د "اروزګان ولایت" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
۱۷ کرښه:
په روزگان ولايت کي د تاريخي څيړنو او لرغونو پلټنو اړتيا
د روزگان ولايت په مرکز او هره ولسوالۍ کي دتاريخي ودانيو داسي نښانې او بيلگي شته چي هره برخه يې د څيړنو او پلټنو لپاره د ځانگړو پوهنيزو پروژوپه توگه د څيړلو او پلټلو ارزښت لري. له بده مرغه تر اوسه روزگان ولايت ته د تاريخي څيړنو او لرغونوپلټنو له اړخه هيڅ پام نه دئ شوئ. د روزگان ولايت جغرافيايې موقعيت د شک پرته دا څرگندوي چي په تيرو زمانو کي يې د سياسي، اقتصادي او نظامي پلوه ځانگړۍ دريځ درلودلۍ او ساتلۍ دئ. د دې وينا سپيناوۍ د هغو څيړنو له برکته په خورا څرگنده بڼه کيدلای شي چي د دې ولايت سره د څنگ گاونډيو ولايتونو په بيلا بيلو سيمو کي تر سره شويدي.
ديفتلي پاچاهانو او بيا زابل شاهانو يوستر مرکز اوسنۍ زابل ولايت و، چي د روزگان ولايت سهيل ختيځ ته پروت دئ. د دې ولايت نوم په زيات شمير تاريخي متونو او ليکنو، په ځانگړي توگه د اسلامي پير ليکوالو په اثارو کي يادشوئ او نامتو شويدئ. په دې ولايت کي د زابليانو او رتبيلانو د مهال زياتي پيښي د تاريخ په پاڼو کي شته چي پر له پسې دوې پيړۍ د اعرابو د پر مختگ مانع گرځیدلئ او د مهاجمينو په وړاندي يې پر له پسې اتلولۍ کړيدي. د قلات ښار او په قلات ښار کي تاريخي غونډئ چي په لومړۍ افغان انگليس جگړه کي د انگريزي لښکرو په وړاندي د وياړ سمبول گرځېدلې وه، هغه بيلگه ده چي د هېواد په تاريخ کي يې وياړمن نوم گټلئ دئ. د دې تر څنگ د زابل ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کي د لرغونو او تاريخي اثارو شتون د دې ولايت د ارزښتمن رول په اړه د ډاډ وړ بيلگي دي . د روزگان ولايت ختيځ ته د غزني ولايت پروت دۍ چي تاريخي او لرغوني اثار او سيمي يې د بيلا بيلو لرغونپوهانو او څيړنکو له لوري څيړل شوي او پيژندل شويدي. د امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په زيار د ناور دښت وڅيړل شو، چي په افغانستان کي د لرغونو انسانانو د شتون تر ټولو پخوانۍ او څرگند ټاټوبۍ گڼل کيږي. دلومړي ځل لپاره د فرانسوي لرغونپو هانوډله د مسيو فوشه تر مشرۍ لاندي په غزني ولايت کي د بودايې پير زيات شمير پژۍ او لرغوني توکي را وپيژندل. همدا ډول د اسلامي پيړيو اړوند ابدات او په ځانگړي توگه د غزنوي پاچاهانو د مهال ودانۍ او ابدات په زياته پيمانه د ايتالوي لرغونپوهانوپه زيار وڅيړل شوه، چي نه يوازي د لرغوني او تاريخي غزني ارزښت يې را څرگند کړ، بلکي د افغانستان د لرغوني تاريخ زيات شمير پټي او نا څرگندي برخي يې څرگندي کړېدي. باميان ولايت د روزگان او اوسني دايکندي شمال ختيځ لوري ته پروت دۍ. د زيات تفصيل پرته ويلای شو چي باميان نه يوازي دا چي د هېواد په لرغوني تاريخ کي ځانگړۍ دريځ لري، بلکي د لرغونو زمانوبودائيانو لپاره