د "افضل خان ختک" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
و clean up, replaced: ← (6) using AWB |
||
۱ کرښه:
'''افضل خان خټک''' د اشرف خان هجري زوې او دستر [[خوشحال خان خټک]] بابا لمسی وو . په ۱۰۷۴ هجری شاوخوا په اکوړي کښې پیدا شوی وو . دده تعلیم او تربیت په ډېر اعلی پیمانه شوی وو خو دبد قسمتۍ خبره دا وه چې دده دپېدایښت په اوان دده نیکه په هند کښې قید وو.
او چې د۱۷ کالو زلمی شوو نو پلار یی په کال ۱۰۹۲ هجری کی دخپل ورور بهرام خان په سازش بېجاپور ته په زنځیرونو کښې تړلی اورسولی شو . په هر صورت دده زیات تربیت دده نیکه خوشحال خان خټک کړی دی . دافضل خان خټک چی شوڼډه شنه کیده و توره او قلم یی راواخستل ځکه چې دا ددوی خاندانی میراث وو .
په کال ۱۰۹۱ هجری کی یی داوولس کالو په عمر دخپل نیکه سره د ډوډی قلعه فتح کړه . دنیکه دمرک او دپلار دقید په ورځو کی یی خپله قبیله راغوڼډه کړه او ډېرې اوږدی مودې پوری یی دخپلی قبیلې سردار پاتی شو
افضل خان خټک ډېر د اوچتې پایی ادیب ،مورخ ، شاعر او مفسر وو . دهغه په کتابونو کښې ، تاریخ موصع ، علم خانه ، انش چې
|