د "کوچيان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۴ کرښه:
سرشميرنې ښودلې چى دافغانانو ١۶٪ ځانونه كوچيان بولي، او ددوى نه ستنيدنه ځمكو ته دنه لاس رسيدنې ستونزه بلل كېږي. دوى هم دنورو افغانانو غوندې د ١٩٨٠ كلونو په شاوخوا كى پاكستان ته راوكوچيدل چى په ترڅ كى يې ددوى كوچيانې ژوند هم تيت شو. ددوى ډيره په [[سرحد صوبه]]، او [[بلوچستان]] كى ديره شول خو ددوى پام وړ شمير په [[پنجاب ايالت]] كى هم ديره شول چى هلته يي دټولو افغانانو ۴٠ فيصده جوړول.اكثره كوچيان د[[افغانستان]] دمركزي، شمالي او ختيځو ولايتونو پورې تړلي دي چى دوګړو ٧٩،٧ فيصده جوړوي. ددوى ۶١،٠٪ ځانونه پرورځنيوو مزدوريوو متكي بولي، او يواځې ۵،٠٪ وايي چى دوى ته كار وركړل شوې. دوى هم دبيرته ستنيدنې پلوي دي خو نزدې ٧٩،٠٪ يې بيا دنورو افغانانو په شان هماغه ستونزې په ګوته كوي.<ref>[http://www.areu.org.af/Uploads/EditionPdfs/528P-Newsletter-Issue%20No%207-print.pdf دافغانستان دڅيړنو او ارزيابۍ واحد خبرپاڼه شمار ه ۲۰۰۵ ز. کال]</ref>
 
کوچي هغه چاته ويل کيږي چي په ترور خيمو کي ژوند کوي ، دپسو او وزوپه روزلو بخت وي او خپلو څارويو ته د څړځايونو اوورشوگانو دپيداکېدوپه منظور دکال په مختلفو فصلونو کي له يوه ځاي نه بل ځاي ته کوچ کوي . کوچيان دکوچ او باروړلواو راوړلو په منظور اوښان هم روزي . کوچيان دژوند ټولي اړتياوي دڅارويو دمحصولاتودخرڅلاوله لاري پوره کوي .
کوچيان په انگليسي ژبه (Nomandes) ) په نوم يادشوی دي،په سويدني ژبه ورته نومادر (Nomader ) ، ديوناني (Nemein) له کليمي سره چي دڅرېدلو په معنا ده ارتباط لري .د کوچيانو دپيژندلو بيلگه هم دڅارويو څرېدل دی . په پښتو اودری ژبه کې هم له کوچيتوب سره دڅارويو روزل اوپوول ئې ځنگړې بېلگه ده .
د افغانستان په كوچيانوكي [[پښتون|پښتانه]]، [[بلوڅان|بلوڅ]]، [[ازبکان|ازبك]]، [[تركمن]]، [[قرغز]]، [[هزاره]]، [[فېروزكوهيان]]، [[جمشېديان]] او [[ايماق]] سته، خو يولوي اكثريت يې پښتانه دي . پښتانه كوچيان دوې ستري څانګي لري : دُراني او غلجي كوچيان .
دالفنسټن دبيان له مخې د دُرانيودقوم پوره نيمايي کوچيان اونور ئې کروندگر دي <ref>معصوم هوتک دکوچيان اودهغوي دتلو راتلو لرغوني لاري . اوله اودوهمه برخه </ref>.
== ګالری ==
<gallery>