د "کابل" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
ود سمون لنډیز نسته
۹۸ کرښه:
د کابل ترتجارتي ارزښت موندلو وروسته په دې لاره د ورېښمو تاریخي لار هندوستان ته تېره شوه او بیا کابل د کابل شاهانو پایتخت شو. کابل شاهانو د ښار ساتنې لپاره د اسمايي او شېر دروازې په غرونو دېوالونه جوړکړل او کابل ته یې د یوې کلکې کلا بڼه ورکړه.
عربو چې اسلام د خورولو لپاره افغانستان ته لښکرکشي وکړه، تر ماتو او بریو وروسته د کابل دروازو ته هم راورسېدل؛ کابل شاهانو درنې جګړې ورسره وکړې؛ خو په پای کې بریالي شول. د اسلام سپېڅلی دین دلته راغی؛ خو د لښکر قایدین لکه تمیم صاحب، جابرانصار صاحب، شاه دوشمېشره او نور دلته شهیدان شول او ځايي مبلغینو نه یوازې دا چې د هغې وخت په افغانستان کې د اسلام سپېڅلی دین خورکړ، بلکې د اسلام نور او رڼایې د تور هندوستان لتو ته هم ورسوله.
په نهمه ، لسمه او یوولسمه هجري پېړۍ کې چې مغولو پر افغانستان ، هند او سیمه واکمني کوله، د کابل زاړه اثار یې ترمیم او نوې ودانۍ یې پکې وکړې؛ خصوصاً د هندي مغولومخکښ [[ظهرالدین بابر]] په کابل ښار کې ښې ودانۍ وکړې؛ بیا کله چې د دولسمې هجري پېړۍ په پای کې [[تېمور شاه دراني|تېمورشاه دراني]] د افغانستان پایتخت له [[کندهار]] نه کابل ته راولېږداوه، دلته یې ښار ته نوې نقشه جوړه کړه، د کابل د غرونو دېوالونه او بالاحصار یو ځل بیا ترمیم شول او په کابل کې د نویو کوڅو د جوړولو پلان پلی شو.
دا کوڅې وروـــ ورو ورپسې زیاتې شوې، چې ځینې قومونو او خېلونو په نامه شوې او ځینې نورې یې د کسبګرو او کاریګرو په نامه شوې او ځینې یې بیا دوخت د مشهورو کسانو او تاریخي کسانو سره وتړل شوې او ځانګړي نومونه پرې کېښودل شول. همداشان په کابل کې ګڼ باغونه وو، چې د خاندانو په نامه یې یادېدل او یايي تاریخي نومونه درلودل.
په [[زوړ کابل|زاړه کابل]] کې د [[علم ګنج باغ]]، د [[مستوفي باغ]]، د [[سلطانجان باغ]]، [[چهارباغ]]، د [[علیمردانخان باغ]] او نور باغونه موجود وو.
۲۵۹ کرښه:
|date=August 2010
}}
</div>
 
== سرچینې ==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/کابل" نه اخيستل شوی