د "شاتو مچی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱۳۳ کرښه:
==ګرده افشاني==
 
دګرده افشانۍ لنډه تاريخچه
 
دنباتاتو په توليد اوتکثير کې دګرده افشانۍ اهميت لومړى ځــــــــــــل په ١٧٦٠ م کې دجــوزيف کوايل ريتر(.Joseph koelreter) له
[[وېشنيزه:پرده وزری خوځندکې]]
خواوښودل شو وهغه مصنوعي
دوه رګه بوټي ديوه سپيشزدښځينه الي دپاسه دبل سپيشز دنارينه الې ګردې اچولو په وا سطه توليد کړل تردې وخت درې لسيزي وروسته کريسچن سپررينګال (.Christian springal) په درست ډول په نباتاتو کې دګرده افشانۍ.راز کشف کړ اوهغه په خپله ګرده القاح کېدونکي سپيشزونه (...Self pollinating species) او په پردۍ ګرده القاح کېدونکي سپيشزونه (.cross pollinated species)يو تربله وپيژندل اودحشرواوباد رول يې دنار ينه الو څخه ښځنه الو ته دګردې په انتقال کې څرګند کړ په دې توګه نوموړى نبات پوهانو ديوې داسې ساحې پېژندنې بنسټ ايښودونکي دي چې هغه نن ورځ دکرده افشانۍايــــــــــــــــکالوژي (.pollination Ecology..) په نـــــــــــــــــــامه يـــــــاديږي
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
ګرده افشاني ياګرده اچونه
ګرده افشاني ديوګل دمذکرالى(Anther.)څخه يادنارينــــــــــه ګردې ليږديدل دهمدې يابل ګل تانيث الې (Stigma)ته ګرده افشاني ويل کېږي کله چې نارينه ګرده (Stigma)دپاسه واقع شي هلته ټوکـــــــــــــيږي يعنې القــــــاع صورت نيسي نوى القاع شوى تخم په تخمي ساختـــــمان
کــــــې دننه په تخم او مـــــــــيوه بدليږي دورستيوانکشافى اووده ايـــــــزو پړاونوپه بشـپړيـدوســره داستفــــــــادى وړګرځي
په عمومي ډول دونو په ګلانو باندې په دوه ډوله ګرده افشاني صــورت نيسي يعنې ګرده اچونه په دوه ډوله معمول ده
 
 
 
شکل ۱
 
 
 
 
 
 
 
١-په.خپلې.ګردې.سره.ګرده.اچونه(..Self-pollination.) داهغه حالت دى چې ديو ګل نارينه الې څخه ګرده دهمدې ګل په ښځينه الې لويږي يا دهمدې بوټي دنوروګلانو په ښځينــــــــــــه الووشيندل شي اويــاهم دعينې ورايټۍ دنورو ونوپه ګلانو وشيندل شي نودې ډول ګرده اچونې ته خـــــــــــود‌ي ګرده افشاني(.Self pollination)اودغــــــــــــــه ډول القـــاح کېدونکـــــــــې ته په خپلې ګردې القـــــــــــــاح کېدونکې يا Self Fertilization وايي او دغــــه ډول ګرده افشاني په امروت،انګور،اوداسې نورو ميــــــوه جاتـــوکـې صـورت نيسي
 
شکل (۲)
 
 
 
 
 
 
 
۲-په پردۍ يا ديوبل بوټي په ګردې ګرده افشاني کېدل
 
دا ډول ګرده اچونه دبلې ورايټۍ دګلانو څخه دګردې انتقال ته ويل کيږي چې په يواويا څوخواصوکې يودبل سره فرق ولري دې.ډول.القاع.ته.) Cross fertilization ( وايــــــــــــــــــــي دميوو زيات شمېر ډولونه او انواع که څه هم دمکملو ګلانو لرونکي وي دځينو ځانګړ تيا وپه لرلو سره دپردۍ ګردې په وسيله ګرده افشاني کيږي چې (٨٠) فيصده څخه دميوو زيات ډولونه دکراس ګرده افشاني په وسيله القاح کيږي ددې ډول ګرده اقشاني اجرا نسبت هغه ګرده افشانۍ ته چې په خپلې ګردې القاح شي دلوړکيفيت ميوې
توليدي .
 
