د "اروزګان ولایت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱۶ کرښه:
 
په روزگان ولايت کي د تاريخي څيړنو او لرغونو پلټنو اړتيا
د روزگان ولايت په مرکز او هره ولسوالۍ کي دتاريخي ودانيو داسي نښانې او بيلگي شته چي هره برخه يې د څيړنو او پلټنو لپاره د ځانگړو پوهنيزو پروژوپه توگه د څيړلو او پلټلو ارزښت لري . له بده مرغه تر اوسه روزگان ولايت ته د تاريخي څيړنو او لرغونوپلټنو له اړخه هيڅ پام نه دئ شوئ . د روزگان ولايت جغرافيايې موقعيت د شک پرته دا څرگندوي چي په تيرو زمانو کي يې د سياسي ، اقتصادي او نظامي پلوه ځانگړۍ دريځ درلودلۍ او ساتلۍ دئ . د دې وينا سپيناوۍ د هغو څيړنو له برکته په خورا څرگنده بڼه کيدلای شي چي د دې ولايت سره د څنگ گاونډيو ولايتونو په بيلا بيلو سيمو کي تر سره شويدي .
ديفتلي پاچاهانو او بيا زابل شاهانو يوستر مرکز اوسنۍ زابل ولايت و، چي د روزگان ولايت سهيل ختيځ ته پروت دئ . د دې ولايت نوم په زيات شمير تاريخي متونو او ليکنو ، په ځانگړي توگه د اسلامي پير ليکوالو په اثارو کي يادشوئ او نامتو شويدئ . په دې ولايت کي د زابليانو او رتبيلانو د مهال زياتي پيښي د تاريخ په پاڼو کي شته چي پر له پسې دوې پيړۍ د اعرابو د پر مختگ مانع گرځیدلئ او د مهاجمينو په وړاندي يې پر له پسې اتلولۍ کړيدي . د قلات ښار او په قلات ښار کي تاريخي غونډئ چي په لومړۍ افغان انگليس جگړه کي د انگريزي لښکرو په وړاندي د وياړ سمبول گرځېدلې وه ، هغه بيلگه ده چي د هېواد په تاريخ کي يې وياړمن نوم گټلئ دئ . د دې تر څنگ د زابل ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کي د لرغونو او تاريخي اثارو شتون د دې ولايت د ارزښتمن رول په اړه د ډاډ وړ بيلگي دي .د روزگان ولايت ختيځ ته د غزني ولايت پروت دۍ چي تاريخي او لرغوني اثار او سيمي يې د بيلا بيلو لرغونپوهانو او څيړنکو له لوري څيړل شوي او پيژندل شويدي . د امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په زيار د ناور دښت وڅيړل شو ، چي په افغانستان کي د لرغونو انسانانو د شتون تر ټولو پخوانۍ او څرگند ټاټوبۍ گڼل کيږي . دلومړي ځل لپاره د فرانسوي لرغونپو هانوډله د مسيو فوشه تر مشرۍ لاندي په غزني ولايت کي د بودايې پير زيات شمير پژۍ او لرغوني توکي را وپيژندل . همدا ډول د اسلامي پيړيو اړوند ابدات او په ځانگړي توگه د غزنوي پاچاهانو د مهال ودانۍ او ابدات په زياته پيمانه د ايتالوي لرغونپوهانوپه زيار وڅيړل شوه ، چي نه يوازي د لرغوني او تاريخي غزني ارزښت يې را څرگند کړ ، بلکي د افغانستان د لرغوني تاريخ زيات شمير پټي او نا څرگندي برخي يې څرگندي کړېدي . باميان ولايت د روزگان او اوسني دايکندي شمال ختيځ لوري ته پروت دۍ . د زيات تفصيل پرته ويلای شو چي باميان نه يوازي دا چي د هېواد په لرغوني تاريخ کي ځانگړۍ دريځ لري ، بلکي د لرغونو زمانوبودائيانو لپاره يې د يوه سپيڅلي سيمي ارزښت درلود ، د دې وينا سپيناوۍ په هغو سترو او زياتو مجسمو کي ليدلای شو چي د باميان ولايت په مرکز او اړوندو ولسوالېو کي د لرغونپوهانو او څيړونکو په زيار پيژندل شوي او څيړل شويدي . په باميان کي د صلصال او شمامې دوې ستري پژۍ نه يوازي دا چي د افغانستان د