د "بېګ بېنګ" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د " لوی درز (Big Bang) څه ته وايي؟ (اخځ او انځورونه: ناسا) په ۱۹۲۷ کې، د جارج لومیتره (Georges Lemaitre) په نا..." تورو مخ جوړ شو |
د سمون لنډیز نسته |
||
۴ کرښه:
په ۱۹۲۷ کې، د جارج لومیتره (Georges Lemaitre) په نامه بلجیکي ستورپوه ته یو فکر ور پیدا شو. هغه دا خبره وکړه چې زموږ کاینات ډېره موده مخکې له یوه کوشني ټکي څخه پیل شوی دی. بیا یې وویل چې کاینات د وخت په تېرېدا غځېدلی او پراخ شوی دی. دومره پراخ شوی لکه نن چې دی – او نور هم پراخېږي. د جارج لومیتره د دې خبرې مطلب دا دی چې زموږ دا لوی کاینات په پیل کې دومره لوی نه وو. خو دا خبره په یاد لرئ چې کاینات یو ډېر لوی ځای دی، او ډېره موده مخکې رامنځته شوی دی. دا دومره لوی کاینات څنګه رامنځته شوی دی؟ د دې پوښتنې لپاره د سم ځواب پیدا کول ستونزمن کار دی. دوه کاله وروسته، د اېډوین هبل (Edwin Hubble) په نامه امریکايي ستورپوه ولیدل چې نور کهکشانونه زموږ څخه لیرې کېږي. یوازې دا نه، بلکې لیرې کهکشانونه تر نږدې کهشانونو لا په ګړندیتوب سره لیرې کېږي. نو د دې خبرې مطلب دا شو چې کاینات تر اوسه لا پراختیا مومي، کټ مټ لکه جارج لومیتره چې څنګه فکر کړی وو. که دا خبره ومنو چې کهکشانونه ورځ په ورځ یو له بل څخه لیرې کېږي او غځېږي، نو د دې خبرې مطلب دا دی چې دا کهکشانونه په یوه زمانه کې یو بل ته نږدې ول. موږ چې نن سبا په خپل کاینات کې هر څه لیدلای شو – لکه ستوري، سیارې، لکیورې (comets)، سیارهوزمې او داسې نور – دې شیانو په یو وخت کې شتون نه درلود. که یې شتون نه درلود، نو دا ټول شیان له کومه راغلل؟
==د کاینات کوشنی پیل==
لومړنیو ستورو ډېر نور اټومونه جوړ کړل، او د دې اټومونو ټولګې مالیکولونه (molecules) وبلل شول – او په لوی سر کې د نورو ستورو د پیدا کېدو لامل شول. هغه مهال به [[کهکشان]]ونه یو له بل سره یو ځای کېدل او ټکرېدل. کله چې نوي ستوري پیدا کېدل او له منځه تلل، نو هغه مهال سیارهوزمې، لکیورې (comets)، سیارې، او تورغارونه (black holes) رامنځته شول!
دې کار څومره وخت واخیست؟ ښه، نو اوس په دې خبره پوهېږو چې زموږ کاینات ۱۳،۸ ملیارډ کلن دی. یانې، ۱۳۸۰۰۰۰۰۰۰۰ کلونه پر تېر شوي دي. او دا بیخې اوږد عمر دی.
==نوم یې څه دی؟==
خو کېدای شي چې "هر لور ته غځېدنګ" یې ښه نوم وي. تاسې څه کې وایاست؟
==تړلې لیکنې==
|