يې د يوه سپيڅلي سيمي ارزښت درلود، د دې وينا سپيناوۍ په هغو سترو او زياتو مجسمو کي ليدلای شو چي د باميان ولايت په مرکز او اړوندو ولسوالېو کي د لرغونپوهانو او څيړونکو په زيار پيژندل شوي او څيړل شويدي. په باميان کي د صلصال او شمامې دوې ستري پژۍ نه يوازي دا چي د افغانستان د لرغوني تاريخ او پخواني کلتوري شتمنيو ستره برخه ده بلکي د نړۍ د پخواني تاريخ د څرگند څپرکي په توگه د نړيوال کلتوري ميراث په توگه منل شوي او د څيړونکو او سېلا نيانو د پام وړ گرځېدلي دي. د روزگان شمال لوېديخ لورته د غور ولايت پروت دۍ، نوموړۍ ولايت د خپلو نورو لرغونو اثارو او تاريخي ودانيو تر څنگ د جام څلي په شتون زيات نامتو شويدئ. د جام تاريخي څلئ چي په افغانستان کي د اسلامي پير د زياتو نامتو ودانيو څخه گڼل کيږي، اوس مهال ديو نسکو ادارې له لوري د نړۍ د لرغونو کلتوري ميراثونو په لړ کي شميرل شوئ دئ. د دې تر څنگ د لرغوني شا مشهد، فيروز کوه، باغ ارام، قلعه اهنگران او نوري تاريخي سيمي شته چي د لرغوني او تاريخي غور ځانگړۍ ارزښت يې څه ناڅه را برسيره کړئ دئ. په غور ولايت کي د فرانسوي لرغونپوهانو په څانگړي توگه د پروفيسور فيشر له لوري د تاريخي ودانيو پاتي شوني او اودلرغونو انسانانو د ميشت ټاټوبې په زياته پيمانه سروې شوي او څيړل شويدي، چي د غور ولايت تاريخي ارزښت يې برملا کړئ دئ. هلمند د روزگان ولايت سهيل لويديځ ته پروت هغه تاريخي ولايت دئ چي د يو شمير تاريخ پوهانو او لرغونپوهانو له لوري يې نامتو لرغوني سيمي او تاريخي ټاټوبي څيړل شوئ او پلټل شوئ دئ، چي د بيلگي په توگه په سنگين کي لرغوني هديرې، موسې کلا او څاروان کلا کي د لرغونو ودانيو پاتي شوني په زياته پيمانه لېدل کيږي. د دې تر څنگ د فرانسوي او افغاني لرغونپوهانو او مورخينو له لوري د لښکري بازار په نوم د يوې تاريخي سيمي د څيړلو او پيژندلولپاره وړ هڅي تر سره شويدي. او همداسي د بست کلا او هغې ته څيرمه زياتي تاريخي ودانۍڅيړل شوي اومعرفي شوي دي. دبست کلا نه يوازي داچي په سيمه کي د فکلوري نکلونو او وياړونولپاره يوه ستره شتمني شميرل کيږي بلکي د افغانستان دپيژندلو يوه زرينه بيلگه هم گرځېدلې ده. دکندهار ولايت چي د هېواد په لرغوني تاريخ کي د پنځه زره کلن تاريخ وياړ او لومړۍ باب جوړي د روزگان ولايت سهيل ته پروت دۍ. که د منديگک له لرغوني ټاټوبي تير شو، چي زموږ د هېواد د پنځه زره کلن تاريخ سر ليک گڼل کيږي، په نوموړي ولايت کي زيات شمير نوري سيمي هم شته چي د هېواد په تاريخ کي د څرگندو وياړنو ښکارندويې کوي. د شمشير غار لرغوني سموڅي، د دهموراسي غونډئ (
