د "احمد شاه درانی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲۱۴ کرښه:
 
== د پاني پت جگړه ==
په ۱۱۷۰ ه/۱۷۵۸ کال کې په پنجاب کې نوي فیتنې پیدا سوې، سیکان هم په پنجاب کي قوت وموند او د لویدیځ له خوا هم د مرهټه لویو قوتو د ډهلي پاچا ګواښله او پنجاب یې هم ونیو، دا مهال د هند اسلامي او د ډهلي امیرانو احمد شاه راوباله چې د هند د اسلامي پاچاهي د ساتلو او ژغورلو لپاره هند ته راسي، امام الهند شاه ولی الله دهلوي هم د احمد شاه بابا حضور ته لیکونه واستول او دی یې هند ته وباله، ځکه نو احمد شاه بابا له کندهاره په ۱۱۷۱ ه کال د بلوڅو کلات ته د دیرشو زرو عسکرو سره ولاړ او هلته لس زره بلوڅ عسکر هم ورسره سول.
 
مرهټیانو هم د پخواني وزیر غازي الدین په مشرۍ پاڅون وکړ او په پای کې ډیلي ونیول شو. راجپوتان هم د جګړې ډګر ته راننوتل، ادینه بیګ او ورسره ټولو یاغیانو ګڼ شمیر افغانان ووژل.
د کندهار، پیښور، بلوڅو او د هند افغان غازیان را غونډ سول او د پوځ ټول شمېر شپیتو زرو پلیو او سپرو ته رسیده چې توپخانه هم ورسره وه.
 
مرهټیانو نو په داسې حال کې پر افغانانو برید وکړ چې د دوه سوه زرو په شاوخوا کې جنګیالي ورسره ملګري ول. شهزاده تیمور او سردار جانخان له لاهور نه په شا شول او ځانونه یې اټک ته راورسول. دغو پیښو په نصیر خان هم اغیزه وکړه او د بلوچستان خپلواکي یې اعلان کړه.
 
احمد شاه د هیواد صدراعظم شاه ولي خان بلوچستان ته ولیږه او دی ورپسې ولاړ. نصیر خان عذر وکړ او خپله لور یې احمد خان ته ورکړه. ابدالی احمد شاه له دې وروسته کندهار ته راغی او په ۶۱-۱۷۶۰ کال کې د بولان له لارې سیند او بیا د پیښور په لور وخوځید او له هغه ځایه تیمور او جان خان هم ورسره مل شول. کله چې احمد شاه درانی سیمی ته ورسید په دغه وخت کې د ده د غلیمانو درې ځایه ځواکونه د تیارسۍ په حال کې ول. خو افغان واکمن په "سهارنپور" کې نجیب الدوله او د روهیله نور سرداران لکه سوراله خان، حافظ رحمت خان، عنایت خان، قطب خان او نور له ځان سره ملګري کړل او د څلویښت زرو پوځونو په ځواک مخ په ډیلي روان شو. له خونړیو جنګونو وروسته سندیان او راجپوتان تسلیم شول او دی ډیلي ته ننووت. خو مرهټه له هندوانو او راجپوتانو سره په ګډه یو پیاوړی ځواک جوړ کړ.
 
احمد شاه بابا له خپلو جنګیالیو سره ځان پاني پت ته ور ورساوه، او بیا یې خپل ځواکونه داسې ځای په ځای کړل چې د سیالو ځواکونو هغه لارې بندې کړي چې ورته د خوړو او نورو مرستو توکي رسیدل.
 
جګړه د ۱۷۶۱ زیږدیز کال د جولای په ۱۶ نیټه د پاني پت په میدان کې ونښته او تر درې میاشتو اوږده شوه. دواړو لورو ته درانه زیانونه واوښتل. د سر له زیانه سربېره یوازې ۲۲۰۰۰ مرهټه سرتېري ونیول شول، ۵۰۰ پیلان ،زرګونه اوښان، پنځوس زره اسان او ۲۰۰ زره غوایان د احمد شاه ابدالی پوځ ته په لاس ورغلل.
 
له دی پرته احمدشاه بابا بیا هم هند ته سفر کړی دی خو د پاني پت جګړه ټاکونکې وه او په دغه جګړه کې ښایې چې افغانانو له ۱۰ څخه تر د ۱۵ زرو په شاوخوا کې جنګیالي له لاسه ورکړي وي.
 
د پاني پت جګړه د لسو لکو مرهټیانو او هندوانو سره وه، او پدی جګړه کې د دښمن دوه لکه کسان تر تیغ تیر کړل.
 
د ( ۱۷۶۰ ز) کال د څلورمې (جمادی الاخری) په شپږمه نیټه یې لویه سوبه (فتح) په برخه سوه، چې ددې ستري غزا جنګي ولجې او غنایم ۵۰ زره آسونه، دوه لکه غوایې، پنځه سوه پیلان، څو زره اوښان او ۲۲ زره بندیان لاس ته ورغلل خو وروسته یې ټول وبخښل.

(حبیبي، عبدالحی، د افغانستان لنډ تاریخ ۱۳۸۲، ۲۸۴)
 
== د ځينو اشتباهاتو دفع ==