حضرت محمد وياړ د محمد وزير زوی پر ۱۳۲۷ ل ل کال د خوست په لنډي کلي کې دې نړۍ ته سترگې غړولي دي . لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د غرغښت په لیسه کې سرته رسولي، وروسته [[د کابل پوهنتون]] د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې شامل او پر ۱۳۵۲ ل کال يې د دغه پوهنځي له پښتو څانګې څخه د لیسان دیپلوم تر لاسه کړ .
==دندې==
حضرت محمد وياړ پر ۱۳۵۲ ل کال په [[پښتو ټولنه]] کې د پلټونکي په توگه په دنده وګومارل شو . وروسته د کابل مجلې د مرستیال په توگه وټاکل شو. کله چې پر ۱۳۵۷ لمریز کال د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسنۍ بڼه جوړه شوه، حضرت محمد ویاړ د دغې اکاډمۍ د علمي غړیتوب ویاړ تر لاسه او د پښتو ژبې او ادبیاتو په انستیتیوت کې يې په علمي څېړنو پیل وکړ. نوموړی پر ۱۳۶۹ کال د آزادو ټاکنو په ترڅ کې د ژبو او ادبیاتو مرکز د فولکلور او شفاهي ادبیاتو د څانگې د آمر په توگه وټاکل شو. بیا څه موده د دغې څانگې علمي غړی و؛ خو څو کاله دمخه یو ځل بیا د دغې څانگې مسوولیت ور وسپارل شو، چې تر اوسه په همدغې دندې بوخت و. حضرت محمد ویاړ په خپل نږدې څلوېښت کلن فرهنګي ژوند کې افغاني فرهنگ په تېره بیا پښتو ژبې او ادبیاتو ته نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. نوموړي په خپل فرهنګي ژوند کې ځانګړي آثار او مقالې کښلي، چې علمي، څېړنیز ارزښت لري او د دې ترڅنګ يې شاګردان هم روزلي او په وروستیو کلونو کې يې ځینو هندیانو ته هم د پښتو ژبې د زده کړې تدریس کړی دی. څېړنوال حضرت محمد ویاړ په دولتي رتبه کې د مافوق او علمي رتبه کې تر څېړنواله پورې رسېدلی و. نوموړی پر دې سربېره، چې یو ښه څېړونکی او استاد و د غوره او نېکو اخلاقو خاوند هم و، له دوستانو او همکارانو سره يې د یوه نږدې دوست او ورور په څېر کار او چلند کاوه.
==مړینه==
څېړنوال ویاړ د ۱۳۹۵ کال،کال د جوزاغبرگولي پهپر ۱۲مه۱۲ نیټهنېټه ومړد زړه د ناروغۍ له کبله له دې نړۍ څخه سترگې پټې کړې او جنازه یې د مازدیگر پهپر ۴ بجو د کابل په تخنیکم په تڼي کوټ کې ترسره شوه. او مړی یې د خپل کور ترڅنگ خاورو ته وسپارل شو. د ښاغلي ویاړ په جنازه کې يې د افغانستان د علومواکاډميعلومو اکاډمي معینانو، علمي او اداري غړو د ارواښاد دوستانو ،دوستانو، له خوست څخه راغلو خپلوانو ،خپلوانو، دوستانو او د تڼي کوټ اوسیدونکو گډون کړی و. تر دفن کېدو وروسته، يې په قبر ژوندلیک ولوستل شو ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د خواخوږۍ او تسلیت رالېږل شوی پیغام د علومواکاډميعلومو اکاډمي د بشري علومو د برخې معین ښاغلي سرمحققسر محقق محمداسلم افضلي ولوست بیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجنابد اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د غمشریکۍ او تسلیت را استول شو یشوی پیغام د علومواکاډميعلومو اکاډمي څېړونکي او د کابل مجلې مسئول مدیر ښاغلي څېړندوی سید نظیم سیدي ولوست. په پای کې د علومواکاډميعلومو اکاډمي د سلاکار استاد رفیع، د علومواکاډميعلومو اکاډمي مالي او اداري معین ښاغلي څېړنپوه حسین فرمند، د علومواکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز رئیس ښاغلي څېړنپوه سیدمحیسید محی الدین هاشمي او ځینو نورو ښاغلو په لاس د گلو گېډۍ چې د ژبوده او ادبیاتو مرکز درنو علمي غړو د ښاغلي ویاړ د درناوي لپاره راوړې وه، د هغه پهپر قبر کېښودل شوه.