د "د عربستان ټاپووزمه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و Bot: Migrating 1 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q31945 (translate me)
د سمون لنډیز نسته
۳ کرښه:
'''د عربستان ټاپووزمه''' (''په [[عربي ژبه|عربي]]'': ''شبه الجزيرة العربية'' '''یا''' ''جزيرة العرب'') د نړۍ یو له سترو [[ټاپووزمه|ټاپووزمو]] څخه ده چې د [[آسيا]] د لویې وچې په سوېل لوېديخ کې پرته ده.
 
==دعربي ټاپووزمې موقعيت اوقومونه==
 
====د عربو موقعيت====
العرب په لغت كې دښتو، ډاګونو او هغه وچو ځمكو ته ويل كيږي چې نه په كې اوبه وي او نه بوټي. عربي جزيره او د دې سيمې اوسيدونكي له ډيرې پخوا زمانې راهيسې پدې نامه ياديږي.
 
د دې جزيرې لويديځ ته سره بحيره او د سينا ټاپوزمه، ختيځ ته خليج او د عراق جنوبي زياتره برخې، جنوب ته عربي بحيره چې له بحرالهند نه امتداد مومي، او شمال ته يې شام اوعراق (كه څه هم هلته د پولو په هكله اختلاف وجود لري) پروت دى.
مساحت يې د يو مليون متر مربع او يو ميليون او درى سوه زره ميله مربع تر منځ اټكل شوی دى.
داجزيره د طبيعي جغرافيايي موقعيت له پلوه ډيره ارزښتناكه ده. چارچاپيره يې داسې پراخه او ارتې دښتې او ريګستانونه دي چې دې جزيرې ته يې د يوې داسې پخې كلا بڼه وركړې ده چې يرغلګر ورباندې په آسانۍ سره تسلط او قبضه نشي کولاى، همدا وجه ده چې ددې سيمې خلك له ډيرې پخوا زمانې راهيسې پخپل ژوند او كارونو كې آزاد او خود مختاره دي.
كه دا دښتې او ريګستانو نه نه واى نو بيا د عربو له وسه نه وه پوره چې د خپلو پولو نه اخوا پرتو دوو لويو امپراطوريو حملې او يرغلونه په شا وتمبوي او يا د هغوى له تسلط نه آزاد پاتې شي.
له بله پلوه دا جزيره د نړۍ د مشهورو وچو په مينځ كې پرته ده او له هغو ټولو سره د وچې او اوبو له لارې تړل شوې ده، په دې معنى چې په شمال كې له افريقا، شمال ختيځ كې له اروپا، او لويديځ كې له عجمو، منځني او نژدې ختيځ او همداسې له هند او چين سره لاره لري. همدا راز د اوبو له لارې له دې ټولو وچو نه كښتۍ او بحري جهازونه سيخ سيده د دې جزيرې بندرګاه ته راتلى شي.
او د همدې جغرافيايي موقعيت له بركته د عربي جزيرې شمالي او جنوبي برخو په تيره زمانه كې د مختلفو ولسونو لپاره د وركړې راكړې (تجارت) فرهنګ، ديانت، هنر، فن او علم د يوه لوى مركز حيثيت درلود.
 
==عربي قومونه==
تاريخ پوهانو عربي قومونه د عربو د اصل او نسل په اساس په دريو برخو ويشلي دى:
1 _ (البائدة ) له مينځه تللي عربان: دا هغه پخواني عربان دي چې په هكله يې پوره تاريخي معلومات په لاس نه دي راغلي، او دا لكه د عاد، ثمود، طَسْم، جَدِيس، عِمْلاق، أُمَيْم، جُرْهُم، حَضُور، وَبـَـار، عَبِيل، جاسم، حَضْرَمَوت او نور قومونه.
2 _ عاربة عربان: دوى د يَشْجُب بن يَعْرُب بن قَحْطان اولاده ده، او قحطاني عربان ورته ويل كيږي.
3 _ مستعرب عربان: دوى د اسماعيل (عليه السلام) اولاده ده او عدناني عربان بلل كيږي.
د عاربة عربانو (قحطان پښه) اصلي ځاى يمن دى. دسبأ بن يشجب بن يعرب بن قحطان‏ له اولادې نه زياتې قبيلې لري، خو دوه قبيلې يې حِمْيَر بن سبأ، اوكَهْلان بن سبأ ډيرې مشهورې دي، او نورې يوولس يې دومره شهرت نه لري. او دغه عربان د سبأ له اولادې نه پرته نورې قبيلې نه لري.
الف: حِمْيَر بن سبأ، چې مشهورې كورنۍ يې :
1 ـ قُضَاعة‏:‏ او له هغې نه بَهْراء، َبِلىٌّ، القَيْن، كَلْب، عُذْرَة او وَبَرَة‏ منځته راغلې.
2 ـ السَّكاسِك‏:‏ دا د بنو زيـد بـن وائلة بن حمير کورنۍ ده، او د زيد لقب سکاسک و. او دوى د كِنْدة له سکاسک نه بيل قوم دى‏.‏
3 ـ زيــد الجمهــور‏:‏ او پښې يې حمير الأصغر، سبأ الأصغر، حضور، او ذو أصبح‏ دي.‏
ب: كَهْلان بن سبأ، مشهورې كورنۍ يې دا دي:
هَمْدان، ألْهَان، الأشْعَر، طيئ، او مَذْحِج ‏[‏له مذحج‏ نه:‏ عَنْس او النَّخْع‏]‏، او لَخْم ‏[‏له لخم‏ نه:‏ كندة، او له كندة‏ نه :‏ بنو معاوية، السَّكُون او السكاسك‏]‏، او جُذَام، عاملة، خَوْلان، مَعَافِر، او أنمار ‏[‏او له أنمار‏ نه:‏ خَثْعَم، بَجِيلَةَ، او له بجيلة نه‏:‏ أحْمَس‏]‏ او الأزْد، ‏[ا‏و له الأزد‏ نه:‏ الأوس، الخزرج، خُزَاعة او د جَفْنَة اولاده چي د شام پاچايان وو او آل غسان‏ شهرت لري]‏‏.‏
د كهلان كورنۍ پخوا له يمن نه وتلې او د جزيرې په مختلفو برخو كې خورې شوي دي زياتره يې له عرم سيلاب نه مخكې هغه وخت له يمن نه ووتلې كله چې روميانو مصر او شام ونيول او د يمن په تجارتي بحري لارو يې هم قبضه ولګوله، د وچې لارې يې هم ګډې وډې كړې. ددې تر څنګ د كهلان او حمير كورنيو خپل مينځي جګړې او مقابلې هم د دې سبب شوې چې كهلان وطن پريږدي او د حمير قبيله پخپل ځاى پاتې شي.