د "تلاسېمیا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''تلاسېمیا''' ''(په انگرېزي: Thalassemia)'' د[[جینیټیکي ناروغۍ|جینیټيکي ناروغیو]] څخه یوه [[ناروغي]] ده چې ددې په اثر [[هیموگلوبین]] خپل طبیعي جوړښت له لاسه ورکوي. او په دې توگه د هیموگلوبینو یو غیر موث تولید پدیده په بدن کې زېږول کېږي چې هغه نیمگړي هیموگلوبینو له وجې [[اکسیجن]] نشي کولای د بدن ټولو غړو ته ورسېږي. دلته خبره د هیموگلوبینو د کمښت نه بلکه د غیر طبیعي هیموگلوبینو د زیاتېدنې مسئله ده.
 
تلاسیمیا د ارثی ناروغیو د Autosomal recessive د ډول څخه یوه ناروغۍ ده چی پکی هیموګلوبین په ناسم ډول جوړیږي. د ناسمو هیمو ګلوبینو د جوړیدای په پایله کی اکسیجن په سمه توګه نه لیږدول کیږی او همدارنګه د وینی د سرو ژونکو د ویجاړتیا لامل هم ګرځي. تلاسیمیا د جین د یوی نوع د نه شتون له امله منځ ته راځی چی په پایله کی د هیموګلوبینو چی په سری ژونکی کی د اکسیجن د لیږد دنده پر مخ بیایی جوړیدل اغیزمنیږي. په تلاسیمیا اخته وګړي لږ هیموګلوبین جوړوي او په دوران کی یی د وینی د سرو ژونکی شمیر لږ وي، چی په پایله کی په خفیفی یا شدیدی Microcytic وینه لږي اخته کیږي.
تلاسیمیا کیدای شي د ځینو اختلاطاتو لکه د اوسپنی د ډیروالي، د هډوکو ناسموالی او د زړه او رګونو د ناروغیو لامل شي. خو د وینی همدا ارثی ناروغي د ملاریا په تیره بیا د پلازمودیم فلسیپارم چی په هغو ساحو کی چی دا ارثي ناروغي ډیره وي ډیر پیدا کیږي، په وړاندی د ناروغ د خوندیتوب سبب ګرځي.
تلاسېمیا عموما په هغو ماشومانو کې راڅرگندېږي چې په مور یا پلار کې یې د بیتا تلاسېمیا (کم خوني) شتون ولري، او دا بیتا تلاسېمیا نه وي تشخیص شوي. په دې ناروغۍ کې باید ناروغ ماشوم ته وخت په وخت تازه وینه ورکړ شي.