د "ارېستوکراسي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
و clean up, replaced: ← (3) using AWB
۲ کرښه:
د دې شرافت او تمايز شتون پدارنگ حکومتونو کې ډېرى په ميراث پاتې شوى او همدا کوچنۍ ډله د نجابت او شرافت له محتوا سره په حکومت کې د واک پر ساتلو تکيه کوي.
د دا رنگ شرافت او تمايز لپاره معيار تر ډېره وراثت کېداى شي ځکه چې له وراثت پرته بل کلي معيار په عمل کې تر ډېره پورې سخت وو. په يوناني فلسفه کې اريستوکراسي د هغو کسانو د حکومت په معنا وو چې د انساني بشپړاوي او کمال درجې ته نږدې وو.
ارسطو په (د سياست رساله) او افلاطون په (جمهوريت رساله) کې ډېره هڅه کړې چې د حکومت لپاره د وړ کسانو معيار ومومي. ارسطو د پاچاهۍ د حکومت د ډولونو تر ټولو ښه هغه اريستوکراسي و قانوني حکومت گڼي. ارسطو د اريستو کراسۍ او اوليگارشي تر منځ هسې توپير کوي چې: د شتمنۍ له مخې ټاکنه اوليگارشي او د فضليت له مخې ټاکنه اريستوکراسي ده، خو له پخوا راهيسې اريستوکراسي له اوليگارشي سره هم معنا وه، لکه چې کارتاژ او ونيز يې د شتمنۍ سترې اريستوکراسۍ بللې.
هغه مهال يې هغه حکومت ته ارستوکراتيک ويل چې د دولت واک پکې د يوې ممتازې طبقې په لاس کې محدود وو او واک به د وراثت او پرگنيزو امتيازونو له مخې له يوه څخه بل ته پاتې کېده.
دا رنگ حکومتونه په منځنيو پېړيو کې په اروپا کې ليدل شوي خو اوس په نړۍ کې ښايي نه وي او ځاى يې ديکتاتورانو او نوو اوليگارشي حکومتونو ته پرې ايښى.
۱۴ کرښه:
د آسيا په ختيځ کې کنفوسيوس (CONFUCIUS) (٤٧٩-٥٥١) وړاندې له ميلاد څخه چيني فيلسوف هم د شريف ترينو خلکو په حکومت ډېر زيات ټينگار کړى.
خو د اريستوکراسي سرسخت دښمنان هم شته لکه ايټالوى ماکياولي (١٥٢٧-١٤٦٩)، هغه باوري دى چې د اشرافو گټې هم له واکنو شاهزادگانو او هم د منځني پوړ د وگړو له گټو سره په ټکر کې دي، اشراف هماغه شتمن خلک دي او دغه مهال وو چې د اشرافو ريښتينى ماهيت له ياده ووت او نور اخيستونونه تر رامنځته شول.
فرانسوى فيلسوف او ليکوال منتسکيو(C.S MONTESQUIEU) (١٧٥٥-١٦٨٩زيږيدي) هم له اریستوکراسۍ سره مخالف وو، [[ژان ژاک روسو]] (JEAN-JACQUES ROUSSEAU) (١٧٧٨-١٧١٢زيږيدي) هم دموکراسي يا عامه حکومت يا د خلکو حکومت تر ټولو غوره ډول گاڼه.