د "خلافت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۲ کرښه:
==د امامت معنی==
امامت په لغت کې په چا پسې تللو، د هغه د خبرې منلو او هغه پسې د اقتداء کولو په معنی راځي، هغه که ښه وي او که بد.
==دامامت اصطلاحي معنی==
په اصطلاح کې امامت د أبو الحسن ماوردي په الفاظو کې دې ته وايي:”الإمامة: موضوعة لخلافة النبوة في حراسة الدين وسياسة الدنيا “4 امامت داسې اصطلاح ده چي د دين په ساتلو او د دنياوي چارو په سمبالولو کي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د نيابت د معنی لپاره ايښودل شوې ده.
او امام الحرمين أبو المعالي عبدالملك الجويني چي يو لوی فقيه او متکلم دی هغه د امامت په تعريف کې وايي:”رياسة تامة، وزعامة عامة، تتعلق بالخاصة والعامة في مهمات الدين والدنيا مهمتها حفظ الحوزة، ورعاية الرعية، وإقامة الدعوة بالحجة والسيف وكفّ الحيف والخيف، والانتصاف للمظلومين من الظالمين، واستيفاء الحقوق من الممتنعين وإيفاؤها على المستحقين”(5). امامت يو داسې عام او بشپړ قيادت او مشرتابه ته ويل کيږي چې د دين او دنيا د مهمو قضاياوو په رابطه د عامو او خاصو ټولو پوري اړه لري، او دنده يې د اسلامي امت او دولت ساتنه، او د عامو خلکو د ګټو ساتل، او په دليل او تورې (وسلي) سره د دعوت کار سرته رسول، او د ظلم او ويرې له منځه وړل، د مظلومانو لپاره د ظالمانو څخه انصاف تر لاسه کول، او د حقوقو د نه اداء کونکو څخه په بشپړه توګه حقوق تر لاسه کول او مستحقينو ته يي سپارل ـ ده.
 
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/خلافت" نه اخيستل شوی