شکل ( ۳ )
 
 
 
٣- ديادونې وړده چې ځينې نباتات پخپــــــــــــــــلې ګردې ترڅنګ د ځينو لاملونولـــکه حشـــرات،باد او داســـــــې نورد پردۍ ګردې په وسيله القاح کېدونکي دي چې دا ډول ګرده افشاني ) Mix Pollination)بلل کيږي چې داډول نباتات کيـــــــداى شي د ٥فيصـــده څخه زيـــات دپردويو ګردو پوسيله القاح شي
 
دګرده افشانۍ ميخانيکتونه:
نبــــــاتات هم دحيواناتو په شان جنسي فعاليتــــــــــــــونه سرته رســوي.ددې فعاليتونو مرکزګلان دي چې هغوئ دمختلفو برخو څخه لکه ګلمـــــــلو پاڼو Sepals ) Calvx ( ګــــل پاڼو Petals ) Corolla ( نارينــــــه الــي Stamens ) Androcium ( اوښــــځيــــــنه الــــــــــــو Pistils ) Gynoecium ( څخه جوړې شوې دي او هــــــــــــــــــره برخه يې مختلفې دندې سرته رسوي .دمثال په توګه ګلملې پاڼې په ژمــــــــــــي کې دګل داخلي اجزا ( ګل پاڼې،نارينه الې او ښځينه الې ) دسړو دضـــرر څخه ساتي ګل پاڼې چې ښايسته وي حشري او نور ژوندي شيــــان راجلبوي ترڅو نارينه الو څخه ښځينه الو ته ګرده دالقاح په خاطر انتقـــــــــال کـــــــړي دنارينه الې ګرده توليدوي او ښځينه الې دتخمدان دننه هګــۍ جوړوي تر څوهغه په ګردې سره القاح شي او له دې پروسې څخه تخم اومېــــــوه تشکيــل شي ښکاره ده چې دګردې انتقال دژونديو موجوداتـو ( مختلفو حيواناتو) يا غيـــــــــري ژونديو موجوداتو( باد ،اوبه) په ذريعه سر ته رسيږي . دګلانو اوګردې بې نظيــــــره خاصيتونه چې ديونبــــــــات دګردې دنتقال ديوه خـــاص انتقالونکي عـــــــامل لپاره وړګرځوي دګردې انتقال دسينډروم Pollination Syndrome په نوم ياديږي دګلانــــو رنګ بوى خـــــوږ وي ،موم،تېل،بڼه او ګرده ددې سبب کيږي چې ګرده دمـــختلفو انتقالونکو
شکل ( ۴ )
ژونديو اوغيرې ژونديو موجوداتو په واسطه دګلانو تر منځ انتقال شي اودالقاح پروسه سرته ورسيږي دژونديو اوغيري ژونــــــديو موجوداتو په ډله کې چې په ګلانو کې ګرده دنارينه الو څخه ښځينـــــــــــــه الو ته وړي .ګونګټـــان،بـــوراګان،مچـــــان،دشاتو مچــۍ،غومبســې،تاروګان،پتنګان ځنې الوتونکي شوپرکان،بـــاد او اوبـــه شــامل دي دګــــــــردې حيواني انتقالونکي دخپلو خوراکي موادو دلاستـــــه راوړو په خاطـــر پــه ګلانو کښيني او په اتفاقي ډول ګرده انتقالوي په عــــــــمومـــــي ډول هغــه ګـــــــــرده چې دحيـــــــــــــــواني عاملينو په واسطه انتقاليــــــــــږي درنده او سريښناکه وي باد يې انــــــــــــتقالـــــــــولى نه شي اوکله چۍ حشرۍ يانور حيوانات په ګلانو کښيني دهغــــو په بــــــــــــــــدن پورې نښلي ترڅو ښځينه دګرده اقشانـــۍ سپنډروم دګلانو خاصيتــــونه کوم چې دګردې دانتقال عامليـــــــن Vectors ځــــان ته راجلبـــوي چه داټول عـــــاملين په ګــــــرده افشانۍ کې مهم رول لر
 
 
ګرده شيندونکي:p
 
دګل دانتر (دګردي کڅوړې) څخه سټګما ښځيه الې باندې سريښناکه غوټو ته ګردې لېږديدل دباد،حشرو ،مچيو،موږکانو ،انسانانو او اوبو او دځمکې دجاذبې په اثر صورت نيسي ديوګل پخوالي په يوه خاصه مرخله کې دګر دې کڅوړې ) Anther ( چوي او په زرګونو ګردې ورڅخه الوزي نو دپورته عواملو له کبله يې ښځينه الې ته لېږديدل صورت نيسي ديادونې وړده چې دميوو دانوعې په تفکيک سره دهغوئ دګردې ټولې دانې فعالې نه وي چې په نارنجانو کي دفعالو ګردو دانو فيصدي (٢٥) نه تر (٥٠) پورې ښودل شوې ده
 
