د "اعظم گل" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و clean up, replaced: ← (73), ← (5), ← (2) using AWB
۱ کرښه:
{{ويکيسازنه}}
'''مولوي اعظم گل''' چې اصلي او کورنی نوم یې ( محمد عظيم ) و، په ۱۳۲۴ هجري لمریز کال کې [[د پکتيا ولايت]] د[[زرمت ولسوالۍ]] د مموزو د سيمې د ملکانو په کلي کې د سيمې د يوه مخور [[محمد شریف]] په کور کې دنيا ته سترگې وغړولې . د دوی کورنۍ له ځایه له علم او دیندارۍ سره تړاو لرونکې کورنۍ وه . له همدې لامله مولوي اعظم گل په ډېر لږ عمر کې د خپل پلار لخوا د بل مشر ورور مولوي محمد رفیق غوندې دیني زده کړو ته وقف شو.
== زده کړې ==
نوموړي د ماشومتوب په پېر کې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي له ملا امام ( دسیمې مشهور عالم ملا تاج محمد ) څخه پیل کړې . له هغه وروسته یې داتلس کلنۍ تر دوران پورې په[[زرمت ولسوالۍ]] کې له پېژندل شویو علماء کرامو لکه ( دکډوس خلیفه صاحبجان ، د باتور ملا مولوي سیدعمر ، د شاه کاریز ملا مولوي محمد ایوب خان ، او د مقرب خېلو اخندزاده بهاءالحق اخندزاده ) او ځینونورو علماؤ څخه درسونه وویل ، چې له دې وروسته په ۱۳۴۲ هجري لمریز کال کې له خپلو نورو یوشمېر ملگرو طالب العلمانو سره د[[غزني]] په [[اندړ ولسوالۍ]] کې د [[جواد کلا (غزني)|جواد کلا]] د حضراتو مدرسې ( [[نورالمدارس ]] فاروقیې ) ته ولاړ .د پاتې زده کړو د ترسره کولو لپاره هلته دېره شو.
مولوي اعظم گل په نورالمدارس کې شپږ کاله پرلپسې زده کړې وکړې ، او ۱۳۴۸ ه لمریز کال و چې له همدې مدرسې څخه فارغ او د فضیلت پگړۍ یې په سر کړه .
== سياسي مخینه ==
د[[نور المدارس]] مدرسه چې هغه مهال د[[افغانستان]] په کچه يوه تر ټولو مالومداره او منظمه دیني مدرسه وه، د خپلو ټولو زده کوونکو غوندې یې د مولوي اعظم گل ژوند او فکر ته هم اساسي لوری وټاکه . په دې موده کې چې په [[افغانستان]] کې د شهید [[سردار محمد داود خان]] لخوا گوندونو ته ازادي ورکړل شوه ، له موقع څخه په استفادې د هیواد یوشمېر متدینو او ویښو علماؤ کرامو د ضیاءالمشائخ [[محمد ابراهیم جان مجددي]] ترمشرۍ لاندې د[[خدام الفرقان]] په نامه تنظیم جوړ کړ، چې مولوي اعظم گل یې هم له فعاله غړو څخه و .
د [[فلعه جواد]] له حضرتانو سره د فکري ، روحاني او سیاسي نه شلیدونکي تړاو د پاللو سره سره مولوي اعظم گل له فراغت وروسته خپلې سیمې ته راستون شو او د[[زرمت ولسوالۍ ]] په هستوگن کلي کې یې درسځای جوړ کړ چې گڼ شمېر دینی زده کونکو ورسره زدکړه کوله. په همدې تدریسي بوختيا سربیره نوموړي د هیواد له سیاسي اوضاع څخه هم ناخبره نه و. نوموړي په پرلپسې توگه د[[خدام الفرقان]] له تنظیم سره په جریان کې و او په زرمت کې یې د[[خدام الفرقان]] له مشهورو غړو لکه شهید مولوي [[نصرالله منصور]] ، مولوي [[رحيم الله زرمتی]] ، [[مولوي علي شاه]] ، [[مولوي محمد عمر]] او نورو سره یوځای یې د [[د افغانستان دوه گوندي کمونيزم|کمونیستانو]] په وړاندې په فکري او تبلیغاتي مبارزه لاس پورې کړ.
دوی د [[خدام الفرقان]] دتگلارې په چوکاټ کې دسیمې دعوامو ، طالبانو او دښو ونځیو دزده کونکو فکرونه روښانول .
په ۱۳۵۷ ه ش کال کې چې کمونیستان واک ته ورسیدل ، مولوي اعظم گل له هغو کسانو څخه وه چې په سیمه کې یې دخلکو په راویښولو کې فعاله ونډه درلوده او په اولس یې غږ وکړ چې د بي دینه کمونیستانو په مقابل کې وسلوال پاڅون وکړي .