#د روزگان ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کي په زياته پيمانه لرغوني سيمي او د تاريخي ودانيو پاتي شوني شته، چي که ورته په بيړه پام ونه شي، زموږ دا تاريخي وياړونه او کلتوري شتمنۍ به له لاسه وتلي وي، هغه وخت به يې زيان يوازي د روزگان تاريخ ته نه بلکي د افغانستان لرغوني تاريخ ته رسېدلئ وي. ٢ - که په روزگان ولايت کي د لرغونو سيمو او تاريخي ځايونو د ساتني رسمي او پر له پسې څارنه او پالنه ونه شي، د دې احتمال ډير زيات دۍ چي د قاچاق وړونکو او غير مسلکي سپړنکوله لور به ورته نه جبيره کېدونکي زيانونه ورسيږي. دوهم - د پاملرني په صورت کي گټوري پايلي :
#په روزگان ولايت کي د ميشتو اولسونولپاره د پوهنيزو چارو د پراختيا يوه اغيزمنه لار د هغو لرغونو او تاريخي سيمو په اړه په زړه پوري مالومات وړاندي کول دي چي د هغوئ تر سترگو لاندي را څرگنديږي. ٢ - په روزگان ولايت کي د ليږد او ناليږد موزيمونو د جوړېدوپر بنسټ زده کونکو او عام اولس ته د ليدلو او کتلو پوهنيزه کړکۍ پرانستل کيږي، او ورسره سم د کار زمينه پيدا کيږي. ٣ - د لرغونو او تاريخي اثارو او ابداتو پيژندل او ځلول به په دې ولايت کي د سېلا نيانو د تلو راتلو زمينه برا بره، او په سيمه کي به دلاسي صنايعو، مالداري او زراعتي پيداوار و د راکړي ورکړي گټوره لار پرانستل شي. او په دې ډول نور ښيگڼي شته چي په راتلونکو ليکنو کي به يې يو په يو را يادوم اوپه هېواد کي د کلتوري څانگو لوړ پوړيو چارواکو، د اطلا عاتو او کلتور وزارت او نورو اړوندو ادارو د پام اړولوپه نيت به د ليکنو دا لړۍ پر له پسې ساتم. ==د روزگان په اړه==
۲۵ کرښه:
روزگان
که
(
د سيمود نومونو ايښودل او د زمانې په لمن کي د هغو نومونو بدلېدل د زياتي حېرانتيا خبره نه ده. دا سي چي په سيمه کي د ميشتو وگړو کړه وړه د بدلون په حال کي دي، همداسي د سيمو نومونه هم بدليږي. د سيمو د نومونو اوښتل او بدليدل په هغه هوډ پوري اړه لري چي ميشت اولسونه او اړوندي ادارې يې د هغه نوم د ساتلو او يا بدلولولپاره لري. د وړو کليو، ولسواليو، ولايتونو او حتی هېوادونو نومونه د بيلا بيلو سببونو په وجه اوړي را اوړي. د سيمو او ځايونو د نومونوبدلون او اوښتون يوه داسي پر له پسې لړۍ ده چي سپړل او څيړل يې اسانه کار نه دئ. د دې همدې بدلونونو د څيړلو او پوهولو لپاره د نورو علمي څانگو تر څنگ د تاريخي جغرافيا په نوم يو خپلواک دسپلين شته چي د خپلو ځانگړو اصولو په کارولو سره مينه والو او اړوندو څيړونکو ته د هغو ئ دستونزو او پوښتونو حل وړاندي کوي.
تاريخي جغرافيا پوهان د نورو بنسټيزو دندو تر څنگ د تاريخي سيمو د نومونو او د هغو ټاټوبو د په نښه کولو دنده هم لري، چي د زمانې په بهير کي په بيلا بيلو نومونو پيژندل شويدي. د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون هغه سببونه هم برملا کوي چي د نوم په بدلون کي اغيزمن و پيژندل شي. د تاريخي جغرافيا پوهانو په اند، د سيمو نومونه د بيلا بيلو عواملو پر بنسټ بدلون مومي. چي د هغو په لړ کي تر ټولو زيات سياسي، طبيعي،کلتوري او ژبني سببونه اغيزمن ښودل شويدي.