دشاتو مچۍ Honey Bees
ټولې پــــاڼرېژې مېــــوې پرته د مغز بابواو ټولــــې تــــل شنـــې مېـــوې پــرته دمخروطيانو څخه دشاتو مچيو او حشرو په واسطه ګرده افشاني کــيږي دشاتو مچۍ اوحشرات دونو دګلانو دبېلا بېلو برخو لکه درنګونو بوى او نکــــتار له کبله ګل ته جلبيږي او کلـــــــه چې دسپړل شوو ګلانو سره په تماس کې شي يا ورباند کښينــي نو دګلانو ګرده دهغوئ په پښو يا دبدن په نورو برخو باندې نښلي او نورو ګلانو ته دانتقال سبب ګـــــــــــــــــــــرځي دحشراتو او مچيو په وسيله ګرده افشاني کېدونکي نباتات (.Entomophilies.) بلل کيږي چې عمدتا مثالونه،مڼې ،زردالو ،ګيلاس ،بادام،الوچۍ ،ناک، زيتون، او داســــــــې نورښودل کېږي دحشــراتو او مچيوپه نشتوالي سره ددغه ميوو ګرده ا فشاني کـــــــې خنډ او ستونزې رامنځ ته کېږي .
شکل ( ۵ )
باد: (..Wind.):
دهغو ونو ګلان چې رنګه نه وي بوى ا و نکتار ونه لـري نو حشرې او مچۍ چندان ورته نه جلبيږي نو دګل دګـــــردې د کڅوړې په چاودېدو سره دهغوئ دګـــــــــردې زرات د بـــاد په وسيـــله يو او بل ګل ته ليږدول کېږي باد تر زرومترو او يا دهغې څخه زيات واټن دګـردې زرات وړلي شي،دپستو،غوزانو،خرما،ناريال،انګور ،توت،ښوون او داســـې نورګلان دباد په وسيله ګــــرده افشاني کــــــــــېږي چې دغه ډول نباتاتو ته Anemophilous ويل کېږي
دګرده افشانۍ په وړاندې ستونزې
دځنو عواملو له کبله دګلانو ګرده افشا ني صــــــورت نه نيسي چې په نتيجه کې ګلان رژيږي په تخم او ميوه نه بدليږي او يا دنا قصې ګرد ه
افشانۍ له کبله وروسته د ونو څخه رژيږي او ياتخمونه او مــيوې پوره اوغوره و ده نشي کولى په عمومــــــــــــي ډول دګرده افشانۍ داجراتوپه صورت نيونې په وړاندې دوه ډوله خنډونه او مشکلات وجود لري چې يويې داخلي اوبل يې خارجي خنډونه دي
١:داخلي عوامل (Internal factors):
غير مکمل ګلان (.Imperfect flower .):غيري مکمل ګلان هغه ګلانو ته ويل کيږي چې يواځې دتانيث او يا دتذکير الـــــــــــه ولري په دي ډول نباتاتو کې نارينه ګلان په يونبات کې اوښځينه ګلان په بل نبـــــــــــــــــــات کې واقع وي لکه دخرمـــا او پستې ونې چې ددې و نو دښځينه ونو لپاره دنارينه ونو شته والى مهم بريښي او په نشتوالي کـــــــــې يې ښځينه ونې ميوې نه نيسي له بلې خوا دځينو ونو نارينــــــــه ګلان په جلا موقعيت او ښځينه ګلان په جلا موقعيت کــــــې ځاى لري چې دنارينه ګلانو نشتوالى دګرده افشانۍ په وړاندې ستونزې رامنځ ته کوي لکه په توتانو،غوزانو،ام او يوشمېر نوروميووکـــــــــې ديادونې وړده چې نارينه ګلان دګـــــــــــــــرده افشانۍ څخه وروسته رژيږي اوپه ميوه اوتخمدانونو باندې نه بدليږي
دنباتاتو دګلي ساختمان جوړښت او خصوصيات:
 
