د "خلافت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۵ کرښه:
 
خلافت په لغت کي د چا پر ځای کوم کار اجراء کولو ته وايي، او د کوم کار د سرته رسولو لپاره په خپل ځای د بل چا درولو ته استخلاف وايي، د خلافت لفظ په همدي معنی د قران کريم په دي ايت کي استعمال شوي دي، په کوم کي چي الله جل جلاله فرمايي: (وَقَالَ مُوسَى لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ)1 يعني (حضرت) موسی خپل ورور هارون (عليه السلام) ته وويل: ته زما په قوم کي زما پر ځاي د لارښووني کار پرمخ يوسه، او د اصلاح هڅه کوه او د ورانکارو پسي مه ځه.دي؟ ددي په باب د بيلا بيلو خلکو دريځونه څه دي؟ غربيان څه وايي؟ د مسلمانانو دريځ څه دي؟ ددي اعادي په وړاندي څه خنډونه پراته دي؟
 
==په اصطلاح کي خلافت څه ته وايي:==
 
په اصطلاح کې ددې مفهوم لپاره په عربي کي دوه لفظونه استعمال شوي دي، لومړی خلافت، او څوک چي ددې منصب درلودونکق وي هغه ته خليفه ويل کيږي، دوهم لفظ امامت او د منصب درلودونکي ته امام ويل کيږي. د خلافت په باب راغب اصفهاني وايي: (والخلافة النيابة عن الغير إما لغيبة المنوب عنه وإما لموته وإما لعجزه وإما لتشريف المستخلف وعلى هذا الوجه الأخير استخلف الله أولياءه في الأرض ، قال تعالى : { هو الذي جعلكم خلائف في الأرض } – { وهو الذي جعلكم خلائف الأرض } وقال { ويستخلف ربي قوما غيركم }2 يعني خلافت د بل چا نيابت ته ويل کيږي، يا خو د هغه د نه موجوديت له امله، او يا د هغه د مرګ له امله، او يا د هغه د ناتواني له امله، او يا هم ددې لپاره چي نيابت کوونکي ته د نيابت کولو په ذريعه عزت ورکړی شي، په همدې اخري معنا الله جل جلاله په مځکه کي خپل دوستان خليفه ګان جوړ کړي دي، لکه په هغه ذکر شوو ايتونو کي چي راغلي دي.
 
په خلافت کي دا ضروري نه ده چي هغه څوک چي د هغه نيابت کيږي هغه دي مړ او يا هم غائب وي، د همدي مفهوم د واضح کولو لپاره راغب اصفهاني وايي:(وخلف فلان فلانا قام بالأمر عنه إما معه وإما بعده) يعني د چا د نيابت معنی دا ده چي يا د هغه په موجوديت کي د هغه پر ځای کار وکړي، او يا هم له هغه څخه وروسته او د نه موجوديت په وخت کې. ددې معنی سره سم خليفه د اسلامي دولت هغه سر مشر ته ويل کيږي چي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په نقش قدم په عملي توګه د دين د پلي کولو لپاره هلي ځلي کوي، او په پرله پسي توګه د خلکو د ګټو د ساتلو لاري چاري لټوي3.
 
 
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/خلافت" نه اخيستل شوی