د "کارلشتین کلا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
Darios (خبرې اترې | ونډې)
۲۳ کرښه:
'''کارلشتین کلا''' ([[چېکي ژبه|په چېکي]]: ''Hrad Karlštejn'') د گوتي سپک یوه مشهوره کلا ده چې [[چېک جمهوريت|د چېک په جمهوريت کې]] د Beroun په ولسوالۍ کې پرته ده. نوموړي کلا د چېک ملي او ثقافتي یادگار هم دي.
==تاريخ==
کارلشتین کلا په ۱۳۴۸ کال کې د چېکي پاچا او رومي امپراطور [[کارل ۴]] او لوی اسقف Arnošt z Pardubic په امر د امپراطوري او پاچايی مقدسو شایانو (لکه امپراطوري تاج او نور) د ساتنې له امله جوړه شوه. خو نوموړي کلا د پاچا [[کارل ۴]] مهم آراموونکی مقر هم دهوه. د کارلشتين د جوړولو کارونه په ۱۳۴۸ کال کې پېل شول او په ۱۳۵۷ کال کې پای ته ورسېدل او داخلي سنگار یې ۱۳۶۵ کال کې پای ته ورسېده. په ۱۵ پېړۍ کې د مذهبي انقلاب په اوږدو کې کارلشتين کلا د [[یان ژیژکا|هوسیټي]] سلار Zikmund Korybutovič لخوا محاصره شوه. تر انقلاب وروسته په دي کلا کې چېکي پاچايي تاج او دولتي سندونه ‌ذخیره شول. په ۱۶ پېړۍ کې کله چې Jáchym Novohradský z Kolovrat د کارلشتین کلا سرپرست شو نو د دي کلا بیا جوړول پېل شو. په ۱۶۱۹ کال کې کله چې دریش کلن جگړه پېل شوه نو طلايي تاج د دولتي مامورانو لخوا [[پراگ]] ته کډه شوه. په ۱۶۴۸ کال کې کارلشتين کلا د سويډني پوځ لخوا ونیول شوه.
 
==معماري==
کارلشتين کلا ډبرو جوړه شوی لویه کلا ده چې د چونې پر غر باندي پرته ده. نوموړی کلا د ۱۴ پېړۍ د گوتي معامري عالي مثال دي. کلا ته نژدی څنگل او د انگورو باغ پروت دی. نوموړي کلا د څو مهمو ودانیو څخه لکه د سرپرست د اوسیدو ځای، پاچایي ماڼۍ، مقدس ماریم برج او د اوبو برج جوړه شوي ده.