د "یعقوب بن لیث صفاری" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "تاریخ سیستان د یعقوب بن لیث او عمرو لیث پر خویونو او خصلتونو باندي د بحث په ترڅ کي د یعقوب ب..." تورو مخ جوړ شو
 
د سمون لنډیز نسته
 
۱ کرښه:
تاریخ سیستان د یعقوب بن لیث او عمرو لیث پر خویونو او خصلتونو باندي د بحث په ترڅ کي د یعقوب بن لیث پر دینداری، سخا او عدالت باندي ږغیږي، او وایی چي یعقوب ډیر سخي وو؛ هیڅ وخت یې تر پنځه سوه او زر دیناره کم بخشش نه کاوه او لس زره، شل زره، پنځوس زره ، سل زره دینار او درم یې خلکو ته ورکړي دي او عبداله بن زیاد ته یې، چي له ده سره ملګریملگری سو، پنځه سوه زره دیناره ورکړل<ref>تاریخ سیستان ص ۲۶۳</ref>. یعقوب بن لیث د یوه مسګرمسگر زوی وو. په لومړۍ ځواني کي یې د لارو په نیولو او کاروانونو په وهلو ګوزارهگوزاره کوله. د بخشش او عطا لپاره يې دا په میلیونونو دیناره د نورو د خزانو د لوټلو او هغو لښکرکښیو او چور او تالان څخه ترلاسه کړي وه چي ښایی په لس هاووزره او حتی په سل هاوو زره بیګناهبیگناه انسانان به پکښي قتل سوي وي. یعقوب د خپلي پاچهی ټول کلونه په جنګ،جنگ، چور او تالان تیر کړل. په هر ځای کي چي د خزانو او مالونو په باب خبر ورته ورسیدی هغې خواته یې حرکت وکړ او مالونه یې په زور او ظلم ترلاسه کړل<ref>تاریخ ګزیدهگزیده ص ۳۷۲</ref>.
یعقوب بن اللیث د خپل قدرت په وخت کي، د بل هر ورانکار او مستبد سلطان په څير، هغه قلاوي چي لویو فاتحینو نه سوای فتح کولای، وراني کړې، بیرته یې آبادي کړې او زندانونه یې ورڅخه جوړ کړل<ref> مسالک وممالک ص ۱۰۵</ref> یعقوب او عمرو د قدرت په وخت کي ډیر جابر او قهرجن وه او چنداني یې دښمن ته بخښنه نه کول. دښمنان به یې زیاتره د خپلو ټولو طرفدارانو سره وژل <ref> مسالک وممالک ص ۱۰۵</ref> حتی درهم بن نصر، چي یو وخت د سیستان حکمران وو، او یعقوب ته یې سپه سالاري ورکړې وه؛ کله چي یعقوب د سیستان قدرت ورڅخه ونیوی او هغه عباسي دربار ته پناه یوړه او یو وخت بیرته د [[عباسي خلیفه]] د استازي په توګهتوگه د یعقوب دربارته ورغی یعقوب هغه وواژه<ref> مسالک وممالک ص ۱۰۵</ref>.
