د "مړینه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "== مړینه == په یوه ژوندي موجود کې د ژوند د ټولو دندو پای ته رسیدل د مړینې په نوم یادیږي.<br /> دا..." تورو مخ جوړ شو
(بې توپيره)

د ۱۰:۱۵, ۵ سپټمبر ۲۰۱۵ بڼه

مړینه

په یوه ژوندي موجود کې د ژوند د ټولو دندو پای ته رسیدل د مړینې په نوم یادیږي.
دا مړینه کیدای شي په حجروي ( په مایکروارګانیزمونو کې) او یا هم د انساجو او اعضاوو په سویه (په عالی حیواناتو کې) رامنځته شي.
مړینه یوه غیر رجعي (irreversible) پروسه ده ( په دنیا کې) چې د ژوندي موجود په حالت کې بشپړ بدلون رامنځته کوي.
معمولاً د شدیدو ناروغیو په پای کې ( کله چې د ناروغ حالت ډير خراب شي) ناروغان د روغتون پرځای خپل کور خوښوي او درملنې ته داړتیا وړ پاملرنه نه کوي. په دې حالت کې ناروغان په Symptomatic ډول تداوي کیږي یعنې یواځې اعراض او علایم ( لکه درد، تبه او داسې نور) یې له منځه وړل کیږي، ده او کورنۍ ته یې د زړه تسلي (emotional support) ورکول کیږي.
په یوه ژوندي موجود کې د ژوند څلور نښې وجود لري چې؛ د وینې له فشار، د نبض شمیر، د تنفس شمیر او تودوخې څخه عبارت دي. ددې نښو نه موجودیت په مړینې دلالت کوي.
مړینه په بیلابیلو سویو ( حجروي او یا جسمي مړینه) رامنځته کیږي.
په جسمي مړینه (Somatic death) کې یو ژوندی موجود په بشپړ ډول مري او د قلبي حرکاتو، تنفس، عکساتو او دماغي فعالیتونو په نشتوالي باندې متصفه ده. د جسمي مړینې د دقیق وخت معلومول ځینې وخت ډير ستونځمن وي ځکه چې یو شمیر نور حالات لکه کوما، پرکاله کیدل او عمیق خوب له مړینې سره مغشوشیږي.
له جسمي مړینې څخه وروسته د مړي په بدن کې ګڼ شمیر بدلونونه رامنځته کیږي چې د دغو بدلونونو له مخې مونږ کولی شو د مړینې تقریبي وخت او لامل پیدا کړو، دغه بدلونونه په لاندې ډول دي:
۱- Algo mortis: له مړینې څخه وروسته د مړي بدن خپله تودوالی له لاسه ورکوي او یخیږي. د مړي د یخیدلو سرعت د چاپیریال په تودوخه پورې اړه لري.
۲- Rigor mortis: د اسکلیتي عضلاتو له شخوالي څخه عبارت ده چې له مړینې څخه ۵- ۱۰ ساعته وروسته پیل او ۳- ۴ ورځې وروسته له منځه ځي.
۳- Livor mortis : د مړي د لاندني لوري د رنګ له بدلون څخه عبارت ده چې په سره آبي رنګ سره لیدل کیږي. د رنګ ددې بدلون لامل د منځکې د جاذبه قوې په واسطه د بدن سفلي برخې ته د وینې له ښکته کیدو څخه عبارت ده.
۴- د وینې لخته کیدل: له مړینې څخه لږڅه روسته پیل کیږي.
۵- Putrefaction : د انساجو او حجراتو له ورستیدو (خوساکیدو) څخه عبارت ده چې د انزایمونو او باکتریاوو په واسطه ترسره کیږي.
د بدن غړي په بیلابیلو سرعتونو سره خپل ژوند له لاسه ورکوي، د نمونې په ډول دماغ له ۵ دقیقو څخه زیات ژوندی نشي پاته کیدلی، زړه تر ۱۵ دقیقو پورې ژندي پاته کیږي او بډوډي تر ۳۰ دقیقو پورې ژوندي پاته کیدلی شي. نو همدا لامل ده چې د شخص له مړینې څخه وروسته کولی شو دغه غړي له مړي څخه لرې او کوم بل ژوندي انسان ته یې انتقال کړو.
د مړینې تعریف په بیلابیلو ټولنو کې تفاوت لري. د نمونې په ډول له بدن څخه د روح بیلیدل د مړینې په نوم یادیږي. څرنګه چې روح په سترکو نه لیدل کیږي نو ځکه د تنفس عدم موجودیت ددې خلکو په نزد د مړینې اساسي نښه جوړوي.
په عصري وخت کې د تنفس او دوارن ( د دزړه د ضربان) عدم موجودیت په مړینه دلالت کوي.
اوس مهال دا نظریه هم خپلې ستونځې لري ځکه چې تنفس او قلبي خوځښتونه په مصنوعي ډول هم رامنځته کولی شو.
په دې اواخرو (۱۹۸۰) کې د دماغو (Brain) مړینه د مړینې اساسي نښه بلل شوې ده. په دې نظریه کې د دماغي دندو نه ګرځيدونکی فقدان (irreversible loss) د مړینې اساسي نښه جوړوي. له دې نظریې څخه په امریکا کې ډيره ګټه اخیستل کیږي.
په اوس وختونو کې دا نظریه هم له ستونځو سره لاس او ګریوان ده ځکه چې د عالي دماغي مرکزونو د دندو د ضیاع په صورت کې بیا هم یو شمیر ټیټ دماغي مرکزونه خپلې دندې لکه خودبخودي تنفس ( spontaneous respiration)؛ ترسره کوي. په دې نظریه کې مړینه داسې تعریفوو؛ د دماغو د عالي مرکزونو یا د دماغو د قشر (neocortex) د فعالیت له منځه تلل د مړینې په نوم یادیږي.
مړینه کیدای شي په ناڅاپي او یا تدریجي ډول رامنځته شي. د تدریجي مړینو په صورت کې معمولاً ناروغ له یوې مزمنې ناروغۍ څخه رنج وړي او بالآخره د ناروغ په مړینه پای ته رسیږي.
ناڅاپي مړینې کیدای شي ګڼ شمیر لاملونه ولري د نمونې په توګه؛ د زړه دریدل (قلبي سکته)، دماغي سکته، له لوړې ارتفاع څخه لویدل، د موټر ټکر، د ناریه او قاطعه الآتو په وسطه زخمي کیدل، زیاته او کتلوي وینه بهیدنه او داسې نور.
[۱]
[۲]
[۳]
[۴]

  1. Stedman’s electronic Medical dictionary. Version 6, 2004, Lippincott Williams and wilkins.
  2. word web professional 5.32, 2007, Antony Lewis, on CD ROM.
  3. Encyclopedia Britannica, 2007, On Computer.
  4. http://www.merriam-webster.com/dictionary/death