anaheim) ښار ته ولاړل. جوزف له ماشومتوبه له لوستلو، په تېره بیا ساینس-افسانو (science-fiction) له لوستلو سره ډېره مینه لرله. د ښوونځي په ساینس او ریاضي دواړو مضامینو کې ډېره تکړه وو. که څه هم مور او پلار به یې هم هر مهال ښوونیز فلمونه ور ښودل، خو پر سپوږمۍ باندې د نیل ارمسټرانګ (Neil Armstrong) د ناستې فلم په بهرني تشیال (outer space) کې د جوزف لېوالتیا را وپارول. کله چې په لېسې کې وو، جوزف سکوبا غوټه وهنې (scuba diving) ته لېواله شو او د ښوونځي د یوه روزنیز پروګرام له لارې منلی غوټه وهونکی شو. له دې تجربې وروسته، جوزف وهڅول شو چې د ځمکپوهنې (geology) په برخه خپلې زده‌کړې نورې هم وغځوي. په ۱۹۸۵ کې، جوزف په اناهایم کې له ایسپرانزا عالي لېسې (Esperanza High School) څخه فارغ شو.
 
==زده‌کړې==
په ۱۹۹۰ کې، جوزف د سانټا باربرا (Santa Barbara) له کلیفورنیا پوهنتون (University of California) څخه په ځمکپوهنه (geology) کې بکلوریا، او په ۱۹۹۲ کې یې له اریزونا پوهنتون (University of Arizona) څخه په ځمکپوهنې کې ماسټري ترلاسه کړه. جوزف د شپږو کلونو لپاره د امریکا په سمندري ځواکونو (United States Marine Corps) کې د سرپړکمشر (sergeant) په توګه کار کاوه. همدا ډول، د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې یې د اوبځمکپوه (hydrogeologist) دنده پر مخ بېوله.
 
==نور ولولئ==