د "د حکومت بڼې" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و Bot: Migrating 47 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q6501139 (translate me)
و ←‏[[پارلماني حکومت]]: clean up, replaced: ← (2) using AWB
۱ کرښه:
== [[پارلماني حکومت]] ==
'''پارلماني حکومت''' د اوسني وخت تر ټولو منلی ولسواک ډول دی. دې ته د حکومت وزارتي ډول هم وايي. په پارلماني حکومت کې د ولسمشر واک تش په نامه وي. ټول واک د کابینې له وزیرانو سره وي او هغوی په خپلو کارونو کې قانون جوړونکي مجلس ته ځواب ورکونکي وي. وزیران د قانون جوړونکي مجلس غړي وي . هغوی په هغه ګوند پوری مربوط وي کوم ګوند چې په پارلمان کې اکثریت لري . پارلمان د هغوی پر ضد د نه باور رایې په ورکولو سره هغوی له چوکۍ څخه لیرې کولی شي. دوی تر هغه وخته پوری په خپلو چوکیو پاته کیدلی شي تر څو پورې چې د اعتماد رایه له ځانونو سره ولري.
 
د کابینې د مجلس مشر ته لومړی وزیر وایي. نوموړی ډېر مهم شخص وي. دی په قانون جوړونکې مجلس کې د اکثریت لرونکي ګوند مشر هم وي.
 
د حکومت په دې ډول کې د ولسمشر واک محدود وي. اجراییه قوه د مقننې تابع وي. وزیران ګډ مسولیت لري. وزیران دمقننې غړي وي دوی مقننې ته د ځواب ویلو مسولیت لري . د حکومت په وزارتي ډول کې هر کار د اولس له خوښې سره سم کېږي . کچېرې وزیران کوم کار د اولس د خوښې پر ضد وکړي نو قانون جوړونکی مجلس د هغوی پر ضد د نه باور رایه ورکولی شي او هغوی له خپلو دندو څخه لیری کولی شي. د حکومت په داسې ډول کې د عامه کټو لپاره کار کېږي دا ډول حکومت په انګلستان او هندوستان کې شته.
 
 
== [[مرکزي حکومت]] ==