د "خلافت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۶ کرښه:
او امام الحرمين أبو المعالي عبدالملك الجويني چي يو لوی فقيه او متکلم دی هغه د امامت په تعريف کې وايي:”رياسة تامة، وزعامة عامة، تتعلق بالخاصة والعامة في مهمات الدين والدنيا مهمتها حفظ الحوزة، ورعاية الرعية، وإقامة الدعوة بالحجة والسيف وكفّ الحيف والخيف، والانتصاف للمظلومين من الظالمين، واستيفاء الحقوق من الممتنعين وإيفاؤها على المستحقين”(5). امامت يو داسې عام او بشپړ قيادت او مشرتابه ته ويل کيږي چې د دين او دنيا د مهمو قضاياوو په رابطه د عامو او خاصو ټولو پوري اړه لري، او دنده يې د اسلامي امت او دولت ساتنه، او د عامو خلکو د ګټو ساتل، او په دليل او تورې (وسلي) سره د دعوت کار سرته رسول، او د ظلم او ويرې له منځه وړل، د مظلومانو لپاره د ظالمانو څخه انصاف تر لاسه کول، او د حقوقو د نه اداء کونکو څخه په بشپړه توګه حقوق تر لاسه کول او مستحقينو ته يي سپارل ـ ده.
د علماوو ددې مخکي ذکر شوو تعريفاتو څخه په ډاګه د څرګنديږي چي داسي څوک چي ددين د ساتنې، د هغه د پلي کولو، او په دنياوي امورو کي د اسلامي امت د ګټو په ساتلو کي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم نيابت کوي هغه ته خليفه ويل کيږي، او د هغه دې کار او منصب ته خلافت، او څرنګه چې د شرعي نصوصو په رڼا کي د امت په ټولو افرادو که هغه علماء وي او که عام وګړي په هغوي دداسي قيادت او زعامت خبره منل ضروري او فرض دي، او چي د صريح معصيت کار نه وي نو طاعت يي لازم دي له دي امله دي ته امام هم ويل کيږي.
==خلافت کله پيل شو؟==
د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د وفات سره سم د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه په خليفه کيدو د خلافت راشده نظام رامنځته شو، تر شا او خوا څلويښت کاله د راشدينو خلفاو نظام پرځاي پاتي شو، او د يو لړ طبيعي اسبابو له امله په کال 41 هجري کي خلافت د بنو اميه کورنۍ ته انتقال شو، او دا هغه وخت کله چي د حضرت حسن رضي الله عنه سره د صلحي نه وروسته حضرت معاويه رضي الله عنه د خلافت واګي په لاس کي واخيستي6، اموي خلافت تر کال 132هـ پوري دوام پيدا کړ، او کله چي په همدي کال ددي کورنۍ اخري خليفه مروان بن محمد د عباسيانو په لاس ماتي وخوړه نو خلافت د بنو العباس کورنۍ ته منتقل شو، او ابو العباس السفاح د چارو واګي په لاس کي واخيستي، عباسي خلافت په بغداد کي تر 30 محرم الحرام کال 656هـ الموافق 6 فروري 1258م کي په بغداد باندي د مغولو د قبضي تر وخته پوري قايم وه، او کله يي چي په همدي کال په بغداد کي د خلافت د سقوط حادثه رامنځ ته شوه په مسلمانانو دا حالت دومره سخت او مشکل وه چي په هيڅ ډول ورته د تحمل وړ نه وه، او دا ځکه چي مسلمانانو په هيڅ ډول دا تصور هم نشو کولاي چي دا دنيا دي د اسلامي خلافت له وجود څخه پرته قائمه پاتي شي، ابن الاثير چي د هغه وخت يو لوي مؤرخ دي په دي باب وايي: فلو قال قائل: إن العالم مذ خلق الله سبحانه وتعالى آدم، وإلى الآن، لم يبتلوا بمثلها؛ لكان صادقاً، فإن التواريخ لم تتضمن ما يقاربها ولا ما يدانيها7. که څوک ووايي چي د کومي ورځي څخه چي الله په دي دنيا کي ادم عليه السلام پيدا کړي ده په داسي مصبيت تر اوسه پوري نه ده مبتلا شوي نو خبره به يي سمه وي، ځکه هيڅ تاريخ د دي په څير د کومي حادثي د يادوني څخه خالي دي.
 
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/خلافت" نه اخيستل شوی