لرغوني تاريخ او پخواني کلتوري شتمنيو ستره برخه ده بلکي د نړۍ د پخواني تاريخ د څرگند څپرکي په توگه د نړيوال کلتوري ميراث په توگه منل شوي او د څيړونکو او سېلا نيانو د پام وړ گرځېدلي دي . د روزگان شمال لوېديخ لورته د غور ولايت پروت دۍ ، نوموړۍ ولايت د خپلو نورو لرغونو اثارو او تاريخي ودانيو تر څنگ د جام څلي په شتون زيات نامتو شويدئ . د جام تاريخي څلئ چي په افغانستان کي د اسلامي پير د زياتو نامتو ودانيو څخه گڼل کيږي ، اوس مهال ديو نسکو ادارې له لوري د نړۍ د لرغونو کلتوري ميراثونو په لړ کي شميرل شوئ دئ . د دې تر څنگ د لرغوني شا مشهد ، فيروز کوه ، باغ ارام ، قلعه اهنگران او نوري تاريخي سيمي شته چي د لرغوني او تاريخي غور ځانگړۍ ارزښت يې څه ناڅه را برسيره کړئ دئ . په غور ولايت کي د فرانسوي لرغونپوهانو په څانگړي توگه د پروفيسور فيشر له لوري د تاريخي ودانيو پاتي شوني او اودلرغونو انسانانو د ميشت ټاټوبې په زياته پيمانه سروې شوي او څيړل شويدي ، چي د غور ولايت تاريخي ارزښت يې برملا کړئ دئ . هلمند د روزگان ولايت سهيل لويديځ ته پروت هغه تاريخي ولايت دئ چي د يو شمير تاريخ پوهانو او لرغونپوهانو له لوري يې نامتو لرغوني سيمي او تاريخي ټاټوبي څيړل شوئ او پلټل شوئ دئ ، چي د بيلگي په توگه په سنگين کي لرغوني هديرې ، موسې کلا او څاروان کلا کي د لرغونو ودانيو پاتي شوني په زياته پيمانه لېدل کيږي . د دې تر څنگ د فرانسوي او افغاني لرغونپوهانو او مورخينو له لوري د لښکري بازار په نوم د يوې تاريخي سيمي د څيړلو او پيژندلولپاره وړ هڅي تر سره شويدي . او همداسي د بست کلا او هغې ته څيرمه زياتي تاريخي ودانۍڅيړل شوي اومعرفي شوي دي . دبست کلا نه يوازي داچي په سيمه کي د فکلوري نکلونو او وياړونولپاره يوه ستره شتمني شميرل کيږي بلکي د افغانستان دپيژندلو يوه زرينه بيلگه هم گرځېدلې ده . دکندهار ولايت چي د هېواد په لرغوني تاريخ کي د پنځه زره کلن تاريخ وياړ او لومړۍ باب جوړي د روزگان ولايت سهيل ته پروت دۍ . که د منديگک له لرغوني ټاټوبي تير شو ، چي زموږ د هېواد د پنځه زره کلن تاريخ سر ليک گڼل کيږي ، په نوموړي ولايت کي زيات شمير نوري سيمي هم شته چي د هېواد په تاريخ کي د څرگندو وياړنو ښکارندويې کوي . د شمشير غار لرغوني سموڅي ، د دهموراسي غونډئ ( احتمالا ديميترويوس غونډئ ) چي د لرغونو پيرونو څرگندي بيلگي دي ، د دې تر څنگ د نارنج باغ تاريخي ماڼۍ ، د تاريخي کندهار زوړ ښار ، د حضرت محمد مصطفی ( ص ) مبارکه خرقه ، د ميروېس نيکه او د احمد شا بابا زيارتونه او نور ي بيلگي يادولای شو چي په بيلا بيلو مهالونو کي د لرغونپوهانو او تاريخ پوهانو له لوري تر څيړنو او پلټونو لاندي نيول شويدي . رښتني خبره دا ده چي د يادشويو نامتو لرغونو او تاريخي سيمو په منځ کي پروت د روزگان ولايت به خامخا د زياتو تاريخي او لرغونو اثارو خاوند وي . د دې رښتينوالي سپيناوئ يوازي د هغه گاونډيو ولايتونو د لرغونو سيمو او تاريخي ابداتو د شتون له خيالي تړاو سره نه دۍ ملگرئ ، بلکي په بشپړ ډاډ ويلای شو چي د روزگان ولايت په هر ولسوالي کي د تاريخي ودانيو په لسگونوداسي پاتي شوني شته چي سيمي ته په رسېدلو سره د هر ليدونکي پام ځان ته