د "پینځم چارلز" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۳۷ کرښه:
}}
[[دوتنه:Titian - Portrait of Charles V Seated - WGA22964.jpg|200px|بټنوک|کيڼ|پینځم چارلز (د روم امپراتور)]]
'''پنځم چارلز''' د روم امراتور Charles V - Holy Roman emperor داوسني [[بلجیم]] په ګنت فلاندر کې د ۱۵۰۰ پېړی د فیبروري په ۲۴ زېږېدلی او د سپتمبر په ۲۱ کال ۱۵۵۸ د هسپانیا په جورونیمو کې مړ شوی. د روم امپراطور او د هسپانیا پادشاه چارلز د اولنی فیلیپ زوی وو چې د پلار له مرګ نه وروسته ېې د چارلز ترور چې په اتریش کې وه د چارلز سرپرستی کوله.
==سیاسي ژوند==
په ۱۶ کلنی کې ېې د هسپانیا په اراګون او کاستیل باندې د خپلې مور په مرستې حکومت پېل کړ چارلز په دې وخت کې له تېر پادشاه نه پاتې چارواکو ته دندې وسپارلې چې د کاستیل ښار اداري کارونه ېې د تېر پادشاه مشاور ته وسپارلې او خپله د بروکسل پادشاه شو . په ۱۵۱۷ کې بیا هسپانیا ته ولاړ چارلز چې ژوند ېې په اتریش کې د پلار له خوا ترور سره تېر کړی وو د هسپانیا په کلتور او ژبه سم نه پوهېده. او په همدې وجه ېې په هسپانیا کې د نورګوندیانو په ذریعه حکومت تاسیس کړ. چې حکومت ېې نه ډېر موثر او نه ډېر بې کفایته وو. دوه نیم کاله په [[هسپانیا]] که له تېرېدو وروسته ېې نیکه له جرمني خط ورلېږه او په دې وخت کې د جرمني د پادشاه کېدو لپاره انتخابات وو چې چارلز پکې د اول فرانسیس په مقابل کې ځان کاندید کړ چې په ۱۵۲۰ کې د جرمني تاجداره پادشاه شو. په دې وخت کې د لودر په نامه کس د عیسویت په اړه د اصلاحاتو نظریات خپاره کړي وو چې په جرمني کې دوه ډلې عیسویان وو یو د پروتستان او بله ډله کتلویک عیسویان چې لودر د پروتستېزم په نامه نظریات لرل. چارلز له لودرېزم یا پروتستېزم سره مخالفت وښود او له دوي سره ېې جنګ اعلان کړ. په دې وخت کې د فرانسې اول فرانسیس د چارلز په راپرځولو پېل کړی وو چې له فرانسیس سره ېې د پاویا په نامه جګړه وکړه او شکست ېې ورکړ.
==عثماني خلافت پر وړاندې جګړه==
له بلې خوا په ۱۵۲۰ کې د عثمانیانو خلافت پر اروپا یو ځل بیا فشار زېات کړ او په اتریش ېې حمله وکړه. په ځای د دې چې چارلز مستقیما [[د عثمانیانو امپراطوري]] سره مقابله وکړي په روم ېې حمله وکړه او د روم له نیولو وروسته ېې د هغه ځای کتلویک عیسویانو ته وویل چې د لودریانو یا پرتستانو سره د ګډ ژوند کولو لارې پېدا کړي چې بلاخره د عیسویانو دوه ډلې ېې سره یوځای کړې او لوی پوځ ېې ترې جوړ کړ چې د سلیمان پادشاه چې په اتریش ېې حمله کړې وه له شکست سره مخ کړ او دلته ېې خپل ورور مسول کړ. او خپله بېرته د هسپانیا په لور ولاړ چې هلته ېې یواځې ژوند اختیار کړ او د ژوند په آخر کې ېې له خپل زوی سره د فرانسې په جنګ کې د اقتصاد پیاوړي کولو کې مرسته وکړه او له خپلې لور سره ېې د هغو کسانو په اعدامولو کې چې د عیسویت له نظره مرتد یا بې دېنه ول مرسته وکړه.
 
==سرچینې==