د "حفيظ الله امين" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
و ←‏مخينه زده کړې او دندې: اصلي نوم ئې د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند و
۳۳ کرښه:
د زده کړې په وختونو کې چې کله نوموړی د لنډمهال لپاره [[د کولمبيا پوهنتون]] په انگړ کې د زده کوونکيو نړۍ کې اوسېده، دا هماغه مهال وو چې حفيظ الله امين د [[مارکسيزم]] سره لېوالتیا ومونده، که څه هم چې د شپېتو لسيزه د گډوډۍ لسيزه وه چې هر څوک د [[سياست]] په ډگر کې نه پرېښودل کېدل، خو د کولمبيا پوهنتون له پلوه کوم داسې خنډ نه وو.
 
حفيظ الله امين پر ۱۳۴۴ لمريز (١٩٦٥ ز) کال پرته د دوکتورا له اخيستلو بېرته خپل هېواد ته راستون شو، له نور محمد تره کي سره تړاو ټینگ کړ او د گوند په سپارښتنه يې د پارالمان په ۱۲ دوره کې ولسي جرگې ته له پغمان ولسوالۍ څخه ځان د وکيل په توگه نوماند کړ، خو پاتې راغی . تر دې وروسته يې په [[رابعه بلخي]] لېسه کې يو کال د ښوونکی په توگه او بيا ورپسې يې درې کاله په ابتدايي تدريساتو رياست کې دنده ترسره کړه . نوموړی ډېر ژر [[د افغانستان د خلقخلک ډيموکراټيکدیموکراتیک گوندګوند]] غړی شو، او د همدغه گوند يو ډېر وتلی لوړ پوړی مارکسيست خلقی شو.
 
حفيظ الله امين دافغانستان پارالمان ته د ټاکنو په ۱۳ دوره کې ځان ولسي جرگې ته نوماند کړ او هغه مهال د پغمان ولسوالۍ د خلکو د استازي په توگه په ټاکنو کې بريالی شو او ۴ کاله د پغمان ولسوالۍ د وکيل په توگه پاتې شو .
نوموړی پر ۱۳۵۲ ل کال په افغان وسله وال پوځ کې د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د پازوال په توگه ددغه گوند په گټه تبليغ او ترويج زيات او لا کارنده کړ، چې وروسته يې د ۱۳۵۷ ل کال د غويي د مياشتې پر ۷ نېټه د [[هېوادمشر]] [[سردار محمد داود خان|محمد داود]] پرضد او د هغه د واکمنۍ د راپرزولو په خاطر په وسله وال پاڅون کې ډېره مرسته ورسره وکړه .
 
==د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي د ۷ نېټې پاڅون==