د "نیپټون" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
'''نیپټون''' د [[لمریز غونډال]] (شمسي نظام) اتمه او وروستۍ سیاره ده چې له لمر څخه کابو ۴،۵ ملیارډ کیلو مټره واټن لري. د یونان له لرغوني ادبیاتو څخه یې د سمندر د خدای (god of sea) نوم پر ایښی دی. دا د ۱۸۴۶ کال د سپټمبر پر ۲۳مه د اوربان لو وریه (Urbain Le Verrier) په نامه ریاضيپوه او یوهان ګالې (Johann Galle) په نامه ستورپوه له خوا وموندل شوه. د دې سیارې په اړه ځینې لنډ مالومات په لاندې ډول دي:
۱ــ که لمر د یوې دروازې هومره لوی وای، نو ځمکه به د کیلي د سوري او نیپټون به بېسبال (baseball) هومره وای. نیپټون په لمریز غونډال کې تر اورانوس وروسته څلورمه لویه سیاره ده؛ او تر ځمکې کابو ۶۰ واره لویه ده--- یانې ۶۰ دانې ځمکې د نیپټون په نس کې ځایېدای شي.
|