اړوي . خو له بده مرغه تر اوسه نه د بهرنيو او نه هم د کورنيو اوس مهاله ( معاصر ) څيړونکو له لوري ورته پام شويدئ . د اوس مهاله پوهانو له شميره يوازي مرحوم علامه حبيبي په خپلو تاريخي سفرونو کي د روزگان د لرغونو ډبرليکونو څيړنه کړې اوهم د روزگان په اړه د يو شمير تاريخي پيښو ياد کړئ دئ ، چي خپل ځانگړئ ارزښت يې تر اوسه ساتلئ دئ . په داسي حال کي چي په پخوانيو تاريخي متونو او ليکونو کي د روزگان اوسني ولايت پوري تړلي بيلا بيلو سيمي د نامتو مورخينو ، گرځندويانو ( سياحين ) او جغرا فيا پوهانو له لوري په يوه يا بل ډول ياد شوئ او په اړه يې پوره او يا څه ناڅه مالومات ثبت او ليکلي دي .د بيلگي په توگه ، طبقات ناصري ( ليکوال : جوز جاني ) تاريخ سيستان ( ليکوال : نا څرگند ) حدود العالم ... ( ليکوال : ناڅرگند ) پټه خزانه ( ليکوال : محمد هوتک ) گرشاسپ ( ليکوال : حکيم طوسي ) منتخبات قانون ( ليکوال : مسعودي ) او همدا ډول په راوروسته پيړيو کي د تاج التواريخ ( ليکوال : عبدالرحمن خان ) سراج التواريخ ( ليکوال : فيضمحمد کاتب او بيا علامه حبيبي يادولای شو . د دې ليکني موخه دا ده چي په روزگان ولايت کي د تاريخي څيړنو او لرغونو پلټنو چارو، پيل ته پام واړول شي . که دا ډول څيړنو او پلټنو ته سر له اوسه پام وشي هغه د افغانانو متل دئ چي وايې ( ماهئ چي هروخت له اوبو ونيسې تازه دۍ ) دا به نيک پيل وي . اوس غواړم په لنډه توگه هغو زيانونوته د لوستونکو پام واړوم چي د پاملرني د نشته والي له امله شوني دي ، او هم هغه گټوري پايلي يادي کړم چي د اړيني پاملرني له امله به يې ولرو . لومړۍ - د نه پاملرني له امله دزيان اوښتلو شونتيا
#د روزگان ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کي په زياته پيمانه لرغوني سيمي او د تاريخي ودانيو پاتي شوني شته ، چي که ورته په بيړه پام ونه شي ، زموږ دا تاريخي وياړونه او کلتوري شتمنۍ به له لاسه وتلي وي ، هغه وخت به يې زيان يوازي د روزگان تاريخ ته نه بلکي د افغانستان لرغوني تاريخ ته رسېدلئ وي . ٢ - که په روزگان ولايت کي د لرغونو سيمو او تاريخي ځايونو د ساتني رسمي او پر له پسې څارنه او پالنه ونه شي ، د دې احتمال ډير زيات دۍ چي د قاچاق وړونکو او غير مسلکي سپړنکوله لور به ورته نه جبيره کېدونکي زيانونه ورسيږي . دوهم - د پاملرني په صورت کي گټوري پايلي :
#په روزگان ولايت کي د ميشتو اولسونولپاره د پوهنيزو چارو د پراختيا يوه اغيزمنه لار د هغو لرغونو او تاريخي سيمو په اړه په زړه پوري مالومات وړاندي کول دي چي د هغوئ تر سترگو لاندي را څرگنديږي . ٢ - په روزگان ولايت کي د ليږد او ناليږد موزيمونو د جوړېدوپر بنسټ زده کونکو او عام اولس ته د ليدلو او کتلو پوهنيزه کړکۍ پرانستل کيږي ، او ورسره سم د کار زمينه پيدا کيږي . ٣ - د لرغونو او تاريخي اثارو او ابداتو پيژندل او ځلول به په دې ولايت کي د سېلا نيانو د تلو راتلو زمينه برا بره ، او په سيمه کي به دلاسي صنايعو، مالداري او زراعتي پيداوار و د راکړي ورکړي گټوره لار پرانستل شي . او په دې ډول نور ښيگڼي شته چي په راتلونکو ليکنو کي به يې يو په يو را يادوم اوپه هېواد کي د کلتوري څانگو لوړ پوړيو چارواکو ، د اطلا عاتو او کلتور وزارت او نورو اړوندو ادارو د پام اړولوپه نيت به د ليکنو دا لړۍ پر له پسې ساتم . ==د روزگان په اړه==
 