دثور له کودتاه وروسته مولوی اعظم گل دوه ځله دکمونیستانو لخوا ونیول شو او دگردیز زندان ته ولوېد ،خو بیرته خوشی شو، او په سیمه کې یې په وسلوال [[جهاد]] پيل وکړ ، نوموړی دسیمې دمشهور جهادي مشر مولوي [[نصرالله منصور]] له نږدې ملگرو څخه وه ، چې دکمونیستانو او شوروي یرغل په وړاندې دشاهیکوټ دجبهې په تاسیس کې یې مهمه ونډه درلوده .
مولوي اعظم گل وروسته دنورو افغانانو غوندې [[پاکستان]] ته په هجرت کولو اړ شو، اونوموړ دتنظیمونو په مهال ډیره موده د[[حرکت انقلاب اسلامي]] په تشکیلاتو کې دجنوب غرب حوزې عمومي آمر پاته شو .
د ډاکټر نجیب دحکومت له سقوط وروسته مولوي اعظم گل بیرته وطن ته ستون شو ، نوموړی دتنظیمي جگړو په مهال په پکتیا کې دولایت دمشاور دنده درلوده ، او له خپل نفوذ نه په استفاده یې هڅه کوله چې دبیلابیلو تنظیمونو لخوا دکورنیو جگړو بل شوی اور ته دپای ټکی کیږدي .
په ۱۹۹۴ زیږدیز کی مولوی اعظم ګل دطالبانو له خوځښت څخ ملاتړ اعلان کړ اوپه همدی کال کی یی په کندهار ولایت کی دملایانو په هغه غونډه کی ګډون وکړ په کومه کی چی د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته دامیر المو مینین لقب ورکړل شو.
د ۲۰۰۱ میلادي کال تر منځنیو میاشتو پورې مولوی اعظم گل په خپله مدرسه کې په تدریس بوخت وه ، خوکله چې امریکایانو په افغانستان برید وکړ ، نوموړی څه موده په خپله سیمه کې واوسید خو کله یې چې خپل ژوند په خطر کې ولید نو دوهم ځل دهیوادپریښودوته اړ شو، او دپاکستان دبلوچستان په کچلاغ سیمه کې میشت شو ، په ۱۴۳۲/۱۰/۲۷ هجری لمریز کال کی د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله د ۶۶ کلنۍ په عمر وفات شو، او د دکویټې دکچلاک سیمې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
 
== شخصیت او د ذکر مخلاريتوب ==
مولوي اعظم گل لکه څنگه چې وویل شول د خپلو زده کړو پر مهال ډيره موده د غزني په نورالمدارس مدرسه کې د جواد کلا د حضرتانو [[حضرت ابراهیم جان مجددي]] او [[حضرت اسمعیل مجددي]] ترڅنگ تېره کړې وه . لکه څنگه چې یاد شوي حضرتان د افغانستان د معاصرو علماؤ په منځ کې د رښتینو عالمانو ځای درلود دین ته متعهد ، پرهیزگاره او سیاسي درک لرونکي خلک پیژندل کیدل.
ده به ویل چې دیني عالم چې ځان ته دپیغمبر وارث وایي ، باید په رښتیني معنی د پيغمبر علیه السلام صفات په ځان کې پیدا کړي ، په پیغمبر علیه السلام باندې یوازې محراب نه وه خوندي ، بلکې هغه په مسجد نبوي کې امام او مدرس ، په بدر کې غازي ، دعربي قبائلي سردارانو په مجلس کې قومي مشر او مرکچي ، دفارس او روم د واکمنو په وړاندې یو سیاسي مشر او پیغام استونکی و او په کور دننه د خپلو میرمنو سره همکار او په دنيايي ژوند کې کاسب او د تجارت له ماهرینو څخه و . مولوی اعظم گل په داسې حال کې چې خپلو زده کوونکو ته د[[فقه الاکبر]] ، [[نورالایضاح]] او [[قدوري]] سبقونه ورکول نو په ورځيني سیاسي ويناوې یې هم نه هیرولې. نوموړي به کله د سبق په منځ کې کتاب ټول کړ او زده کوونکو ته به یې وينا پیل کړه چې ٫٫که سبا تاسو ته وویل شي چې دیني عالمانو او ملایانو داسلام او وطن لپاره څه کړي دي؟ تاسو به ورته څه ووایاست ؟ بيا به یې وروسته په لنډ تېمهال کې د افغانستان او نړۍ په کچه د دیني علماؤ د مخکښچارو او تاریخ په بیانولو پیل وکړ .