دځنو نباتاتو دتانيث الې اوږدې او دتذکير الــــــې يې لنډې او ياهم برعکس وي چې دګرده اقشانۍ چانس کموي نو ددې ډول ونو دګرده افشانۍ لپاره دحشـــــرو ،مچيو باد شــــــتوالى مهـــــــم بريـــښي دګل داډول خصوصــــــيات (.Heterostyly)په نامه ياديږي
(.Dichogamy.) :دګل د انتر يادګردې کڅوړې دسټګما ترپخيدو دمخه چوي په داسې حالاتوکې چې سټګما دګـردې داخستلولپاره خامهوي
اويا سټګما ددګردې دکڅوړې له چاوديدلومخکې پخه شوې وي نوکله چې دګردې کڅوړه چوي نو سټګما دګـــــــــــردې اخستو لپاره زوړ اوغير فعال شوې وي دلومړي ډول بېلګه غوزان اودوهم ډول يې ام (Mango) ښودل شوى دى نودهمد غو انواعو دنورو ورايټۍ ګانوپه کــــــرلو سره يعنې ددغو ورايټيوکرنه دموثرې ګرده افشاني لپاره مهم ښــــــګاري .البته داځانګړتيا اواوصاف ددې بوټو اوونو په ځنوورايټيو کې ليدل کېږي
غير فعاله ګرده (.Unviable pollen)
دزيات شمېرنباتاتو دګلانوڅخه توليد شوې ګرده ژوندۍ اوفعاله نه وي نو په سټګماباندې دغير فعالې ګردې شيندل اولويدل دګرده افشانۍ يا دالقاح سبب نه ګرځي همدارنګه کېداى شي شڼده تخمه اوپه ښځينه الو کې ځنې نور عوامل هم دګردې دشنه کېدو مخه نيسي لکه په .امونو،الوچو،شفتالو ،ناکو او ګيلاسو کې ديوې څيړنې څخه ښکاره شوي چې دامونو(١٥٠٠)ګلانو له جملې څخه يو ګل القاح اونوريې شنډاو بېرته رژيږ او دمڼو د(٥) نه تر(١٠) فيصده په ميووبدليږي دداخلي فکتورونو په جمله کې جنيټکي عوامل هم دګرده افشانۍ مخه نيسي
الف-جنيټکي فکتورونو تاثيرات Genetic influences
ب-شنډتوب او عدم مطابقت Sterility and incompatibility
دځنو ميوو ورايټي په خپله ګرده نه القاح کيږي چې (Self sterile ) بلل کېږي دالقاح کېدو لپاره پردۍ ګردې ته اړتيا لري او که چېرې ګل ته پردۍ ګرده وانه چول شي نو ټول ګلان يې دميوو نيولو پرته رژيږي همدارنکه ځني وخت ښځينه تخمې دنارينه تخمونو سره د يو ځاي کېدو په وړاندې مطابقت نه ښيي داشنډوالي اوعدم مطابقت دمڼو
ګيلاس،.بادامو ،.ناکو، زيتون،زردالو ،الوچو،اوداسې نوروميوو او په ځنوورايټو کې ليدل کېږي دمڼو د(.Red delicious) ددې خواص لرونکي دي .
ج:فزيالوژيکي اغېزې يا خنډونه:
کله چې ګرده ديوګل څخه په سټګماپرېوزي نوپه مساعدو شراېطوکې دسټګما دپاسه شنه کيږي او دسټګما په ميله کې دتيوب په بڼه وده کوي او دغه اوږود تشکيل شوى تيوب تخمدان او غيرالقاح شوي تخمونو ته ځان رسوي نو کله کله دځنو عواملو له کبله دغه تيوب وده نه شي کولى اويا هم په تخمدان کې پرتې ستونزې لري چې القاح نه تر سره کېږي اوګلان رژيږي داکار ممکن دحرارت دنسبتي درجې اوهارموني موادو د توليد پوري هم اړه ولري
 
خارجي عوامل External Factor
دونو او بوټو دداخلي ستونزو بر علاوه چې دګرده افشاني مخه نيسي يوشمېرنور خارجي عامل هم شته چې داپروسه تهديدوي چې ورڅخه يادونه کوو :
الف: دونو لپاره دعذايي مودو تعادل:
دعذايي موادو نشتوالى (دونوکمزوري ) او يازياتوالى (ډيره جسمي يابدني نمو اووده) شرايط دمؤثرې ګرده افشانۍ په وړاندې خنډبلل کېږي
ب: دحرارت درجه :
دميوو ګلان دسپړل کېدوپه وخت کې دچا پيرپال تودوخه چې ايا ټيټه ده که لوړه ده دمؤثرې ګرده افشانۍ په وړاندې ر ول لري .دحرارت درجه دالوچو،ګيلاس،مڼو،ناکو اوداسې نورو ميوو په سټګما دګردې ددانوپه شنه کېدو اغېزې لري چې دنوموړو په
سټګماو باندې دګردې شنه کېدل په ( ٥٠ ) فارنهايټ کې په ښه ډول ترسره کېداى شي او په (٤٠)
فارنهايټ او يا له دې څخه ټيټه درجه کې نه تر سره کېږي. دحرارت درجه دګردې ددانو اوسټګما دغير فعاله کېدو سبب ګرځي له بلې خوا دسانتي ګراد له ( ٨ ) درجو تودوخـــه دګرده افشانۍ لپـــاره دمچيو دفـــعــاليت مخه نيسي
ج : باد، باران ، ږلۍ: Wind Rain Hails
 