ليکوال : پوهنوال رسول باوري
۲۷ کرښه:
( اوروزگان يا ارزگان او يا بل ډول )
 
د سيمود نومونو ايښودل او د زمانې په لمن کي د هغو نومونو بدلېدل د زياتي حېرانتيا خبره نه ده . دا سي چي په سيمه کي د ميشتو وگړو کړه وړه د بدلون په حال کي دي ، همداسي د سيمو نومونه هم بدليږي . د سيمو د نومونو اوښتل او بدليدل په هغه هوډ پوري اړه لري چي ميشت اولسونه او اړوندي ادارې يې د هغه نوم د ساتلو او يا بدلولولپاره لري . د وړو کليو ، ولسواليو ، ولايتونو او حتی هېوادونو نومونه د بيلا بيلو سببونو په وجه اوړي را اوړي . د سيمو او ځايونو د نومونوبدلون او اوښتون يوه داسي پر له پسې لړۍ ده چي سپړل او څيړل يې اسانه کار نه دئ . د دې همدې بدلونونو د څيړلو او پوهولو لپاره د نورو علمي څانگو تر څنگ د تاريخي جغرافيا په نوم يو خپلواک دسپلين شته چي د خپلو ځانگړو اصولو په کارولو سره مينه والو او اړوندو څيړونکو ته د هغو ئ دستونزو او پوښتونو حل وړاندي کوي .
تاريخي جغرافيا پوهان د نورو بنسټيزو دندو تر څنگ د تاريخي سيمو د نومونو او د هغو ټاټوبو د په نښه کولو دنده هم لري ، چي د زمانې په بهير کي په بيلا بيلو نومونو پيژندل شويدي . د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون هغه سببونه هم برملا کوي چي د نوم په بدلون کي اغيزمن و پيژندل شي . د تاريخي جغرافيا پوهانو په اند ، د سيمو نومونه د بيلا بيلو عواملو پر بنسټ بدلون مومي . چي د هغو په لړ کي تر ټولو زيات سياسي ، طبيعي،کلتوري او ژبني سببونه اغيزمن ښودل شويدي .
١ : سياسي سببونه ؛ د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون په اړه د سياسي عامل اغيزه تر ډيره بريده روښانه بريښي ، چي ښايې زيات لوستونکي يې دتوضيح پرته ومني . په سيمه کي سياسي پيښي ، د اړوندي سيمي سره دنامتو شخصيتونو تړاو، د سيمي سياسي - نظامي ارزښت او نور هغه اغيزمن سببونه دي چي د سيمو د نومونو په بدلون کي غوښنه ونډه لري . د بيلگي په توگه ، د بدخشان ولايت يوه ښيرازه ولسوالي د بهارک په نوم ياديږي . چي تاريخي جغرافيا پوهانو په بېلا بيلو نومونو ثبت او ليکلې ده ، بهارک د کوشاني پاچاهانو د څلورم ساتراپ ( ولايت ) يوه ستراتيژيکه سيمه وه او هغه وخت د لانشي ( Laanshi ) په نوم ثبت او ليکل شوېده . کله چي پر لانشي د عربي لښکرو واکمني پيل شوه نو د دې سيمي نوم يې بهارستان ( Bahaaristan ) کښيښودئ ، او دا نوم تر هغه مهاله وساتل شو چي چنگيزيانو تر زياتو جگړو وروسته نوموړې سيمه تر خپلي ولکې لاندي راوستل ، او د چنگيزي واکمنئ سره يې يوځا نوم د بهارستان څخه په بهارک ( Bahaarak ) واړول شو ، چي تر اوسه هم په همدې نوم ياديږي . ( عبدا لرحمن سديد
