د "هبل تشیال لروین" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوې موضوع مې ور زیاته کړه
 
د سمون لنډیز نسته
۳ کرښه:
له هغې وروسته پېړیو کې، لروینونو (ټلسکوپونو) نور پرمختګ وکړ. هم د ځانګړتیا، هم د ځواک او هم د کچ (size) له مخې. دا لروینونه د ښارونو له رڼا څخه لیرې او د هواوېجې (اټموسفیر) له خوپ څخه د شونتیا (امکان) تر بریده لوړ نصب شول. په دې کې یو کس ایډوین هبل (Edwin Hubble) نومېدی چې په ۱۹۲۰مو کلونو کې یې د هغه مهال تر ټولو لوی لروین په کلیفورنیا کې نصب کړی وو؛ او غوښتل یې چې زموږ له کهکشانه دباندې د نورو کهکشانونو په اړه څېړنې ترسره کړي.
 
وروسته [[ناسا]] (NASA) یو ډېر لوی لروین (ټلسکوپ) جوړ کړ او د همدې ستورپوه نوم یې پر کېښود. دا هبل [[تشیال]] لروین (Hubble Space Telescope, HST) نومېږي. هبل (Hubble) لومړنی او تر ټولو لوی لروین دی چې په تشیال (فضا) کې ځای پر ځای شوی دی. دا لروین په تشیال کې دومره لوړ دی چې غرونه، وریځې، د اټموسفیر خوپ او بل هیڅ شی د دې د نظارو مخه نه شي نیولای. ساینسپوهانو دا لروین د ډېرو لیرو ستورو، کهکشانونو او همدا ډول زموږ په لمریز غونډال کې د سیارو د لیدلو لپاره کارولی دی.
 
هبل تشیال لروین (Hubble Space Telescope, HST) په ۱۹۹۰ کې د ځمکې ټیټ چورلېځ (low Earth orbit) ته ولېږل شو؛ او تر اوسه لا کار ځنې اخیستل کېږي. د ګالیلیو د لروین راهیسې، تشیال (فضا) ته د هبل لېږل په ستورپوهنه کې تر ټولو ستر پرمختګ بلل کېږي. هبل یو له ډېرو لویو او تر ټولو مهمو لروینونو څخه دی چې ستورپوهان د یوې ډېرې ګټورې څېړنیزې الې کار ځنې اخلي.
۳۷ کرښه:
د هبل (Hubble) اصلي هینداره ۲،۴ مټره بر لري.
 
هبل (Hubble) ۱۳،۳ مټره اوږد دی --- یانې د [[احمد شاه ابدالي]] تر یوه ۳۰۳ موټر لا یو څه اوږد دی.