باد که له يوې خوا دګلانو در ژيدو او زخمي کېدو سبب ګرځي له بلې خوا داتومسفير لندبل دبې ځايه کېدوله کبله دونودپاڼو،ګلانو او نورو برخو څخه دزيات تبخير له کبله دګردې او سټګما دوچېدو سبب هم ګرځي .همدارنګه باد دمچيو او نورو حشرو دفعاليت مخنيوي کوي او هغوئ په ګرده افشانۍ کې برخه نه شي اخستلى باران او ږلۍ دميخانيکي صدمو ترڅنګ دګردو د دان د بې ځايه کېدو او دسټګما له سره دهغوئ دګردې ددانو دمينځل کېدو سبب هم ګرځي کوم چې ګردې ورپورې نښتې وي
باران اوږلۍ برسېره پردې چې بدني اغېزې لري د چاپيريال دحرارت ددرجې دټيټوالى او له بلې خوا دحشرو اومچيو دفعاليت کمېدو سبب هم ګرځي بايد ووايو چې که چېرې دلاس په وسيله ګرده افشاني صورت ونيسي او تر( ٢٤ ) ساعتو پورې باران ووريږي نو بايد دوباره ګرده افشاني وشي
وچکالي هم دګلانودرژيدو او دګلانو دالو دفزيالوژيکي فعاليت مخنيوى کوي او دمحدود کېدو سبب کېږي
 
 
د- رڼا :
ګرده افشاني دلمر درڼا دشدت او دودې په خاصو مراحلو کې صورت نيسي کمه يا زياته رڼا دګرده افشاني عمل اغېزې کوي
دبېلګې په ډول دانګور دګلانو ګرده دسهار د(٦-٩ ) بجواو دماسپښين ٢ -٤ بجو پورې او دخرمادسهار د١٠ دماسپښين تر( ٣ ) بجو پورې صورت نيسي .دګرده افشانۍ واقع کېدل په لاندې محدودو وختونو کې دلمر دوړانګو داغېزې ښکارندوى دى .
 