هغه باور درلود چې د صغری امامت دلوازمو سره د تعلق په شان دکبری امامت ( سیاسي رهبري ) له لوازمو سره تعلق ، زده کړه او پیژندل یې هم د هر زده کوونکي لپاره ضرور او لازم دي . له همدې لامله خو نوموړي له مطبوعاتو سره تعلق ساته . د نړۍ له پیښو او سیاسي جریاناتو یې ځان خبرساته ، دمعاصرو علومو زده کړه یې ضرور بلله ، چې په دې لړ کې یې په خپله مدرسه کې چې تراووم ټولگي پورې وه ددیني کتابونو ترڅنگ ، انگلیسي ،[[ ساینس]] ، [[ریاضي]] ، [[بیولوژي]] ،[[ تاریخ]] او [[جغرافیه]] هم په صنف وار شکل تدریسول ، دغه راز نوموړي په هر مجلس او درس کې کوښښ کاوه ، چې طالب العلم په خپلو ورځنیو سبقونو سربیره نورو چارو ته هم متوجه شي ، دامت له ستونزو خبرشي ، دکفارو په دسیسو یې سر خلاص شي ، خپل تاریخ او اتلان وپیژنی ، دمسلمانانو دضعف نقطې ورمعلومې شي ، او دبریالیتوب اسباب او مقدمات وپیژني ، نوموړي به د باطني تزکیې په برخه کې هم ډېر اصرار درلود او تقوی یې په دیني او دنیوي چارو کې دبریالیتوب لومړی شرط باله ، له همدې امله خو یې هم خپله دقلعه جواد دحضرت ابراهیم مجددي رحمه الله سره بیعت کړی وه ، او هم یې نور خلک دهمداسې معتدل طریقت بیعت ته تشویقول .
مولوي اعظم گل چې ډير خوښی طبیعت انسان و له دیني علم ، تدریس او سیمه ییز نفوذ سره سره یې له شعر سره هم علاقه درلوده چې لمخې يې زیات شمېر شعرونه لیکلي دي . په شعرونو کې یې د خپل هېواد مهمو پیښو او د علماؤ مبارزو ته پکې نغوته کړې .
نوموړي په شاهي دور کې دافغانستان په بیلابیلو برخو کې دعلماء کرامو دسیاسي فعالیتونو ، [[خدام الفرقان]] د کړنو او په زرمت کې دخلقیانو په ضد دپاڅون د ورځو په اړه ډير شعرونه لیکلي دي ، او مهمې پیښې یې پکې خوندي کړي دي .
دلته دنوموړي د یوې اوږدې [[بوللـه|بوللې]] څو بیتونه را اخلو چې دهیواد ځینو مهمو جریاناتو ته یې په کې نغوته کړې ده .
 
{{شعر}}
۲۷ کرښه:
بیا دي وي په محمد سلام درود چې یې نوم دی محمد احمد محمود
ورپسې په پښتو ژبه په داشان واقعات به دکابل کړمه بیان
هغه وخت چې وه دوره دظاهرخان په هرځای کې گډوډ نجونې هلکان
داود خان وه صدراعظم دهغه وخت ظاهر خان استراحت کاوه په تخت
ظاهرخان او دداود په زمانه کې یوزر دری سوه پنځه دیرشم سنه کې
۳۴ کرښه:
خلیفه سید امیر نقشبندي شریعت باندې یې غوښته پابندي
خلیفه صیب د( اونۍ ) دسیدانو دلوگر دولایت دعالمانو
باجرأته عالم میر عبدالستار رب دي ورکړي په جنت کې خپل دیدار
په غزني کې وه ملا شرف الدین په ( اټل ) کې یې کاوه تدریس د دین
هم دنورو ولایاتو عالمان چې دامر بالمعروف وه طالبان
پنځه شپږ کاله په داسې بند محکوم چې له ویرې یې چا نه اخیسته نوم
په زرمت کې یو ملا وه د(نیکنام ) والي څو وارې ترې وکړ استعلام
ظاهر شاه او داود شول سره بدبین داود خان په کور کې شو خانه نشین
ارتباط دمعارف او عسکري له مسکو سره یې جوړه کړه یاري
مولانا منهاج الدین وه ښه دریځ چې یې نشر جریده کړه د( گهیځ )
لوی دښمن وه دکمون او دهریت څو یې نوش کړ ښکلی جام دشهادت
په غزني کې صدیقي عبدالستار کړل یې لوڅ د دهریانو پټ اسرار
د ( ندای حق ) په نام وه جریده ( زرمتي ) په مسؤلیت به چلېده
له هرلوري شوې شروع مظاهرې ولایاتو او کابل کې شوې نعرې
دکابل پل خشتي په جماعت ترڅلویښت ورځې زیات وشو نصیحت
اې دولته اې حکومته اې املته لږ خو واخلئ بخارا څخه عبرته
په زر دری سوه د پاسه وه داحال څلورم د جوزا ۴۹ وه کال
ظالمانو یې اواز په خوله کې بندکړ تقویه یې دخلقي پرچمي گوند کړ
د برقي ډنډو په زور په فضیحت شول خارج پل خشتي له جماعت