د "د استعدادونو تیښته" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "=== <strong> د استعدادونو(ياد تحصیل لرونکو خلکو) تېښته </strong> === د پوهانو، د لوړو تحصیلاتو لرونکو..." تورو مخ جوړ شو
 
۱ کرښه:
=== <strong> د استعدادونو(ياد تحصیل لرونکو خلکو) تېښته </strong> ===
 
د پوهانو، د لوړو تحصیلاتو لرونکو،خاوندان او د ښو استعداداستعدادونو لرونکو تیښته چی په انګلیسی کی ورته Human capital flight او یا کله کله ورته Brain drain هم وایی، په ننۍ نړۍ کی یوه ډیره مهمه او د بحث وړ موضوع باندی اوښتی ده.
د با استعداده او تحصیل لرونکو وګړو پراخه مهاجرت له خپل هیواد ځنی نورو پرمخ تللو هیوادونو ته د کار او یا ښه ژوند د موندلو په موخه، د مخ پر وده هیوادونو (لکه افغانستان) کی د یوی جدی ستونزی په توګه منځته راځی چی په ترڅ کی یی هیواد د تعلیم یافته کسانو له کمبود سره مخامخ کیږی، چی دا بیا په خپل وار سره ددی هیواد د ودی او آبادۍ په مخ کی لوی خنډ جوړوی. دا ډول د استعدادونو تیښته کیدی شی د مهاجرت او یا هم د اوږدمهاله مسافرت په شکل وی. لاملونه یی هم په پرمختللو هیوادونو کی لوړی تنخواوی، د لا نورو لوړو تحصیلاتو سهولتونه او یاهم د تحقیقاتو د کولو ښی آسانتیاوی وی. ددی ترڅنګ اجتماعی لاملونه لکه امنیت، احترام، اجتماعی او اقتصادی ثبات او د ودی ډیر فرصتونه ددی لامل کیږی چی د لوړو او متوسطو زدکړو خاوندان نورو هیوادونو ته کډه شی.
د مثال په ډول، لکه څرنګه چی افغانستان یو جګړی ځپلی هیواد دی، نو کاری فرصتونه پکی ډیر کم دی، هغه کسان چی لوړی او متوسطی زدکړی کوی، په دولتی او غیر دولتی ارګانونو او کمپنیو کی د کم کاری ظرفیت له کبله، ورته د کار موندل په یو لوی خنډ بدلیږی. نو په همدی خاطر ځینی هغه کسان چی د هیواد له پوهنتونونو څخه فارغیږی، نو کوشش کوی ترڅو اروپا او یا نورو غربی هیوادونو ته مهاجر شی.
 
=== ډولونه: ===