د "پکتيا ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۶۶ کرښه:
 
(كهندژ) چې اوس يې خلك كندز بولي، د هېواد د يوې سيمې نوم دى او دوې برخې لري، چې يوه برخه يې (كهن) او دويمه برخه يې همدا د (دژ) كلمه ده. كه موږ ځير شو، په فارسي ژبه كې (كهن) د زوړ يا زړې په مانا دى او (دژ) د كلا په مانا، نو كه موږ دواړه كليمې سره يوځاى كړو، نو موږ ته په پښتو كې د زړې كلا نوم راكوي او يوه بله كليمه يانې د (دژبان يا دژدار) كليمه د كلا د ساتونكي يا څوكيدار په مانا راغلې ده، نو پورتنيو كليمو ته په ليدو سره موږ تر دې ځايه رسېږو، چې ووايو ګردېز د غره پر سر احصار يا د غره پر سر كلا ته وايي.
=='''جغرافیایی موقعیت'''==
پكتيا يوه زړه او غرنۍ سيمه ده، چې د هېواد په جنوب ختيځ كې د سپين غر يا سليمان غر جنوبي لوري ته پرته ده. د پكتيا سيمه د شمال لويديځ لوري ته د لوګر او غزني سيمو سره، د جنوب ختيځ لوري ته د خوست او پكتيكا سيمو سره او د شمال لويديځ لوري ته د ننګرهار او د كرمې له پاړه چنار سيمو سره نښتې پولې لري.
د پكتيا په سيمه كې د اوسېدونكيو لويه برخه د ځاځيو، منګلو، مقبلو، څمكنيو، ځدراڼو، احمدزيو او طوطاخېلو او همداسې نور قومونه جوړوي. ځينې كرماشي او سعادات افغانان هم په دې سيمه كې استوګن دي. پاتې دې نه وي، چې د پكتيا په سيمه كې يو شمېر اهلهنود افغانان هم شتون لري.
 
== لرغونې پکتيا ==
د افغانستان په هره سيمه او هر لوري کې د لرغونو زمانو نښانې او بيلگې په ستر گو کيږي ، چې د ټولو څخه يولږ شمير تاريخي او لرغوني سيمي د کورنيو او بهرنيو څيړونکو له لوري پيژندل شوي او څيړل شوي ، او له نيکه مرغه د دې څيړنو پايلې نه يوازې د هيواد لپاره ارزښتمنې گڼل کيږي ، بلکې د سيمې او نړۍ د تاريخ لپاره هم گټور لاسوندونه گرځيدلي دي . زيات شمير پوهانو د همدې لرغونو توکو او تاريخي لاسوندونو د څيړنو پر بنسټ افغانستان ته ، د نړۍ د تمدنونو د يوځای کيدو ټا ټوبي لقب ورکړی ، يو شمير نورو افغانستان د تمدنونو زانگوبللې او يوشمير نور بيا افغانستان د لرغونو مدنيتونو د پيدايښت او پراختيا مرکز گڼي . دياد شويواو دې ته ورته نورو القابو څخه په ډاگه کيږي چې په اوسني افغانستان کې د لرغونو زمانو زياتې بيلگې شته چې کورني او بهرني څيړونکي يې د يادشويو عنوانونو په ويلو او ورکولو يوه خوله پاتې شوي دي . تر هغه ځايه چې په لرغوني پکتيا پورې اړه لري ، د افغانستان دا دوياړه ډکه سيمه د دې لاسوندونو هغه برخه ده چې د هيواد پر معاصر تاريخ سر بيره يې د منځنيو پيړيو او لرغونو زمانو زياتې برياوې په خپل غيږ پلي کړي اوتاريخي وياړنې يې په خپلې پښتنې لمن کې ساتلي دي . په دې لنډه ليکنه کې شونې نه ده چې د پکتيا ولايت هر اړخيزه تاريخي څيړنه وشي ، يوازې هڅه کيږي چې په لرغونې پکتيا کې د تاريخي ابداتو او يوشمير نامتو اثارو بر سيرن جاج واخستل شي . لرغونې پکتيا د افغانستان سهيل ختيځ لورې ته پرته غرنۍ خو په شنو ځنگلونو پوښلې سيمه ده او ميشتو وگړو يې د هيواد په جوړښت او دفاع کې ټاکونکې ونډه لرلې ده . اوسنۍ پکتيا درې لسيزې وړاندې د هيواد هغه سهيلي زون و چې سهيل ته يې بهرنۍ اوږده کرښه ، ختيځ لور ته يې ننگرهار ، شمال خواته يې د لوگر او غزني ولايتونه او لويدځ لوري ته يې د زابل ولايت پروت وو ، خو د تيرو دريو لسيزو په ترڅ کې د نفوسو زياتوالی ، د سيمي ارت والی او د اداري سهولتونو او سوق الجيثي اړتياوو پر بنسټ د هيواد په نوي اداري ويش کې د خوست او پکتيکا ولايتونه په رسمي توگه پرانستل شوه .