د "لنډه کيسه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''لنډه [[کيسه|کیسه]]''' ''([[انگرېزي ژبه|په انگرېزي]]: Short story)'' يو نوی ادبي نثري [[ځېل]] دی، چې د پېژند آر نښه يې لنډوالی دی. د کيسې دغه لنډوالی کېدای شي چې يوازې ليکوال هغه وخت لاسته راوړي چې د کيسې منځپانگه سره داسې ونيښسېزي چې يوازې اړينې برخې يې وليکي.
ډېر پوهان بیا په دې اند دي چې لنډه کیسه له آره له هغو نکلونو څخه راپيلېږي چې په تېرو وختونو کې به د خلکو په منح په شفاهي ډول یو بل ته کيدلې، په ځانگړي ډول ماشومانو ته.
لنډه کیسه یو داسې فن دی چې ځان ته ښکلایز اصول او فني غوښتنې لري لکه کوټلی تاثیر، رمزیت (سمبولیکوالی) او د موادو فنکارانه اوډنه، هره کیسه باید تلوسه، پیل ، منځ او پای سره د یوې انتباهي او هیجاني پایلې وي. کیسه باید له پیل څخه منطقي وي پلاټ او بیان یې منطقي ، کافي منسجم او له ولولو ډک وي. د کیسې پلاټ (جوړښت) د احساساتو، فطري درک او ایډیاوو څخه جوړېږي .