د "وينه" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
و Removing Link FA template (handled by wikidata) |
Removing "Blood_smear.jpg", it has been deleted from Commons by JuTa because: No source since 12 March 2016. |
||
۱ کرښه:
'''وينه''' (په انګرېزي: '''Blood''') يوه ډېره ځانګړې اکرنۍ (دوراني) نسج دی چې په خپل ځان کې بېلابېل نور سلولونه لري، همدا سلولونه بيا په يو ډول اوبلن چاپېريال کې بهېږي او د دغه اوبلن چاپېريال نوم پلازما دی چې کله ناکله د وينې پلازما په نامه هم يادېږي. د وينې په سلولي توکو کې د وينې سره توکي کوم چې د ساباسونکي ګازونو لېږد رالېږد دنده لري، سربېره پر دې همدا سره توکي د وينې د سور رنګ اصلي لاملونه دي دا ځکه چې سره توکي د هېموګلوبين نه جوړ شوي او هېموګلوبين يو ډول وسپنه لرونکی پروټيني تړنګتوکی (مرکب) دی چې د په دې مرکب کې آکسيجن د وسپنې د عنصرونو سره تړلی وي. آکسيجن بيا ټول بدن ته د انرژي د جوړولو په پروسه کې اړين عنصر بلل کېږي. د وينې نور سلولي توکو کې سپين توکي هم راځي، دغو توکو ته په طبي ژبه کې [[ليوکوسايټ|ليوکوسايټونه]] يا ليوکوسايټز هم وايي. ددغو توکو دنده د ناروغيو او نورو مکروبونو پر وړاندې د بدن ژغورنه ده. د وينې درېيمګړي واړه توکي پلېټلېټز سلولونه دي. ددغه ډول توکو دنده د وينې غوټه کېدنه ده او دا بيا په بدن کې د ټپونو د رغېدلو په پروسه کې ګټورې کړنې ترسره کوي.
<br />
|