د "کليز" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "'''کليز''' (جنتري) د وخت دتنظيم سويو واحدونو يو سيسټم دئ چي هدف يې په ټاکلو مرحلوکي دوخت محا..." تورو مخ جوړ شو
 
د سمون لنډیز نسته
۶ کرښه:
'''جنترۍ''' دکرهڼي ، ښکاراومهاجرت د دورودسرښته کولو، د پېشګويي کولو او غيب ويلو له پاره اودغه راز دمذهبي او اولسي پېښو دسمبالولو له پاره تاداوونه جوړوي . جنتريو ته بايددټولنيز تړون په سترګه وکتل سي اودعلمي قراردادپه توګه بايدونه څېړل سي .
 
==[[وخت]] ==
[[وخت]] : وخت يوه طريقه ده اوانسان په هغه څه باندي پوهوي ، چي پخواپېښ سوي دي ياپه راتلونکي کي به پېښسي . داهم ددې له پاره چي پخواني شيان او حوادث ورپه يادکړای سي اوپه راتلونکي کي دشيانواوحوادثوله پاره تياری ونيسي . دماقبل التاريخ انسان له زمانې څخه دوخت ښوولوټوله لاري چاري او ميتودونه په طبيعت کي دځينوپېښودحدوث پربنسټ ولاړدي . لکه دلمراوسپوږمۍ راختل او لوېدل اودموسمونوسره اوښتل .
 
==سټانډرډ [[وخت]]==
د سټانډرډ وخت اړتيا دترانسپورټ اوارتباط د عصري وسايلوله امله منځ ته راغله . اوپه سټانډرډ وخت کي مطلب دادئ چي د نړۍ په بېالبېلوبرخوکي وخت يوشانته مفهوم ومعناولري . دمثال په توګه دغرمې دوولس بجې په مځکه کي دانسان د موقعيت له مخي په بېلابېلو وختو کي راځي . څرنګه چي مځکه په ثابت ډول څرخي نو هرڅومره چي څوک مخ پرلويديځ ليري ولاړسي ، هومره به غرمه وروسته راسي . که دامريکا متحده اياالت په نظر کي ونيسو نو د نيويارک دوولس بجې به د کليفورنيا د سهارنهه بجې اودسنټ لوئيس يوولس بجې وي . دهمدې مسئلې دتجانس له امله په ٦٢٢٣ ع کال کي دبېلابېلوملتونو د استازيو يوې لويي ډلي په واشنګټن ډي سي کي يوکنفرانس جوړکړ اوپه هغه کي يې سټانډرډ وخت وټاکه . ددغه وخت اساس پرلمريزوخت والړاودانګلستان دګرينويچ په شاهي رصدخانه کي اټکل سوی و . ددې مقصدله پاره يې مځکه د وخت پر ٩٣ حوزو يا (زونونو) باندي ووېشله چي پيل يې له ګرينويچ څخه و . فيصله وسوه چي په هر زون کي پرتې سيمي بايد عين وخت ولري .
 
==سرچینې==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/کليز" نه اخيستل شوی