د "احمد شاه درانی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و د "احمد شاه دراني" ژغورنه لرې شوه
۲۱۴ کرښه:
 
== د پاني پت جگړه ==
په ۱۱۷۰ ه کال کې په پنجاب کې نوي فیتنې پیدا سوې، سیکان هم په پنجاب کي قوت وموند او د لویدیځ له خوا هم د مرهټه لویو قوتو د ډهلي پاچا ګواښله او پنجاب یې هم ونیو، دا مهال د هند اسلامي او د ډهلي امیرانو احمد شاه راوباله چې د هند د اسلامي پاچاهي د ساتلو او ژغورلو لپاره هند ته راسي، امام الهند شاه ولی الله دهلوي هم د احمد شاه بابا حضور ته لیکونه واستول او دی یې هند ته وباله، ځکه نو احمد شاه بابا له کندهاره په ۱۱۷۱ ه کال د بلوڅو کلات ته د دیرشو زرو عسکرو سره ولاړ او هلته لس زره بلوڅ عسکر هم ورسره سول.
 
د کندهار، پیښور، بلوڅو او د هند افغان غازیان را غونډ سول او د پوځ ټول شمېر شپیتو زرو پلیو او سپرو ته رسیده چې توپخانه هم ورسره وه.
 
د پاني پت جګړه د لسو لکو مرهټیانو او هندوانو سره وه، او پدی جګړه کې د دښمن دوه لکه کسان تر تیغ تیر کړل.
 
د ( ۱۷۶۰ ز) کال د څلورمې (جمادی الاخری) په شپږمه نیټه یې لویه سوبه (فتح) په برخه سوه، چې ددې ستري غزا جنګي ولجې او غنایم ۵۰ زره آسونه، دوه لکه غوایې، پنځه سوه پیلان، څو زره اوښان او ۲۲ زره بندیان لاس ته ورغلل خو وروسته یې ټول وبخښل.(حبیبي، عبدالحی، د افغانستان لنډ تاریخ ۱۳۸۲، ۲۸۴)
 
== د ځينو اشتباهاتو دفع ==