١ : سياسي سببونه ؛ د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون په اړه د سياسي عامل اغيزه تر ډيره بريده روښانه بريښي، چي ښايې زيات لوستونکي يې دتوضيح پرته ومني. په سيمه کي سياسي پيښي، د اړوندي سيمي سره دنامتو شخصيتونو تړاو، د سيمي سياسي - نظامي ارزښت او نور هغه اغيزمن سببونه دي چي د سيمو د نومونو په بدلون کي غوښنه ونډه لري. د بيلگي په توگه، د بدخشان ولايت يوه ښيرازه ولسوالي د بهارک په نوم ياديږي. چي تاريخي جغرافيا پوهانو په بېلا بيلو نومونو ثبت او ليکلې ده، بهارک د کوشاني پاچاهانو د څلورم ساتراپ (
يوه بله بيلگه د امو سند پر څنډو پرته ينگي کلا (
٢ : طبيعي سببونه : طبيعي پيښي هم د سيمو د نومونو په بدلون کي پوره ونډه لري. هغسي چي د نوم په ايښوولو کي طبيعي سببونه اغيزمن دي، هم هغسي يې د سيمو د نومونو په بدلون کي اغيزه څرگنده ده. د يوې بيلگي په توگه د هلمند ولايت را يادوو، هغه سيند چي د اونئ غره څخه را پيليږي د دايکندي او روزگان ولايتو نو څخه تيريږي او بيا د کندهار يو شمير سيمي خړوبوي، تر هغه ورسته د هلمند ولايت ته رسيږي. هلمند نه يوازي دا چي د هېواد ديوه نامتو سيند په توگه پيژندل شوئ بلکي ديوه تاريخي سيند په توگه په اوستايې متونو کي د هيتومنت او يا هومينت په نوم هم ياد شوېدئ. د هلمند ولايت د نوم ايښوولو ستره انگيزه او هڅونکئ عامل، همدا د هلمند سيند او د هغه سيند د اوبو څخه په زياته پيمانه گټه اخيستنه وه.
د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د داسي نومونو څرک ليدلای شو چي د طبيعي عارضې او پيښي سره تړاو لري، د بيلگي په توگه د مار غونډۍ په نوم د هېواد په زياتو ولايتونو کي سيمي نومول شويدي. په هغو سيمو کي چي د مار په څير د يوې ډبريني غونډۍ څيره تر سترگو شويده، اولسي وگړو همدا د مار غونډئ نوم ورته کارولئ دئ. په لغمان، پروان، بغلان او يوزيات شمير نورو ولا يتونو کي د دا ډول نومونو بيلگي ليدلای شو. د تور غره او سپين غره نومونه هم دهغوئ د طبيعي جوړښت څخه اغيزمن شويدي. د خاص روزگان د ښار شمال لويديځ لورته د گرماو (
٣ : کلتوري او ژبني سببونه ؛ په يوه ټاکلې سيمه کي د ميشتو وگړو اندونه او خيالات د سيمو د نومونو په ايښو ولو او بدلولو کي هغه اغيزمن ټکي دي چي د سياسي او نظامي زور پرته، پخپله د اولس په خوښه منل کيږي. په جوزجان ولايت کي يوه لرغونې غونډئ شته چي د طلا تپې په نوم پيژندل شوېده. د دې سيمي نوم د پخوا راهيسي دهغو فکلوريکو کيسو پر بنسټ ولاړ ؤ، چي د اولس په منځ کي اورېدل کېدې، د سيمو وگړو به ويل چي پخوانيو خلکوپه دې تپه کي طلا پټه کړېده چي اوس د لويو ښامارانو په وسيله ساتل کيږي. دا فکلوريکي کيسې هغه مهال رښتيني شوې چي د لرغونپوهانو په وسيله په ١٣٥٦ _ ١٣٥٧ لمريز کال هغه غونډئ وسپړل شوه او په نتيجه کي يې د اوو (