ه- دشاتودمچيو او حشرو فعاليت:
هغه ونې او بوټي چې ګلان يې رنګه بوى او نکتار لري دهغوئ ګرده افشاني دحشرو په وسيله صورت نيسي نژدې تردې ټول پاڼريژې مېوې پرته له غوزانو ،فندق،پيکن څخه او ټول تل شنې ونې پرته دمخروطيانو څخه نور ټول لکه ستروس،لوکاټ،ام د شاتو دمچيو په وسيله ګرده افشاني کيږي .په يو ه لمر لرونکې ورځ کې دشاتو مچۍ کولى شي دورځۍ څه ناڅه د پنځوو زرو٥٠٠٠ګلانو سره په تماس کې شي او ديو ګل څخه بل ګل ته ګرده وليږدوي دشاتو مچيو او نورو حشرو نه موجوديت اوهغه عوامل چې دمچيو فعاليت محدودوي دګرده افشانۍ په وړاندې خنډ بلل کېږي
و: ناروغۍ او افات
ميوه لرونکې ونې دګلانو په موسم کې دځنوناروغيو او افتونو ديرغل لاندې راځي چې دګلانو درژ يدو او يا دتکثري الو دغير فعاله کېدوسبب ګرځي.چې په نتيجه کې موثره ګرده افشاني نه تر سره کيږي .همدارنګه په ونو باندې د نار وغيو اوافتونو دمخنيوي اوکنټرول لپاره دافت وژونکو شيندل په ګلانو او بوټو باندې دناوړه فزيالوژيکي اغېزو ترڅنګ دشاتو دمچيو دفعاليت مخه ونيسي اويا هم دهغوئ دوژل کېدو سبب ګرځي.
دګرده افشانۍ دعملې په وړاندې داړوندو ستونزو دحل لارې چارې:
موږ اوس دهغه عواملو اوخنډونودپېژندلو لپاره چې دګرده افشان
مخنيوى کوي دهغوئ دحل لارې چارې به هم له نظره تېرې کړو
دګرده شيندونکو ونووکرنه او استعمال:
دمڼو ،ناکو ،ګيلاسو،الوچو،بادامو،زردالو،لوکاټ،زيتون او داسې نورو ونو ځنې ورايټۍ په خپلو ګردو دالقاح کېدو و ړ نه دي او که وي هم دکمو حصلاتو لرونکي به وي ددې ستونزې دحل لپاره بايد دنوموړو ميوو په باغوونو کې دنوموړو دوه ډوله ورايټۍ يعنې دسرو مڼو سره دژېړو مڼو ورايټي وکرل شي ترڅو يو دبل دپاره ګرده توليد کړي او ګرده افشاني او القاح په ښه شان صورت ونيسي .دا بايد په پام کې ونيول شي چې دهرې نوعې د واړه ورايټۍ په يوه وخت کې ګلان وسپړي دګردې شيندونکې ونې په داسې ډول وکرل شي چې دباغ دونو .٨-١٠فيصده په تعداد تشکيل ولري .اودهر درييم کتار درېيمه و نه بايدګرده توليدوونکې ونه وي ديادولو وړ ده چې دغه ګرده توليدوونکې ونه هم دخپل څنګ و رايټي ښيرازه کړي .
که چېرې دباغ جوړولو په وخت کې ګرده شيندونکي ونې ونه کرل شي اويا دکرلو دپاره وجود ونه لري نو په وروستيو کې کيداى شي چې دهرې ونې په يوه ښاخ دګرده شيندونکي په وسيله پيوند شي او ددغه پيوند شوې څانګې ونو او هم دونو څانګو ته ګرده ورکوي
٢-دميوو دونو په ځنو ډولونو کې نارينه ګلان په جدا او ښځينه ګلان په جدا ونو کې موقعيت لري لکه دخرما او پستو په ونوکې نو کله چې د نوموړو ميوو باغونه جوړيږي دهرو څلويښتو(٤٠) ښځينوو بوټو ترڅنګ يو نارينه بوټى وکرل شي ترڅو دهغوئ لپاره ګردې تو ليد کړي
او دښځينه ونو دګرده افشانۍ او القاح سبب شي
 
نارينه بوټي دښځينه بوټو ترمنځ په داسې ډول وکرل شي چې دباد په وسيله يې ګرده ټولو ښځينه بوټو ته خپره شي او يا دې دلاس په وسيله کېدونکې ګرده افشاني ته ګرده توليد کړي
 
٣- دشاتو دمچيو استعمال:
په.ځينوحشروګرده.افشاني.کيدونکې.ميوې.لکه،مڼې،ناک،ګيلاس،زردالو،بادام،الوچې،لوکاټ،زيتون او داسې نورو کې دګلانو دسپړلو په وخت کې دشاتو دمچيو صندوقونو کېښودل ضروري دي ځکه مچۍ او حشرات ديو ګل څخه بل ګل ته ګرده ليږدوي او ددې عمل دسرته رسولو لپاره دهر هکتار باغ لپاره ٢-٣ صندوقه مچۍ کفايت کوي .
دشاتو دمچيوو وحشي نوغې ( Aphis cerana) او اهلي اصلاح شوې نوعې يې (Aphis Mollifies.) داستعمال وړدي .
دشاتو دمچيو په وسيله ګرده افشاني دلاس دګرده افشانۍ په مقايسه اته ٨ ځلې ارزانه پرېوزي .
 