يوه بله بيلگه د امو سند پر څنډو پرته ينگي کلا ( ينگي قلعه ) ده ، چي پخوا نئ نوم نومي ( Numi ) وو ، وروسته د احنف کلا په نوم ياده شوه او اوس يې اداري او منلئ نوم ينگي ده ، او په روزگان ولايت کي هم دا ډول بيلگي زياتي دي . د روزگان ولايت مرکز ترينکوټ ښار لويديځ ته نږدې د داکتر مانده په نوم يو مانده او اړوندکلۍ شته چي د هغي سيمي د يوه نامتو شخصيت د نوم سره تړاو لري (* داکتر شهسوارخان په سيمه کي نامتو داکتر ؤ چي په غالب گمان د ١٣٤٠ مي لسيزي په دوهمه نيمايې کي وفات شو ) د روزگان ولايت اړوند د چهار چينو ولسوالي هم يوه بله څرگنده بيلگه ده ، د لومړي ځل لپاره دا ولسوالي د پرانستلو سره سم د شهيد حساس په نوم ونومول شوه ( مرحوم عبدالحليم حساس د دهراوت ولسوالۍ د ملا احمد لېسې فارغ او د هغې لېسې ښونکۍ ؤ چي په ١٣٥٧ لمريز کال يې د ژوند ډيوه مړه شوه ) ، د سياسي اوښتون وروسته بيا د چهار چينو په نوم ياده شوه ، او اوس مهال د خبري اژانسونو له خوا کله د شهيد حساس او کله د چهار چينو په نوم ياديږي .
٢ : طبيعي سببونه : طبيعي پيښي هم د سيمو د نومونو په بدلون کي پوره ونډه لري . هغسي چي د نوم په ايښوولو کي طبيعي سببونه اغيزمن دي ، هم هغسي يې د سيمو د نومونو په بدلون کي اغيزه څرگنده ده . د يوې بيلگي په توگه د هلمند ولايت را يادوو ، هغه سيند چي د اونئ غره څخه را پيليږي د دايکندي او روزگان ولايتو نو څخه تيريږي او بيا د کندهار يو شمير سيمي خړوبوي ، تر هغه ورسته د هلمند ولايت ته رسيږي . هلمند نه يوازي دا چي د هېواد ديوه نامتو سيند په توگه پيژندل شوئ بلکي ديوه تاريخي سيند په توگه په اوستايې متونو کي د هيتومنت او يا هومينت په نوم هم ياد شوېدئ . د هلمند ولايت د نوم ايښوولو ستره انگيزه او هڅونکئ عامل ، همدا د هلمند سيند او د هغه سيند د اوبو څخه په زياته پيمانه گټه اخيستنه وه .
د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د داسي نومونو څرک ليدلای شو چي د طبيعي عارضې او پيښي سره تړاو لري ، د بيلگي په توگه د مار غونډۍ په نوم د هېواد په زياتو ولايتونو کي سيمي نومول شويدي . په هغو سيمو کي چي د مار په څير د يوې ډبريني غونډۍ څيره تر سترگو شويده، اولسي وگړو همدا د مار غونډئ نوم ورته کارولئ دئ . په لغمان ، پروان ، بغلان او يوزيات شمير نورو ولا يتونو کي د دا ډول نومونو بيلگي ليدلای شو . د تور غره او سپين غره نومونه هم دهغوئ د طبيعي جوړښت څخه اغيزمن شويدي . د خاص روزگان د ښار شمال لويديځ لورته د گرماو ( گرم اب ) د سيمي نوم د هغه تودې چيني د شتون سره تړاو لري ، چي په هغه سيمه کي د عام او خاص د گټي وړ ده . په ترين کوټ کي د ښارد شمال ختيځ لوري څخه را غزېدلې مانده هم د هغو تودو اوبو په وجه د گرماو مانده په نوم ياديږي ، چي د ترين کوټ ښار څخه څه ناڅه ديرش کيلومتره بر سر د تودو اوبو دچينې تر څنگ راتيريږي . د دهراوت په زرتاله نومي دښت کي د راشکي غونډئ هم د دې ډول نوم ايښودلو بيلگه ده . ( راشکه غونډئ د زرتالې دښت په منځنۍ برخه کي پرته ده چي د غنمو او يا نورو غلودانو د راشې سره ورته څيره لري ، په دهراوت کي د ميشت اولس تر منځ دا سي فکلوريکي کيسې شته چي وايې دا غونډئ او هغې غونډئ ته څيرمه د کورت کاڼو ( قوروت ) سيمه چي قروتو ته ورته دزياتو وړو ډبرو اوکاڼوڅخه ډکه ده ټوله د هغه کارون ( قارون ) مال او ثروت ؤ چي د الله ( ج ) د قهر سره مخ شو ، ټوله طلا او زيورات يې د قروتو په څير ډبرين کاڼي شول او د غنمو راشه يې په شگلنه غونډۍ واوښتل ،چي عام اولس يې د تصغير کاف سره يوځای ( راشکه ) بولي ) او په دې ډول نوري بيلگي .
