د "خلافت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۲۱ کرښه:
 
اوس چي کوم سوال راولاړيږي هغه دا دي چي ايا په اوسنيو حالاتو کي بيرته د خلافت د بيا را ژوندي کولو څه امکانات شته؟ او ايا دا ممکن کار اوسني زمانه کي به ددي شکل او صورت څه وي؟ څنګه به دا دومره لويه اسلامي نړۍ اداره کوي؟ دا او داسي نور ډير سوالونه د څيړلو وړ دي او بايد مفکرين دي ته د حل لاري ولټوي، په مختصر مضمون کي ماته په دي ټولو موضوعاتو څه ويل ممکن نه دي، له دي امله به زه د يو څو بنسټيزو پوښتنو په باب خپل معروضات وړاندي کړم.
 
 
==د خلافت بيا اعاده او غرب او غرب پرستان==
 
کله هم چي په اوسنۍ زمانه کي د اسلامي خلافت د اعادي او بيا را ژوندي کولو خبره کيږي، د غرب فکري او سياسي قيادت په ډيره ستغه او د معقوليت څخه په ډيره ليري توګه عکس العمل ښايي، يوازې دا نه چي عکس العمل ښايي بلکې په عملي توګه يي چي څه له وسع کيږي د داسي خلکو پر ضد يي تر سره کوي، همدا راز په اسلامي نړۍ کي د غرب د فکر څخه اغيزمن وګړي هم په همدي توګه عکس العمل ښکاره کوي، دلته د بيلګي په توګه د غرب د عکس العمل يو څو نموني وړاندي کول غواړم:
 
لومړي: په اوسني عصر کي چي هر اسلامي حرکت سياسي مشروع لرلي، او د هغه په نتيجه کي يي د اسلامي خلافت د اعادي لپاره د کار کولو کوښښ کړي هغه ټول اسلامي حرکتونه غرب په يو نوم او بل نوم ټکولي او ځپلي دي، د مثال په توګه په پيل کي دا ډول خوځښتونه دوي د (سياسي اسلام) او بيا د (بنسټپالو) او بيا د (ترهګرو) او (تروريستانو) په نوم د يادولو په ذريعه د اسلامي امت څخه د جدا کولو کوښښ پيل کړ، او په اسلامي نړۍ کي يي د حاکمانو په ذهنونو کي ددي ټکي ترزيق کولو په ذريعه دوي ته قناعت ورکړ چي همدا اسلامي خوځښتونه ستاسي راتلونکي سياسي سيالان او ستاسي چوکيو ته تهديد متوجه کونکي دي، او ددي کار په ذريعه يي ددي خوځښتونو د مخنيوي او په نطفه کي د خنثی کولو کوښښ وکړ، په دي لړ کي هميشه د غرب فکري منظرين او سياسي قيادتونه په پرله پسي توګه ډول ډول اصطلاحات ايجادوي8.
 
دوهم: په همدي لړ کي د غرب لخوا د يو شمير اسلامي خوځښتونو پر ضد د مخکينيو تورونو د لګولو نه وروسته د هغو د ځپلو او له منځه وړلو هيڅ فرصت له لاسه نه ورکول کيږي، بلکې په هر شکل د هر هغه کوښښ مخنيوي کول دوي خپله دنده بولي چي دي خوځښتونو ته د حکومتونو د جوړولو فرصت په لاس ورکوي، په دي لړ کي د غرب سياسي قيادونه هغه حکومتونه هم زغملي شي چي په استبداد او ديکتاتوري يي تورن کوي خو دي اسلامي خوځښتونو ته د قدرت د ترلاسه کولو د هر فرصت مخالفت کوي، او دا يوازې له دي امله چي دوي ويره لري چي هسي نه چي دا حرکتونه د اسلامي امت د يوځاي کولو او يو قوت جوړولو په لور عملي ګامونه پورته کړي، او اسلامي خلافت احياء کړي، همدا ددوي بنسټيزه ويره ده، او شايد تر ډيره حده پوري دهغه جنګ تر شا هم همدا ويره وي چي د امريکا په مشرۍ کي غرب د تش په نامه تروريزم پر ضد پيل کړي دي.
 
