د "نړیوال سوداګریز سازمان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۷۳ کرښه:
په نړیوالې سوداګرۍ سازمان کې له غړیتوب سره به، افغانستان په اتومات ډول د مخابراتي معلوماتو تړون هم لاسلیک کړي او د دغه تړون له مخې به د مخابراتي معلوماتو پر ټولو محصولاتو هم ټکس ختم شي. د افغانستان د صادراتو تعرفه په ۲۴۳ صادراتي ډولونو ده، چې له دې جملې څخه پر ۲۹.۶ سلنو باندې به ۱۰ سلنه تعرفه وي او پر ۲۴.۲ سلنو باندې به بیا ۲.۵ سلنه تعرفه راشي. همدا راز افغانستان د خدماتو په برخه کې په ۱۱ برخو او په ۱۰۴ عضوي برخو کې، د ځانګړو اصلاحاتو راوستلو ژمنه هم کړې ده .
 
== مثبت ټکي: ==
 
== •    مساويانه چلند: د نړیوالې سوداګرۍ سازمان بله موخه دا ده، چې له هېڅ یوه هېواد سره به امتیازي چلند نه کېږي. که یو هېواد له بل سره امتیازي چلند کوي، نو مجبور دی چې دغه برخورد له ټولو هېوادونو سره وکړي. د بېلګې په ډول که اروپايي اتحادیه د کچالو په برخه کې د امریکا کچالو ته کوم امتیاز ورکوي، نو بیا اړ ده چې د افغانستان له کچالو سره هم ورته چلند وکړي . ==
 
== •    آزاده سوداګري: د دغه سازمان د جوړېدو یوه بنسټيزه موخه دا هم ده، چې په نړۍ کې سوداګري ازاده شي او پرمخ یې د تعرفې خنډونه ونه زیږي؛ له همدې امله به افغانستان نه یوازې دا چې د نړۍ د ۱۶۴ هېوادونو مارکېټونو ته لاسرسی ومومي، بلکې صادرات به یې هم په نورو هېوادونو کې له لوړو تعرفو سره مخ نه شي. ==
 
== •    د ترانزیټي ستونزو هواری: افغانستان چې په وچه کې راګیر هېواد دی او له نورې نړۍ سره د تجارت په برخه کې له تېرو څو لسیزو راهیسې له ډېرو ستونزو سره مخ دی. د نړیوالې سوداګرۍ سازمان کې د افغانستان له غړیتوب سره به، افغانستان وکړای شي چې د ترانزيټ په برخه کې شته شخړې او ستونزې په دغه سازمان کې هوارې کړي. ==
 
== •    د نړیوالې سوداګرۍ سازمان مرستې: ځینې شنونکي په دې باور هم دي، چې په دغه سازمان کې د غړیتوب له ترلاسه کولو سره به افغانستان په ځینو برخو کې له دغه سازمان څخه مرستې هم ترلاسه کړي. ==
 
== •    د ډمپینګ  سیاست مخنیوی: ځينې پرمختللې کمپنۍ په نورو هېوادونو کې د خپلو توکو د نرخونو له کمولو سره داخلي صنعتونه ماتوي او د هغه ځای مارکېټونه په خپل کنترول کې اخلي. د نړیوالې سوداګرۍ سازمان یوه موخه دا هم ده، چې د ډمپینګ سیاست مخنیوی وکړي. ==
 
== •    پانګونې راجلبول: که څه هم د پانګونې جلبول تر ډېره د هېواد له امنیتي او سیاسي ثبات سره ډېره اړیکه لري؛ خو د نړیوالې سوداګرۍ سازمان له غړیتوب سره به افغان حکومت بهرنیو پانګوالو ته شين څراغ ورکړي، چې افغانستان نړیوالو اصولو ته پابند دی او په دې توګه به د بهرنيو پانګوالو باور زیات شي. ==
 
== منفي ټکي: ==
 
== •    نويو زیږېدلو صنعتونو ته ګواښ: په ځینو هېوادونو کې چې صنعتونه نوي راټوکېدلي وي، د هغو هېوادونو حکومتونه له دغو صنعتونو څخه د ملاتړ په موخه پر وارداتي توکو تعرفې لوړوي، څو دغه نوي داخلي صنعتونه له بهرنیو صنعتونو سره په رقابت کې مات نه شي؛ خو د نړیوالې سوداګرۍ سازمان کې له غړیتوب سره به افغانستان پر وارداتو تعرفې لوړې نه شي کړای او په دې توګه به په داخلي توګه نوي ټوکېدلي صنعتونه له بهرنیو صنعتونو سره په مقابله کې ضربه وویني او له وارداتي توګو سره په رقابت کې به مات شي. له همدې کبله داسې انګېرل کېږي، چې په هېواد کې به د بې‌کارۍ کچه نوره هم لوړه شي. ==
 
== •    سبسېډي  ختمول: د نړیوالې سوداګرۍ سازمان د زراعتي او صنعتي “سبسېډي” پر ختمولو ټینګار کوي، چې دا بیا بهر ته د افغانستان پر زراعتي او صنعتي صادراتو ژوره اغېزه ښندي. ==
 
== •    د عایداتو کمښت: د نړیوالې سوداګرۍ سازمان کې له غړیتوب سره به افغانستان ونشي کړای، چې نور پر وارداتو لوړې تعرفې ولګوي او په دې برخه کې به د حکومت عایدات راکم شي. ==
[[وېشنيزه:د سوداگرۍ نړيوال سازمان]]
[[وېشنيزه:نړيواله سوداگري]]