٣ : کلتوري او ژبني سببونه ؛ په يوه ټاکلې سيمه کي د ميشتو وگړو اندونه او خيالات د سيمو د نومونو په ايښو ولو او بدلولو کي هغه اغيزمن ټکي دي چي د سياسي او نظامي زور پرته ، پخپله د اولس په خوښه منل کيږي . په جوزجان ولايت کي يوه لرغونې غونډئ شته چي د طلا تپې په نوم پيژندل شوېده . د دې سيمي نوم د پخوا راهيسي دهغو فکلوريکو کيسو پر بنسټ ولاړ ؤ ، چي د اولس په منځ کي اورېدل کېدې ، د سيمو وگړو به ويل چي پخوانيو خلکوپه دې تپه کي طلا پټه کړېده چي اوس د لويو ښامارانو په وسيله ساتل کيږي . دا فکلوريکي کيسې هغه مهال رښتيني شوې چي د لرغونپوهانو په وسيله په ١٣٥٦ _ ١٣٥٧ لمريز کال هغه غونډئ وسپړل شوه او په نتيجه کي يې د اوو ( ٧ ) قبرونو څخه تر يويشتو زرو زيات طلايې اثار را بر سيره کړل . له نيکه مرغه دا اثار اوس دافغانستان ملي موزيم لپاره ستره لرغونې شتمني گڼل کيږي . امو سيند ته څيرمه په تاجکستان کي د اجينه تپې په نوم يوه لرغونې تپه شته چي د سيمي وگړي يې د پيرانيانو ښار گڼي ، او د روزگان ولايت په مرگز تيرنکوټ کي هم دا ډول سيمي شته چي د کلتوري او عقيدتي اغيزو لاندي يې نومونه ايښودل شويدي ، چي کافر کلا د هغو ډيرو بيلگو څخه يوه ده . کافرکلادلرغونو زمانو هغه يادگار دئ چي د ترينکوټ ښار ختيځ لورته څلويښت کيلومتره ليري د مرابات ( مهر اباد ) ښيرازي سيمي څنگ ته واقع ده . د دې لرغوني ودانۍپاتي شونې او نښانې لا اوس هم تر سترگو کيږي . کافر کلا يوه پخوانۍ ډبرينه ودانۍ ده چي پلنو او ډبلو ديوالونو يې د سيمي ميشت وگړي په دې باوري کړيدي چي دا لويه ډبرينه کلا د پخوانيو کافرانو په لاس جوړه شوېده ، ځکه يې د کافر کلا نوم ورکړېدئ .
د ژبني سببونواغيزه د نورو اړونکو او بدلوونکو فکتورونو څخه زياته بريښي . ژبه د ټولني سره يوځای وده کوي او بدلون مومي ، اود ژبي د بدلون او اوښتون سره يوځای د سيمو د نومونو بدلون هم را منځ ته کيږي . په دې برخه د څو تاريخي بيلگو يادونه کوو : په اوستايې متونو کي د پخواني کابل وادي سهيل لوري ته پرته ښيرازه سيمه د گندهارا او پلازمينه يې د هيلو په نوم ياده شوېده . ، يوناني جغرافيا پوهانو داسيمه د گنداراتي او چينايې زيارت کوونکو نوموړې سيمه د کين تولو په نوم ياده کړېده ،او پلازمينه يې هيلو را پيژني . د جلا الدين اکبر دواکمنئ پر مهال په يوه لږ بدلون سره د هيلو نوم په هډه اوهډې ته څيرمه ، د نوي جوړ شوي ښار نوم جلا ل اباد کښيښودل شو . اود ټولي سيمي نوم لا پخوا د گندهارا څخه په ننگرهار بدل شوۍ ؤ . همدا ډول د کوبها څخه کابل او د درنگيانا څخه زرنج جوړ شوېدئ . په روزگان ولايت کي يې تر ټوله څرگنده بيلگه د اوستايې مهال هيراويتي ده چي په لږبدلون سره يې د همدې ولايت په دهراوت ولسوالئ کي نوم خوندي دئ .
