د "خلافت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۸ کرښه:
==خلافت کله پيل شو؟==
د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د وفات سره سم د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه په خليفه کيدو د خلافت راشده نظام رامنځته شو، تر شا او خوا څلويښت کاله د راشدينو خلفاو نظام پرځاي پاتي شو، او د يو لړ طبيعي اسبابو له امله په کال 41 هجري کي خلافت د بنو اميه کورنۍ ته انتقال شو، او دا هغه وخت کله چي د حضرت حسن رضي الله عنه سره د صلحي نه وروسته حضرت معاويه رضي الله عنه د خلافت واګي په لاس کي واخيستي6، اموي خلافت تر کال 132هـ پوري دوام پيدا کړ، او کله چي په همدي کال ددي کورنۍ اخري خليفه مروان بن محمد د عباسيانو په لاس ماتي وخوړه نو خلافت د بنو العباس کورنۍ ته منتقل شو، او ابو العباس السفاح د چارو واګي په لاس کي واخيستي، عباسي خلافت په بغداد کي تر 30 محرم الحرام کال 656هـ الموافق 6 فروري 1258م کي په بغداد باندي د مغولو د قبضي تر وخته پوري قايم وه، او کله يي چي په همدي کال په بغداد کي د خلافت د سقوط حادثه رامنځ ته شوه په مسلمانانو دا حالت دومره سخت او مشکل وه چي په هيڅ ډول ورته د تحمل وړ نه وه، او دا ځکه چي مسلمانانو په هيڅ ډول دا تصور هم نشو کولاي چي دا دنيا دي د اسلامي خلافت له وجود څخه پرته قائمه پاتي شي، ابن الاثير چي د هغه وخت يو لوي مؤرخ دي په دي باب وايي: فلو قال قائل: إن العالم مذ خلق الله سبحانه وتعالى آدم، وإلى الآن، لم يبتلوا بمثلها؛ لكان صادقاً، فإن التواريخ لم تتضمن ما يقاربها ولا ما يدانيها7. که څوک ووايي چي د کومي ورځي څخه چي الله په دي دنيا کي ادم عليه السلام پيدا کړي ده په داسي مصبيت تر اوسه پوري نه ده مبتلا شوي نو خبره به يي سمه وي، ځکه هيڅ تاريخ د دي په څير د کومي حادثي د يادوني څخه خالي دي.
ددي څخه وروسته مسلمانانو د خلافت د بيا اعادي لپاره کوښښونه پيل کړل چي په نتيجه کي لومړي د عين جالوت د معرکي اتل سلطان قطز چي په مصر کي د مماليکو يو قدرتمند حاکم وه، او بيا د سلطان الظاهر بيبرس چي د قطز د وژلو نه وروسته يي د چارو واګي په لاس کي واخيستي د منګوليانو د شکست څخه يوازې څو کاله وروسته په خپلو کوښښونو بيرته عباسي خلافت په کال 1261م کي بيرته په (قاهره) مصر کي را ژوندي کړ، او دي خلافت د کال 1517م پوري دوام وکړ کله چي سلطان سليم اول عثماني په همدي کال د مماليکو اخري پادشاه (قنصوي غوري) ته د (الريدانيه) په جنګ کي شکست ورکړ، د مماليکو حکومت يي پاي ته ورساوه، او د قاهري (مصر) د عباسيانو اخري خليفه (المتوکل علی الله دريم) يي د ځان سره (استاني) استنبول ته يوړ، او په دي توګه د عباسي خلافت دويم پړاو هم پاي ته ورسيد، او پر ځاي يي عثماني خلافت د اسلامي امت قيادت په غاړه واخيست، او د 3 مارچ کال 1924م پوري يي دوام پيدا کړ، او هغه وخت يي سقوط وکړ چي کله د غرب په لاسونو کي د لوبيدونکي او د هغوي د يو مزدور او يو بي دينه او اسلام دښمن شخص چي د مؤرخينو غالب ګمان پري دا دي چي د دونما د يهودو له جملي څخه وه او مصطفی کمال نوميده په همدي کال او همدي ورځ د سلطان (عبد المجيد دويم) خلافت ملغی اعلان کړ او پر ځاي يي نوي ترکي جمهوريت اعلان کړ.
 
اوس چي کوم سوال راولاړيږي هغه دا دي چي ايا په اوسنيو حالاتو کي بيرته د خلافت د بيا را ژوندي کولو څه امکانات شته؟ او ايا دا ممکن کار اوسني زمانه کي به ددي شکل او صورت څه وي؟ څنګه به دا دومره لويه اسلامي نړۍ اداره کوي؟ دا او داسي نور ډير سوالونه د څيړلو وړ دي او بايد مفکرين دي ته د حل لاري ولټوي، په مختصر مضمون کي ماته په دي ټولو موضوعاتو څه ويل ممکن نه دي، له دي امله به زه د يو څو بنسټيزو پوښتنو په باب خپل معروضات وړاندي کړم.
 
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/خلافت" نه اخيستل شوی