د "د کندوز د ٢٠١٥م کال جگړه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۴۸ کرښه:
 
خو د سپټمبر په ۲۹مه نیټه د شپی نهه بجی د یو لړ هوایي عملیاتو په پایله کې د طالبانو له خوا اړوند ولایت ته نومول شوی والي ملا عبدالسلام اخوند له خپل تش په نامه مرستیال والي او د لشکر طیبه ډلې پاکستانی مشر حارث له ۲۵ وسله والو سره یو ځای ووژل شول.
 
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په کندوز ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال د دغه ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي سلیم، هغه مرستیال ذبیح الله، د لشکر طیبه مسؤول کمانډر حارث او ۱۵ نور طالب قوماندانان وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ملي امنیت د طالبانو والي د خپلو ملګرو په مرسته غوښتل چې پر هوايي ډګر برید وکړي؛ خو له ملي امنیت سره په هغمږۍ پر دوی هوايي برید شوی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست خبر پاڼه کې ویلي چې په برید کې د لښکرطیبه وژل شوی مسئول د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکی و.
بل خوا د افغان پوځ چارواکي وايي، د کندوز په عملیاتو کې یې تر اوسه لږ تر لږه ۱۶۰ تنه طالبان د هغوی د لوړ پوړو قوماندانو په ګډون وژل شوي او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
د دغه عملیاتو مشري جنرال عبدالحمید وردګ کوي او ویل کېږي، چې افغان پوځیانو د ښار د کلابندۍ پر مهال درنه مرګ ژوبله هغه مهال وسله والو ته واړوله، چې وسله والو غوښتل له ښاره پښې سپکې کړي خو د افغان ځواکونو په کمین کېوتل.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
له کندوز ولايت نه رارسيدلي رېپوټونه وايي، چې امنيتي ځواکونه د کندوز ښار ته ننوتلي او د طالبانو سره سخته جګړه روانه ده.