د روزگان نوم هم د همدې ورستي لا ميل تر اغيزي لاندي اړول شويدئ . په زياتو تاريخي متونو او ليکنو کي د ا نوم ( روزگان ) ليکل شوېدئ ، د بيلگي په توگه عربي نامتو جغرافيا پوه او مورخ بلاذري د اسلامي ځواکونو د فتوحاتو په لړ کي د بغنين ، زمين داور او ( روزگان ) نومونه ياد کړيدي ، په حدودالعالم من المشرق اللمغرب کي هم ( روزگان ) ليکل شوې دئ . د طبقات ناصري ليکوال قاضي منهاج سراج جوزجاني هم د پيښو په تړاو د يو شمير سيمو د نومونو تر څنگ د ( روزگان ) نوم ليکلئ دئ ، نوموړئ د سيمو د ويش او اقطاعو د څرگندولو په برخه کي ليکي (( د سلطان غياث الدين د ژوند پر مهال وجير ، گرمسير ، درمشان ، روزگان او غزنئ د علا والدين محمد بن علی په اقطاع کي ؤ )) . دا د هغو تاريخي متونو يو څو بيلگي دي چي د روزگان د نوم ليکلو په اړه يادشول . دياد شوو تاريخي متونو په ډاډ، دا په ډاگه کيږي چي د دې جغرافيايې موقعيت د ښودلولپاره همدا يو رسم الخط ( روزگان ) کارول شوېدئ .
د دې ټکي يادول هم اړين گڼم چي د ورستيو پيړيو يو شمير ليکوالو او مورخينو په خپلو اثارو کي د ( روزگان ) د ليکلو پر ځای (( اؤرزگان )) يا (( ارزگان ))ليکلئ دئ ، د بيلگي په توگه د تاج التواريخ ليکوال اعليحضرت عبدالرحمن خان (( اؤرزگان ))ليکلۍ (تاج التواريخ : ٢٣٢ مخ )، او د سراج التواريخ مولف فيض محمد کاتب دا نوم د ( ارزگان ) په څير ليکلئ دئ . د بيلگي په توگه هغه مهال چي فيض محمد کاتب د هزاره جاتو د بغاوت پاې ته رسولو په تړاو د سيمي نومونه يادوي داسي ليکي : ( د کندهار حکمران د گيزاب گدامدار غلام حسېن خان ته د دولتي خزانې څخه شپږ زره کابلئ روپئ د غوړو ، غنمو ، وربيشو او پسونو د پيرودلو لپاره ولېږل . ... وروسته بيا ځپونکي ځواکونه د فولادي لاري څخه زاولي او له هغه ځايه ( ارزگان ) ته ورسيدل .. . ) ( سراج التواريخ : ٧١٦ مخ ) . داعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ پر مهال دجوړي شوي لويې جرگې د بشپړ راپور په چاپ شوې خپرونه کي د لويې جرگې د ټولو گډونوالو نومونه ليکل شويدي ، او په دې لړ کي د روزگان د استازو نومونه هم شته ، چي د روزگان او شا او خوا سيمو څخه نوموړي لويې جرگې ته داستازو ، مخورينو او قومي مشرانو په نوم راغلي وه . د دې استازو د نومونو تر څنگ د د سيمي نوم هم ليکل شوېدئ ، په دې خپاره شوي اثر کي هم د روزگان نوم په ( ارزگان ) ليکل شوی دئ . د بيلگي په توگه وکيل عبدالغفور خان کاکړ ، دلاور خان ، محمد شريف خان مهاجر ، حاجي محمد عمر خان ، بلاد خان ، حاجي خدايداد خان ، عبدالرحيم خان ، غلام محمد خان ، داد محمد خان خروټئ ، شهزاده خان ، عبدالغني خان اڅکزئ د ( ارزگا ن ) څخه . د ياديدو ده چي يادشوي ښاغلي يوازي د روزگان د اداري واحد استازي وه . ( دا نومونه د راپور په بيلا بيلو پاڼو کي د ٤٣٥ پاڼي څخه تر ٤٤٣ پاڼي پوري ثبت دي : رويدادهای لويه جرگه ١٣٠٣ در پغمان ) د روزگان د نوم ليکلو تيروتني ته په پام سره علامه عبدالحئ حبيبي هم په خپل ( جغرافيايې تاريخي افغانستان ) نومي اثر کي په مکرره توگه ليکلي چي دانوم په تاريخي متونو کي روزگان راغلي خو ميرزائېان يې دارزگان يا اورزگان په ډول ليکي ( جغرافيايې تاريخي افغانستان : ١٣٦ مخ ) .