د ژبني سببونواغيزه د نورو اړونکو او بدلوونکو فکتورونو څخه زياته بريښي. ژبه د ټولني سره يوځای وده کوي او بدلون مومي، اود ژبي د بدلون او اوښتون سره يوځای د سيمو د نومونو بدلون هم را منځ ته کيږي. په دې برخه د څو تاريخي بيلگو يادونه کوو : په اوستايې متونو کي د پخواني کابل وادي سهيل لوري ته پرته ښيرازه سيمه د گندهارا او پلازمينه يې د هيلو په نوم ياده شوېده.، يوناني جغرافيا پوهانو داسيمه د گنداراتي او چينايې زيارت کوونکو نوموړې سيمه د کين تولو په نوم ياده کړېده،او پلازمينه يې هيلو را پيژني. د جلا الدين اکبر دواکمنئ پر مهال په يوه لږ بدلون سره د هيلو نوم په هډه اوهډې ته څيرمه، د نوي جوړ شوي ښار نوم جلا ل اباد کښيښودل شو. اود ټولي سيمي نوم لا پخوا د گندهارا څخه په ننگرهار بدل شوۍ ؤ. همدا ډول د کوبها څخه کابل او د درنگيانا څخه زرنج جوړ شوېدئ. په روزگان ولايت کي يې تر ټوله څرگنده بيلگه د اوستايې مهال هيراويتي ده چي په لږبدلون سره يې د همدې ولايت په دهراوت ولسوالئ کي نوم خوندي دئ.
د روزگان نوم هم د همدې ورستي لا ميل تر اغيزي لاندي اړول شويدئ. په زياتو تاريخي متونو او ليکنو کي د ا نوم (
د دې ټکي يادول هم اړين گڼم چي د ورستيو پيړيو يو شمير ليکوالو او مورخينو په خپلو اثارو کي د (
د روزگان د ليکلو دود په زياته پيمانه د هغو ليکوالو له لوري په اوښتي ډول ليکل کيږي چي د دري ژبي ليکدود سره تړاو لري. د دري ژبووگړو تر منځ په وياندي (
د يادېدو وړده چي د روزگان ولايت نوم د اعلی حکمرانئ له مهاله پاته دي. د اعلی حکمرانئ لومړنئ مرکز اوسنئ خاص روزگان ؤ. په افغانستان کي د ١٣٤٢ لمريز کال اداري ويش له مخي د روزگان اعلی حکمرانئ ته د ولايت نوم ورکړل شو او پر هغه حکمرانئ يې ديو شمير نويو اداري واحدونو د زياتولو او د يوشمير نورو دليري کولو تر څنگ يې تيرين کوټ هم د روزگان ولايت د مرکز په توگه ياد کړ. تر هغي پريکړي يو کال وروسته د ولايت چاري په ترينکوټ کي پيل شوې، او په دې ډول اداري چارواکو د ولايت نوم روزگان او د پخواني اعلی حکمرانئ مرکز يې د خاص روزگان په نوم ومنۍ، چي تر اوسه هم په ادارې چارو کي مراعات او کارول کيږي، په داسي حال کي چي د روزگان د نوم سره د خاص کلمه مښلول او يوخای کول بله موخه نه لري. د خاص کلمه يوازي د ولايت د نوم او د هغه ادارې واحد تر منځ د بيلتون او تفکيک په نيت معمول وگرځول شوه.
د دې لپاره چي د روزگان تاريخي نوم وساتل شي، د ولايت او هېواد په کچه اړوندي ادارې او ليکوالان، بايد په پر له پسې توگه د تاريخي متونو په څير د روزگان نوم په خپل رښتيني بڼه (
== ولسوالۍ ==
|