د "بادرنگ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و "بادرنگ" وژغورل شو ([سمول=يوازې تاييد شوي کارنان] (نامحدوده) [لېږدول=يوازې تاييد شوي کارنان] (نامحدوده))
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:ARS cucumber.jpg|بټنوک|بادرنگ]]
'''بادرنگ''' ''(په انگرېزي: Cucumber)'' د سابه بابو په ډله کې راځي. دا د [[خواړه|خوړو]] په توگه کارېږي.
بادرنګ د هغو سبزیو او میوو په سر کې راځي، چې له تندې سره مبارزه کوي، له رومي ، کاهو او هندواڼې هم مخکې دی چې تقريبا 92% اوبه لري.
بادرنګ دکاهو، رومي په پرتله ډېره لږه کالري لري ځکه خود ډنګروالي / لاغر ستوری بلل کیږي،دخوړو کارپوهان یې تل هغو کسانو ته سپارښتنه کوي، چې ډېر وزن لري پردې سربېره بادرنګ بوره نه لري ،چې دوزن د ډېرښت لامل وګرځي. ځینو علمي څېړنو دا ښودلې ده، چې بادرنګ دا وړتیا لري چې د نارينه دجنسي ځواک فعالیت لا پسې ډېر کړي په ځانګړي توګه هغه کسان چې دکوروالي پرمهال له ځانګړو ستونزو ځوریږي ، بادرنګ دجنسي ناروغیو د درملنۍ په سرکې راځي ، ځینې يي عضوي ویګرا ګڼي. دبادرنګ له ګټو یوه دا هم ده، چې دسړی ادرار زیاتوي او دا ددې لامل ګرځي، چې سړی له خپل کوروالي څخه خوښ شي پردې سربېره په بدن کې دوینې دجریان فعالیت زیاتوي،چې دا چاره دسړی او ښځی لپاره مهمه او ګټوره بلل شوې ده. ځینې څیړنې دا هم وايي:چې دبادرنګ بوی دښځو دراپارولو په برخه کې هم دپام وړ رول لوبوي ددې ترڅنګ هغه ښځې، چې دسترګو شاوخوا توروالې او پړسوب څخه ځوریږي کولای شي له بادرنګ څخه ګټه پورته کړي، چې دا پړسوب له منځه ولاړ شي . دا هم دیادوني وړ ده چې بادرنګ دخولې بد بوی له منځه وړي . دبادرنګ ځینې ګټې په دې ډول رالنډولای شو: بادرنګ په هضم کې مرسته کوي ، له بدن څخه د زهري موادو په ویستلو کې مرستندویه ثابتیږي او پر جنسي روغتیا یې اغیز مثبت دی، سرطان ناروغۍ ته هم ګټور دی او هغه وګړي چې دبدن پوست یې وچ وي دبادرنګ کارول ورته ګټه لري. کولای شو له مختلفو لارو څخه له بادرنګ ګټه پورته کړو که له هوږې او اوبو سره وخوړل شي اغیز یې ډېر دی ځینې خلک یې دجوس په بڼه هم کاروي