د "لمريز غونډال" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
Nasratullah (خبرې اترې | ونډې) د سمون لنډیز نسته |
Nasratullah (خبرې اترې | ونډې) ود سمون لنډیز نسته |
||
۴۰ کرښه:
د پرمختللیو لروینونو په برکت کتنو (observations) نور هم پرمختګ وکړ او ساینسپوهان وتوانېدل چې ډېر کوشني او لیرې پژي کشف کړي. په ۱۹۹۰مو کلونو کې ستورپوهانو د نیپټون د مدار ها خوا ته ګڼشمېر کنګلني پژي (icy objects) د کوپر کړۍ په سیمه کې پیدا کړل. د کوپر کړۍ او په دې کې د زرونو کنګلنيو پژیو (چې د کوپر هسکړۍ پژي، ککپژي Kuiper Belt Objects, KBOs یې بولي) له موندلو سره سم، وړاندېینه وشوه چې دا به ډېر ګټور وي که پلوټو د سیارې پر ځای یو تر ټولو غټ ککپژی وبلل شي. خو د ستورپوهانو یوې ډلې په ۲۰۰۵ کې د لسمې سیارې، چې تر پلوټو لا غټ ککپژی وو، د موندلو اعلان وکړ. خلک نه یوازې دا چې په دې کې ورک شول چې سیارهتوب څه ته وايي بلکې په دې کې ډېر جنجالونه هم را پورته شول.
نړیواله ستورپوهنیزه ټولنه (International Astronomical Union - IAU) د نوي ککپژي (چې وروسته اېریس Eris وبلل شوه) د ډلبندۍ ننګونې ته غاړه کېښوده. دې ټولنې په ۲۰۰۶ کې یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې په هغه کې یې د سیارې لپاره تعریف او د [[سیارهګۍ]] په نامه یوه نوې ټولۍ (کټیګوري) را مېنځته کړه. اېریس، سېریز، پلوټو او دوه نور چې هاومیا (Haumea) او ماکیماکي (Makemake) نومېږي د دې ټولنې له خوا د ۲۰۱۳ په جولای کې د سیارهګیانو په توګه وپېژندل شول. که څه هم پلوټو، اېریس، هاومیا، او ماکیماکي د ککپژيو په توګه ډلبندي شوي خو پر سېریز تر اوسه لا د سیارهوزمې نوم ولاړېږي.
ستورپوهان او سیارهپوهان د دې ډلبندۍ او تعریفونو منلو ته تیار نه ول. ځینو دا فکر کاوه چې دا ډلبندي د سیارو د شمېر د لږولو پر پار رغېدلې، ځینې خو په دې اړه په هیڅ هم نه پوهېدل، او ځینو ستورپوهانو بیا دا دعوه په مخه را اخیستې وه چې د دې ډول ډلبندۍ لپاره ځای (موقعیت) مهم وو، په تېره بیا د لمریز غونډال د پوهې او ودې په رڼا کې.
|