 
٤-:دلاس په وسيله ګرده افشاني Pollination Hand کېداى شي چې دځنو ميوو په باغونو کې ګرده توليدونکي ونې نه وي کرل شوې او يادشاتو دمچيوو او نور و حشراتو فعاليت مجود نه وي نو داغېزمنې ګرده افشانې لپاره بايد ګرده افشاني دانسان دلاس په واسطه وشي.
دلاس په وسيله کېداى شي چې دعين نوعه دبلې ورايټۍ دسپړل کېدو وړ ګلانو يوه څانکه راپرې کړو او په هره ونه کې يې وټومبو ترڅو دهرې پرې کړاى شوې يا مېلمه څانګې دګلانو ګرده دکوربه ونې پر ګلانو وشيندل شي پرې کړل شو ې څانګه په يوه ټيم يا په پلاسټکي کڅوړه کې چې له لمدو خټو يااوبو څخه ډکه وي وټومبل شي او په کوربه ونه
کې وزړول شي.
دچين په يوه دره کې (Maoxian county) چې دمڼو دحاصل له مخې ډيره مشهوره ده کرونده ګريې دمڼو ګلان په لاس سره ګرده افشاني کوي او داعمليه په دې ډول پرمخ وړي چې دمڼوسپړل شوي يا سپړيدو ته نژدې او نيمه سپړل شوي ګلان ټولوي هغه د يوې يا دوه ورځو لپاره د اطاق په حرارت کې يا لمريز ځاى کې اچوي چې دګردې کڅوړې وچوي اوګردې.ورڅخه.پرېوزي.نوموړې.ګردې.دغنمودوړواويادوچوشيدودپوډروسره يوځاى کوي بيايې دمخصوصو برشونو دسګرټودفلټروپه وسيله په هغوګلانو شيندي چې دورځې په جريان کې سپړل شوې وي اودهروينځوګلانو له جملې څخه چې دګلي څانګو کې موقعيت لري ددې په واسطه ګرده افشاني کېږي داګرده افشاني بايدپه موسم کې درې ځلې ترسره شي ترڅودګلانوپه موسم کې ټول سپړل شوي ګلان ګرده افشاني شي .
ديادونې وړده چې دمڼودونودټولو سپړل شووګلانوله جملې څخه د٥ تر ١٠ فيصده ګلان القاح اوپه مېووبدليږي اونور ګلان يې رژيږي چې ددې ډول ګلانورژيدنه دتشويش وړ نه ده هيله ده چې په ميوو د بدليدونکو ګلانو له جملې دهرو٤٠ پاڼولپاره يوه ميوه پرښودل کېږي .
ځکه په دې شمېر سره پاڼې کولى شي يوه دمڼې ميوه تغذيه کړي .
دلاس په وسيله ګرده افشاني له کبله ٥٠% د حاصل مقدار زيات او کيفيت يې ډير ښه کېږي يو فني سړى کولى شي دورځې په معمول ډول د خرما ٣٠ ونې ګرده افشاني کړي.
٥ - دنا مساعدو شرايطو په وړاندي مبارزه.
دښې ګرده افشاني دصورت نيولو لپاره بايد دميوو ونوته په کافي
مقدار سره په مناسبو وختونو کې دکېمياوي سرې ،عضوي سري اونور کم مصرفه عناصر اوهورموني موادو استعمال هېرنه شي ځکه چې
دونو لپاره دعذايي موادو کموالي اوياډيروالي دګرده افشاني په صورت نيولو کې مستقيمه اغېزه لري
دحرارت دنسبتي درجې له کبله دونوزيانمن کېدل او دګلانو خرابېدل ددې سبب کېږي چې داډول زيانمن شوي ګلان ددې وړتيا ونه لري چې ګرده افشاني پکي صورت ونيسي نو دديلپاره چي زپات شميرميوو ونې په پسرلي کې ګلان سپړي نو دپسرلي دسړې هوا له کبله زيانمن کېږي نوددې مشکل لپاره دمقاوموورايټيو استعمال چې پسرلي کې ناوخته ګلان سپړي يوه ښه لاره ده دبېلګې په ډول په پاڼريژو ميووکې لکه د بادامو دونو ورايټيو Feregnes---Ferradul---Lauronee---Nonperile
په کرلو سره چې دغه ورايټي دمحلي بادامو په نسبت ډيړې اونۍ وروسته ګلان سپړي حل کېداشي.دځنو کرنيز و عملياتو په کارولو سره ونې ديخنۍ په وړاندې مقاومت پيداکولى شي همدارنګه دونواو بوټو دنمو مخه نيوونکو موادو په کارولو سره په پسرلي کې دوخته ګلانو سپړل کېدو مخنيوى کېداى شي له بلې خوا دسړو په وړاندې دمقاومو اومحلي نيله بوټو په کرلو سره دامشکل حل کېداى شي .
دبادونو دمخنيوي لپاره چې دګرده افشاني لپاره خنډ بلل کېږي دباغونو شاوخوا دباد ماتونکو ونو کرل او همدارنګه دهغو ورايټيو کرنې څخه ډډه وشي چې دبادونو دلوتلو په موسم کې ګلان سپړي له بلې خوا دهغو باغونو ګرد چاپېره دلوړو ديوالونو دجوړولو څخه ډډه وشي چې دبادپه وسيله ګرده افشاني ترسره کېږي لکه:
انګور،غوزانو،توتانو،پستو باغونه، دلمر دوړانکو په رابطه ويلى شو چې هغه سيمې چې دمڼو دګلانو دسپړلو وخت کې دلمر نه لري او وريځ وي هلته بايد دونو دکرلو څخه ډډه وشي او هغه سيمې چې دونو دګلانو دسپړلو وخت کې بارانونه او ږلۍ ولري هلته بايد دنوموړو ونو دکرلو
څخه خودداري وشي دافتونو او ناروغيو دمخنيوي او کنټرول لپاره افت وژونکو استعمال دکموالي لپاره هغه لارې چارې په نظر کې ونيول شي چې له دې امله يې دچاپيريال ککړتيا منځ ته راځي بايد داسې افت وژونکي وکارول شي چې دشاتو دمچيو او مفيده حشرو دوژل کېدو سبب نه شي ځنګلونه څړځايونو ته وده ورکول شي چې مچيو او نورو مفيده حشرو لپاره چې په ګرده افشاني کې رول لري دفعاليت ښه زمينه برابره شي
 
