د "پانگه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
 
'''پانگه''' {{Lang-en|InvestmentCapital}} د [[تولید]] د څلورګونو سرچینو څخه یوه مهمه او کلیدي سرچینه ده. هر څوک د خپل ځانګړې لیدلوري له مخې پانګه تعریفوي. محاسب ته هغه څه پانګه ده چې یو کاروباري یې د خپل کاروبار لپاره لګوي. په کامرس او کاروبار کې پانګه د کاروبار د تمویل په مانا ده او همدارنګه په ملي اقتصاد کې پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید په پروسه کې کارول کیږي. په دغه لیکنه کې مونږ د پانګې په ځانګړتیاوو او ډولونو بحث کوو خو تر هر څه مخکې د پانګې، شتمنۍ، پیسو او عاید په اړیکه خبرې کوو.
==د پانګې او شتمنۍ اړیکه==
لکه مخکې مو چې وویل پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید لپاره کارول کیږي. د دغه تعریف څخه ښکاري چې شتمني لوی مفهوم او پانګه د هغه په پرتله کوچنی مفهوم لري. ډیر داسې شیان شته چې زمونږ د شتمنۍ برخه به وي خو چې لا مو د تولید پروسې ته نه وي لېږدولي پانګه نه ګڼل کیږي ځکه خو ویلای شو چې ټوله پانګه شتمني ده خو ټوله شتمني پانګه نه ده ځکه پانګه د شتمنۍ ټولې ځانګړتیاوې لکه افاده، کمیابي، د لېږد قابلیت او نور لري په داسې حال کې چې ټوله شتمني د پانګې ځانګړتیاوې نه لري.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/پانگه" نه اخيستل شوی