یعقوب بن اللیث بن معدل د سیستان د [[قرنین]] د کلي اوسیدونکی وو او کله چي ښارته راغی نو مسګريمسگري یې شروع کړه، او د میاشتي په پنځه لس درهمه مزدور وو. څرنګهڅرنگه چي په دې لږ مزدوري یې قناعت نه سو کولای نو عیار سو او غلا او لارو نیولو ته یې مخه کړه<ref> تاریخ ګردیزيگردیزي ص ۳۰۴</ref>. کرار کرار یې ډله ډیره غټه سوه او د بست د عیارانو مشر سو. وروسته د [[سیستان]] د حاکم [[صالح بن نصر کناني]]، چي تاریخ ګردیزيگردیزي یې نصر بن صالح لیکي، په خدمت کي شامل سو. هغه د خپلو لښکرو سپه سالاري ورکړه. لږ وروسته یې صالح له قدرته لیري کړ. صالح وتښتیدی او د اوسني قندهار په شمالي سیمو کي د یعقوب د لښکرو لاسته ورغی. یعقوب هغه بندي کړی او په بند کي مړ سو. یعقوب بن اللیث د سیستان مستقل حکمران سو او له دغه ځایه څخه یې هري خواته فتوخات پیل کړل. د ده له ښې طالع، د اسلام د خلافت د مرکز بغداد په شمول، هري خواته واړه او لوی حکومتونه داسي کمزوري وه چي تر یعقوب له واړه قوت سره یې هم مقاومت نه سو کولای. د یعقوب مټي له هري فتح سره غښتلي کیدل او د امپراطوری لمن یې ورځ په ورځ دونه پراخه سوه چي له خلیفه سره یې ویره پیدا کړه.
یعقوب بن اللیث د خپلي پاچهی په لومړیو دوولسو کالو کي له ټولو جنګونوجنگونو څخه بریالی را ووت او بالاخره يې په سر کي د اسلام د خلافت د مرکز بغداد د نیولو هوا پیدا سوه. د شیراز د نیولو څخه وروسته یې تقریبا ټول فارس تر لاس لاندي سو خو د خلیفه المعتمد د ورور الموفق په مقابل کي یې د حلوان په جنګجنگ کي ماته وکړه او خوزستان ته وتښتیدی. دوه کاله وروسته یې بیا د بغداد د نیولو عزم وکړ. کله چي خلیفه خپل استازی ور واستاوه او ورته وې ویل چي په تیر ځل کي زموږ قدرت درمعلوم سو نو باید چي توبه وکړې او زموږ له مخالفت څخه لاس واخلې او د خراسان په باچهی قانع سې نو یعقوب په جواب کي ورته وویل چي زه د یوه نجار زوی یم؛ د خپل بازو او همت په زور مي ځان تر دغه ځایه را رسولی دی او چي تر څو مي خلیفه را پرزولی نه وي آرام به ونه کړم. که مي دا مرام تر سره سو خو واوا او که نه وي نو پیاز او ډوډۍ او د نجاری کسب زما څخه څوک نه سي اخیستلای<ref>تاریخ حبیب السیر جلد دوم ص ۳۴۷</ref>. یعقوب بن لیث په ۸۷۸ کال کي په جندیشاپور کي د قولنج د ناروغی له امله وفات سو او په خزانه کي پنځوس میلیونه درمه او اته سوه زره دیناره نغد ورڅخه پاته سول<ref>مروج الذهب جلد دوم ص ۶۰۱</ref>. د هغه ورور عمرو بن لیث، د خلیفه المعتمد د زړه د ترلاسه کولو لپاره، هغه ته، د احمد بن عبدالعزیز بن ابي دُلف له لوټلو خزانو څخه ډیر زیات سوغاتونه واستول. په دې کي څه باندي درې سوه زره دیناره ، پنځوس منه مشک، پنځوس منه عنبر، دوه سوه منه عود، درې سوه نقش و نګارنگار لباسونه ، د سرو زرو او سپینو زرو لوښي ، څاروي او غلامان شامل وه<ref>روضته الصفا ص ۵۴۰</ref> . یعقوب بن لیث د خپل یوه رقیب حسن بن زید علوي سره د جنګجنگ لپاره د ډیرو زیاتو پوځیانو سره روان سو، خو مخکي له هغه چي د حسن بن زید سره مخامخ سي، د سختو بارانونو د اوریدلو له امله یې، چي څلویښت ورځي او شپې یې دوام وکړ، څلویښت زره عسکر تلف سول او بیرته ستنیدلو ته مجبور سو<ref>روضته الصفا ص ۵۳۸</ref>.
==سرچینۍ==
[[وېشنيزه:سیستان]]