دريم: او کله که کوم داسي څوک حکومت ترلاسه هم کړي، هغه ته په هيڅ شکل د کار کولو فرصت نه ورکول کيږي، د بيلګي په توګه کله چي په ترکيه کي استاذ نجم الدين اربکان د قدرت واګې تر لاسه کړي، او د خپل تصور سره سم يي د غرب د ظالمانه نړيوال سياسي نظام چي د هغه د وينا سره سم د ضعيفو ملتونو په استعمارولو او د هغوي د اقتصادي مواردو په استغلالولو ولاړ دي، ددي کوښښ وکړ چي په لومړي سرکي اته (8) لوي اسلامي هيوادونه را يوځاي کړي، او دا په پيل کي د اسلامي امت د يووالي لپاره بنسټ وګرځوي، او بيا نور مظلوم ملتونه هم ددي سره يوځاي کړي، چي په نتيجه کي د اوسني نړيوال نظام په مقابل کي بديل نړيوال نظام نړۍ ته وړاندي کړي، او په دي توګه نړۍ ددي اوسني غربي ظالمانه استعماري نظام څخه وژغوري، نو د پوځ په ذريعه يي د شپږ مياشتو په مختصره موده کي د قدرت څخه محروم کړ.
 
==غرب ولې داسي کوي؟==
 
دا سوال واقعي اهم دي چي بايد وڅيړل شي چي غرب ولي په دومره جديت سره د اسلامي امت د يوځاي والي او د اسلامي خلافت د بيا راژوندي کولو مخالفت کوي؟ او ولي يي دا د خپلي استراتيژي لپاره يوه محوري نقطه ګرځولي؟ زما له نظره بلکې هر هغه څوک چي په دقيقه توګه تاريخ لولي او د هغه په رڼا کي د راتلونکي په باب رأي قايموي د داسي ټولو کسانو له نظره ددي دريځ بنسټيز لامل دا دي، چي غربي تمدن اوس خپل ځان ددي نړۍ واکدار بولي، او عملا ځان ته دا حق ورکوي چي دا نړۍ بايد د هغوي د افکارو، د هغوي د کلتور، د ژوند په باب د هغوي د فلسفو، د هغوي د اقتصادي نظام په بنسټ ولاړه وي، او د ليبرال ديموکراسي په بنسټ ولاړ سياسي او اجتماعي نظام خپل کړي، ځکه دا نظام هغوي ته داسي اعلی او بهتر نظام ښکاري چي انسان ورته رسيدلي شي9 د غرب له نظره همدا نظام د بشريت لپاره غوره دي، له بله پلوه ددي نظام په غالب پاتي کيدلو کي په نړۍ باندي د غربي تمدن قيادت او سيادت هم خوندي پاتي کيږي، دا ټولي ګټي هغه وخت خوندي پاتي کيدلي شي چي داسي کوم محکم او مضبوط قوت وجود ونه لري چي د دوي دي غلبي ته تهديد متوجه کړي10، او په حقيقت کي هغه تمدن چي په بشپړه توګه د اخلاقياتو او ارزښتونو په ډګر کي د غربي تمدن سره توپير لري او دوي ته تهديد متوجه کولي شي هغه اسلامي تمدن دي، او هغه اسلامي فکر دي، همدا تمدن ددي اخلاقي مقومات لري که مادي طاقت ورسره يو ځای شي نو دوي ته ستر تهديد متوجه کولي شي، ځکه په نړۍ کي نور تمدنونه که هغه چينې تمدن دي که جاپاني تمدن دي او که کوم بل، دا تمدنونه د عقيدي، فکر، او ارزښتونو په ډګر کي د غربي تمدن سره ډير توپيرونه نه لري، او د اسلامي امت لخوا غربي تمدن ته دا تهديد هغه وخت متوجه کيدلي شي چي کله د مادي قوت اسباب ترلاسه کړي، او دا اسباب به په هغه وخت ددي امت لاس ته ورځي چي کله يو موټي شي او د مصيري او بنسټيزو قضاياوو په باب خپل دريځ يو کړي شي، يو سر ولري، د بنسټيزو قضاياو په باب د دريځ نيولو لپاره يو مرجع ولري، او دا ټول به هغه وخت رامنځته کيږي کله چي د اسلامي امت داسي يو کيان بيا ايجاد کړي شي چي موږ هغه ته اسلامي خلافت وايو، له همدي امله دوي په خپل پوره توان ددي کوښښ کوي چي دداسي ټولو کوښښونو مخنيوي وکړي چي کله هم د خلافت په بيا اعادي او راژوندي کيدو منتج کيدي شي.
 