د روزگان د ليکلو دود په زياته پيمانه د هغو ليکوالو له لوري په اوښتي ډول ليکل کيږي چي د دري ژبي ليکدود سره تړاو لري . د دري ژبووگړو تر منځ په وياندي ( شفاهي ) ادب کي عادي او معمول ده چي يو شمير نومونو او يا کلموته د الف توري زياتوي اود خپلي مفاهمې لړۍ جاري ساتي او د انديښنې پرته د خپل پام وړ کلمه يا نوم د ويلو وړ گرځوي ، د بيلگي په توگه يوشمير هغه نومونه او کلمې چي د ( س ) په توري پيليږي ، د هغوسره د الف په زياتولو نوم ته بله څيره او نوئ املايې او ليکنيز ډول ورکوي ، چي په پښتوژبه کي د ( ستر ) کلمه په ( استر ) او د ( سپين ) کلمه په ( اسپين ) يې څرگندي بيلگي دي . د روزگان د نوم بدلون په ( اروزگان ) هم همداسي يو اوښتون دئ ، چي دري ژبو ليکوالو هغه شان چي اوريدلي يې دي او يا يې ويلي دي ، د نوم اصل او منشا ته يې د پام کولو پرته ، په (( ارزگا ن )) يا (( اوروزگان )) ليکلئ او معمول کړيدئ .
د يادېدو وړده چي د روزگان ولايت نوم د اعلی حکمرانئ له مهاله پاته دي . د اعلی حکمرانئ لومړنئ مرکز اوسنئ خاص روزگان ؤ . په افغانستان کي د ١٣٤٢ لمريز کال اداري ويش له مخي د روزگان اعلی حکمرانئ ته د ولايت نوم ورکړل شو او پر هغه حکمرانئ يې ديو شمير نويو اداري واحدونو د زياتولو او د يوشمير نورو دليري کولو تر څنگ يې تيرين کوټ هم د روزگان ولايت د مرکز په توگه ياد کړ . تر هغي پريکړي يو کال وروسته د ولايت چاري په ترينکوټ کي پيل شوې ، او په دې ډول اداري چارواکو د ولايت نوم روزگان او د پخواني اعلی حکمرانئ مرکز يې د خاص روزگان په نوم ومنۍ ، چي تر اوسه هم په ادارې چارو کي مراعات او کارول کيږي ، په داسي حال کي چي د روزگان د نوم سره د خاص کلمه مښلول او يوخای کول بله موخه نه لري . د خاص کلمه يوازي د ولايت د نوم او د هغه ادارې واحد تر منځ د بيلتون او تفکيک په نيت معمول وگرځول شوه .
 
د دې لپاره چي د روزگان تاريخي نوم وساتل شي ، د ولايت او هېواد په کچه اړوندي ادارې او ليکوالان ، بايد په پر له پسې توگه د تاريخي متونو په څير د روزگان نوم په خپل رښتيني بڼه ( روزگان ) وليکي ، ويې لولي او وه يې وايې . او هم د دې نوم تاريخي بڼي ساتلو ته هوډمن پاته شي .
 
د دې لپاره چي د روزگان تاريخي نوم وساتل شي ، د ولايت او هېواد په کچه اړوندي ادارې او ليکوالان ، بايد په پر له پسې توگه د تاريخي متونو په څير د روزگان نوم په خپل رښتيني بڼه ( روزگان ) وليکي ، ويې لولي او وه يې وايې . او هم د دې نوم تاريخي بڼي ساتلو ته هوډمن پاته شي .
== ولسوالۍ ==
* [[چوره ولسوالۍ]]