د "شعر" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و ربات: انتقال 1 پیوند میانویکی به d:q482 در ویکیداده
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{غځول}}
'''شعر''' ([[انگرېزي ژبه|په انگرېزي]]: Poem) هغه کلام ته وائی چې بحر،وزن،ردیف او قافیه ولری . ځنی نور بیا د شعر لپاره دغه شرط نه گنی او د شعر تعریف داسی کوی چې انسان د خپلو احساساتو جذباتو او عواطفو اظهار په داسی ادبی رنگ کې وکړی چې د اور یدونکی یا لوستونکی احساسات هم په هغه شان راوپاروی لکه څنگه چې د [[شاعر]] را لړزیدلی وی. که داسی کلام د بحر،وزن،ردیف او قافی د قید دننه وی هم شعر دی او که ددی څخه ازاد وی هم شعر دی .
 
شعر د یو ځانگړي ذهني او عارفانه حالت زیږنده دی چې دهغه په نتیجه کې شاعر دچاپیریال دشیانو او انسانانو سره یو ډول روحي اوذهني اړیکه پیداکوي چې دغه اړیکه د احساس او فکر دتحریک سبب گرځي اوشاعر خپله پنځونه پدې انفعالي حالت ( الهام )کې وړاندې کوي . شعر په موزون بیان د خیال او فکر عاطفي تړون دی .
 
په ټولیزه توگه شعر د شکل له مخې په دوه برخو وېشل کیږي :
== دشعر ډولونه ==
# غزل او ډولونه یې
# آزاد شعراو ډولونه یې
# اډانه ( انځور یا ادبی طرحه)
# آزاده منظومه
# قطعه
# بولــله ( قصیده )
# مستزاد
# ترجیع بند
# ترکیب بند
# ټول قافیز
# یوئیز ( تک بیتونه )
# دویزه (مثنوي)
# دریز (مثلث)
# څلوریز (مربع)
# پینځه ییز (مخمس)
# شپږیز (مسدس)
# اوه یز (مسبع)
# اته یز (مثمن)
# لسیز (معشر)
# ځلوريزه(رباعي)
== ولسي نظمونه ==
# مقام
# بگتۍ
# چاربیته
# لوبه
# بدله
# داستان
# سروکی (نیمکۍ)
# لنډۍ
# د نکلونو غږونه
# کاکړۍ غاړې
# د آتڼ نارې
# بابولالې
# د وړو مشاعرې
# منظوم فالونه
# انکۍ (چغیان)
# کیسۍ (شبې)
# تاریخي نارې
# د مروتو کسرونه
# منظوم نکلونه
# د ښادۍ سندرې او۱۲ډوله نور
 
=== دشعر شکل ===
د یو ادبی اثر وړاندی کول په ځانگړ ي فورم یا قالب کې د هماغه اثر یا شعر شکل گڼل کېږی لکه : غزل ، بگتۍ او داستان .
 
=== دشعر مضمون ===
ټول بیلا بیل ټولنیز،اقتصادي ، کلتوري ،عناصر،مفاهیم،مفکورې،واقعیتونه ،احساسات اوخاطرې که په عشقي،حماسي یاپه بله هره بڼه ؤاوسي دپنځول شوي اثرمضمون بلل کېږي
 
=== دشعر ردیف ===
هغه کلمه یاجملې چې په یو مقفي شعر کې وروسته له ټولو قافیه والو مسرو په یوه شکل او یوه معنا تکرار راځي رديف بلل کېږي .
 
 
 
[[وېشنيزه:ادبپوهنه]]
[[وېشنيزه:ادبيات]]
 
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/شعر" نه اخيستل شوی