ددي ترڅنګ دا هم له ياده ويستل نه دي پکار چي د غرب اوسيدونکي تر اوسه پوري د هغه ليکنو څخه اغيزمن دي چي په اروپا کي د عثماني خلافت د فتوحاتو په وخت کي ترسره شوي دي، هغه ليکنۍ اسلامي خلافت داسي تصوير کوي چي د غربي تمدن لپاره يي ستره خطره بولي، په دي باب د يو مسشرق تيودور نولدکي دکتاب (تاريخ قران) په مقدمه کي ددي کتاب مترجم (د. جورج تامر) وروسته له دې چي داسي کتابونو ته اشاره کوي چي د غرب فکري قيادتونو (مستشرقينو) ليکلي او په هغه کي اسلام ته توهين کړي او د خپل نظره يي د اسلام ګمراهي په ګوته کړي، له دي وروسته وايي:(طبعا کان هذا في زمن هدّدت فيه الجيوش العثمانيه وسط أوروبا، ووصلت إلی مشارف فينّا، أجل، إن صورة الإسلام کانت في ذلك الحين مطبوعة بالطابع التركي؛ حتى أن القرآن الكريم نفسه دُعي “الكتاب المقدس التركي”وهو العنوان الذي تحمله الترجمة الألمانية التي قام بها ديفيد فريدريك ميغرلين عام 1772م للقرآن الكريم من العربية مباشرة، و ربما أن هذا الواقع التاريخي ما زال يؤثر في تشكيل صورة الإسلام في أوروبا حتى يومنا هذا)11 طبعا دا په هغه وخت کي وه چي د عثماني خلافت پوځ منځنۍ اروپا د خپل تهديد لاندي نيولي وه، او د (ويانا) پولو ته رسيدلي وه، بلي، د غرب د اوسيدونکو په ذهنونو کي د اسلام تصور د هغه دريځونو څخه اغيزمن وه چي هغوي د ترکانو په وړاندي درلودل، (اسلام ته به يي هم په هغه سترګه ليدل په کوم نظر به يي چي ترکانو ته ليدل) تر دي چي قران کريم ته به يي هم (د ترکان کتاب مقدس) وايه، همدا د قران کريم په الماني ژبه د هغه ترجمي عنوان دي چي په کال 1772م کي (ديويد فريدريک مګرلين) د عربي څخه نيغ په نيغه سرته رسولي وه، او شايد همدا پخواني تاريخي حالت (يعني د عثماني خلافت د فتوحاتو حالت) تر اوسه پوري په اروپا کي د اسلام په باب د تصور په قايمولو کي اغيزمن دي!. يعني تر اوسه يي هغه ويره په ذهن کي ناسته ده چي چيرته بيا اسلامي خلافت منځته رانشي او بيا هغه حالت رامنځ ته نشي چي اسلامي امت د غرب په وړاندي د يو مغلوب امت پر ځای د يو غالب او ځواکمن امت په حيث راولاړ شي، او هغوي ته تهديد متوجه کړي.
 
په عين وخت کي هغوی تر اوسه هغه حالت نه دی هير کړي چي هغوي ورسره د عثماني خلافت له لاسه په شپاړسمې پيړۍ کي مخامخ وو، هغوی ددې څخه ويره لري چي که بيا اسلامي خلافت منځته راشي نو د نړۍ قيادت بيرته اسلامي امت ته منتقل شي، ځکه هغوی تاريخ ګوري چي هر کله د اسلامي امت داخلي جبهه قوي شوي ده، دي امت او اسلامي تمدن د بشريت قيادت کړي دي، په دي زمانه کي هم دوي سره همدا ويره ده، که چيرته اسلامي امت يوځاي شي او اسلامي خلافت منځته راشي نو بيا دا قيادت دي امت ته منتقل کيدلي شي، او دوی هيڅکله دا نه غواړي چي له داسي حالت سره مخامخ شي، دا د هغه پلان څخه هم بالکل په ډاګه کيږي چي امريکايانو اعلان کړی دی چي شعار يې دا دی: (The 21st century is an American century) (يوويشتمه پيړۍ امريکايي پيړۍ ده) يعني بايد په دي پيړۍ کي د نړۍ قيادت د امريکايانو ـ چي د غربي تمدن مخکښه ده ـ په لاس کي پاتي شي.
 
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/خلافت" نه اخيستل شوی