د "رغاونه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''رغاونه يا ودانول''' (انګرېزي : ''Construction'' ) د ودانيو د جوړولو هغې پروسې ته وايي چې بشپړه ټوليزه ـ رغاونه له ځان سره لري. دغه چاره د جوړېدو د چارې سره په توپیر کې ده. په انګرېزۍ کې Construction ودانولو يا رغاونې ته وايي، خو Manufacturing بیا د کور جوړونې د توکيو وسايلو د جوړونې پروسې ته چې جوړونه ورته ویلای شو؛ وايي. ژور توپیر یې په دې کې دی چې (جوړونه) د تولید (رامنځته شوی) آریزه چاره ده چې پرته د کوم بولګر له خوا يې د ډول غوښتنه شوې وي؛ په خپل عمومي پړاو جوړېږي. همدارنګه رغاونه يا ودانول بیا په آریزه توګه د يو ګاک له خوا د ځای پر ټاکلو باندې کار پیلېږي. په پرمختللیو هېوادونو کې د صنعت په بڼه رغاونه له شپږو تر نهو سلنه د [[د کورنيو توليداتو ټوليز ارزښت|کورنيو تولیداتو ارزښت]] جوړوي.رغاونه د پلان لمخې ، د ډؤل او پانګې سره پيلېږي او تر هاغه دا لړۍ روانه وي چې تر څو يوه پروژه د کار اخيستنې لپاره چمتو کېږي .
غټې رغاونې د انسانانو د زيارکښيو د دندو د ګڼشمېر اړخونو سره ترسره شوي وي . يو د پروژې سمبالګر په نورماله توګه خپل کار سمبالوي او د رغاونې سمبالګر (منېجر) ، د ډؤل انجنير ، ودانيو انجنير يا د پروژې مهندس انجنیر د يوې رغاونې د پروژې تګلارې په ګډه سره پرمخ وړي. چې پروژه په بريالیتوب سره بشپړه شي نو د ښه اغېزلرونکي پلان ته اړتيا لیدل کېږي . هاغه چې د بڼې د ټولیزې رغاؤنې په بشپړېدو کې په سر کې د پوښتنو له لارې اخته وي باید چې د زون اړتياوې په پام کې ولري ، په کار باندې د چاپېريال اغېزې يې ، د ښه مهالوېش ، بوديجې ، د رغاونې د ځای د امن ، د لیدوړ ځای او د ودانۍ د جوړونې د توکيو د لېږد رالېږد وړتياوې ، نورې لوژستيکي لاسبروالی او د خلکو لپاره د رغاونې د پروسې د ځنډ له کبله ستونزې او داسې نور په پام کې ونیول شي.
 
 
==آرپوهنه ==