د "پښتانه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و ربات: انتقال 1 پیوند میانویکی به d:q2556103 در ویکیداده
د سمون لنډیز نسته
۶۸ کرښه:
}}
 
'''پښتانه''' (چې د '''پشتانه'''، '''پوختانه'''، '''پختانه'''، '''پټهان''' ([[هندي ژبه|هندي]]: ''पठान'') يا '''افغان''' په نومونو هم يادېږي.)<ref name="ISBN Social Politics">Banuazizi, Ali and Myron Weiner (eds.). 1994. ''The Politics of Social Transformation in Afghanistan, Iran, and Pakistan (Contemporary Issues in the Middle East)'', [[Syracuse University]] Press. ISBN 0-8156-2608-8 (retrieved 7 June 2006).</ref> يو ژبتوکميزه قوم دی چې ددې توکم وگړي په لويه کچه د [[افغانستان]] په ختيځ او سوېل کې په فډرالي قبايلي سيمو کې، د [[پاکستان]] په سهېل لويديځ ولايت کې او په [[بلوچستان]] کې مېشت دي. پښتانه په خپله ژبه او د [[پښتونولي|پښتونولۍ]] په ساتنه .<ref name="Women and Pashtunwali"> Kakar, Palwasha. [[Harvard University]] - School of Law - [http://www.law.harvard.edu/programs/ilsp/kakar.pdf ''Tribal Law of Pashtunwali and Women’s Legislative Authority''] (retrieved 7 June 2006)</ref> او اسلام باندې پېژندل کېږي. سربېره پر دې پښتانه د افغانستان په شمال کې هم اوسي .
 
د لوديانو دور په تاريخ کې د پښتنو د پاچاهۍ لومړنی دور بلل کېږي چې د ډيلي سلطنت په نامه پاچاهي يې درلوده د دغه دور د مودې نېټه له ۱۴۵۱ زېږيز نه تر ۱۵۲۶ زېږيز کالونو پورې وه. تر دې وروسته د درانيانو دور د نوي تېرمهال پاچايي وه چې په ۱۷۴۷ زېږيز کال کې يې پيل شوی و. پښتنو له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۸۹ پورې په [[سړه جگړه]] کې هم ډېر ستر رول لوبولی و او ډېرو پښتنو د روسانو پر ضد په [[جهاد]] کې هم برخه اخيستې وه. پښتنو د طالبانو د واکمنۍ او راپرځېدو پر مهال د نړېوالو پام ځان پلو اړولی وه، دا ځکه چې د طالبانو د خوځښت ډېرکۍ ډله پښتنو جوړوله. پښتانه په پاکستان کې هم يوه اهمه توکمډله بلل کېږي، په کوم ځای کې چې دوی دوهم لوی توکميزه ډله جوړوي.