د "پولي سیاست" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''پولي سیاست''' یا د '''پيسو سیاست''' {{Lang-en|Monetary Policy}} هغه سياست دى، چې د [[مرکزي بانک]] له خوا د پيسو د وړاندې كولو د كنټرول او د اقتصادي عمومي سياست د اصيل موخو د ترلاسه كولو لپاره كارول كېږي.
 
'''''په بله وينا:''''' پولي سیاست د هغو تدبريونو او تصميمونو له ټولگې څخه عبارت دى، چې د ټاكلو اقتصادي موخو، په ځانگړې توگه د ثبات د ټينگښت، استقرار او پولي ارزښت په موخه نيول کيږي.
 
[[د پیسو سیاست]] په هکله داسی هم ویلۍ شو چې ګوندې د پیسو سیاست له هغه مالي فعالیتونو څخه عبارت ده کوم چې د یو هیواد د مرکزي بانک لخوا اداره او کنټرول کیږي لکه د پیسو برابرول، د پیسو موجودول، د اسعارو د تبا دلې نرخ یا ارزښت ټا کل، د پیسو ګټه او داسې نور اړونده دندې شوې ترڅو مرکزي بانک وکولای شي چه اقتصادي پرمختګ وکړي، د اسعارو د تبادلې نرخ ثابت وساتي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د توکو نرخونه ثابت یا ځای پر ځای وساتي او مروجې پیسې د یو هیواد په ثابته توګه وکاروي. د پیسو سیاست ډېرې موخې لري خورا مهمې دوه یې دا دي: لومړئ اصلي موخه د پیسو د سیاست داده چې مرکزي بانک هره ورځ باید څومره افغانۍ خپل مالي بازار ته وړاندې کړي ترڅو د خپلو مشتریانو غوښتنې پوره کړي. دوهم اصلي مقصد د پیسو د سیاست داده چې په یو هیواد کې د هر ډول توکو نرخ ثابت وساتي تر څو د لوړو نرخونو مخه ونیول شي او خلک له اقتصادي او مالي ستونزو نه وژغورل شی.<ref>http://www.benawa.com/fullstory.php?id=55003</ref>
 
==د پولي سیاست موخې==
د پولي سیاست اصلي او معمولي موخې په لاندې ډول دي:
Line ۱۶ ⟶ ۱۹:
په اوس وخت كې مركزي بانك د هر خپلواك او مقتدر هيواد لپاره د يوې مهمې مالي موسسې رول لري، ځكه دا موسسه د دولت د اقتصادي سياستونو په بشپړتيا، په ځانگړې توگه د پولي او مالی سياستونو په چوكاټ كې مهم رول لوبوي او كړنې يې د دولت د سمو اقتصادي او مالي فعاليتونو لپاره اړينې دي او د هيواد د پولي چارو مديريت پر غاړه لري.
{{د اقتصاد پوهه}}
==سرچینې==
{{Reflist}}
 
[[وېشنيزه:پیسۍ]]
[[وېشنيزه:اقتصاد]]
[[وېشنيزه:بانک]]