 
 
 
 
 
 
 
لاسته راوړنې (نتيجه ګيري)
ګرده افشاني دګلانو دجوړښت په وخت کې يو ه مهمه حياتي پديده ده چې دهغې په واسطه يو زيات شمېرنباتاتو کې تخمونه او مېوې جوړيږي نن ورځ دمختلفو ژونديو موجودانو خوراکي مواددګرده افشاني محصول ګڼل ګېږي ګرده افشاني (دنباتاتو د نارينه الې څخه ښځينه الو ته دګردي انتقال )چې ديو شمېر مختلفو ژ ونديو او غير ژونديو عاملېنو لکه ،باد ،،اوبو ،الوتونکو اونورومختلفوژونديوموجوداتو ،په واسطه اجرا کيږي ډيرو غلو دانو، تخمونو، ميوو،سبو او شاتو دجوړبت سبب کيږي چې هغوئ دانسانانو ،حيواناتو او نور و ژونديو موجوداتو دغذا منابع تشکيلوي دغذا منابع تشکيلوي په ګلانو کې دګرده افشاني دعملې په واسطه ښلا ،بدني او روحي غذا او دميني محبت فضا رامنځ ته کوي
دګرده افشاني پرته دانسانانو ،حيواناتو او نباتاتو ژوند ناشونى دى راځئ! هرڅومره چې کولى شوو دګلانو دښکلا او جوړښت ستاينه وکړو همداګرده افشاني او ګلان دي چې زموږ بدن او روح ته دغذاورکولو زمينه مساعد وي اوشاعران ګرم نه دي چې تل دګل او بلبل په باره کې شعرونه وايې
 
 
هله غوټۍ شونډې دې ګل کړه کنه !
کـــــم وي اکــثر د پسرلــيــو ژونـــدون
 
 
 
 
 
 
سپارښتنې
 
١-د ګرده افشاني د ښه تر سره کېدو لپاره هغه ورايټۍ ګانې لکه مڼې ،خرما چې Fertilizer (ګرده ورکونکي ) ته ضرورت لري بايد ګرده ورکونکي ونې ورته ترڅنګ وکرو ترڅو ښه ګرده افشاني ترسره شي او ښه حاصل لاسته راوړو
٢- دګرده افشاني دښه ترسره کېدو لپاره دګلانو دغوړيد و په وخت کې بايد له ابياري څخه ډډه وشي
٣-دګلانو په وخت کي بايد کيمياوي ادويه جات استعمال نه شي ځکه چې دد وا ګانو په وجه ګلاو ته زيان رسيږي ځکه
چې دواګانې جانبي عوارض رامنځ ته کوي
٤-دګرده افشاني دعملې په وړاندې داړونده ستونزو بايد مخنيوى وکړو ترڅو په ګرده افشاني کې ستونزې رامنځ ته نه کړي ا و ګرده افشاني په ښه توګه ترسره شي.
٥- ځنګلونو او څړ ځايونو ته بايد وده ورکړل شي او بلې خوا بايد مصنوعي ځنګلونه جوړ کړا‌ى شي چې د ګرده افشانۍ لپاره د حشراتو شمېر زيات شي چې د ګرده افشانۍ په فيصدۍ کې زياتوالى راشي چې دا کار د ګرده افشانۍ لپاره اسانتياوې رامنځته کو .
٦- هغه ونې چې په ځانته ځايونو کې ځاى لري او پردۍ ګردۍ ته اړتتيا لري هغه ونې بايد د لاس په وسيله ګرده افشاني شي .
درنښت!
 
صابر شاه (عادل) ۰۰۹۳۷۸۷۶۳۷۲۰۵)
 
 
 
 
[[صابر شاه (عادل) ۰۰۹۳۷۸۷۶۳۷۲۰۵]]