د "نړیوال تشيال تمځای" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و بنسټیز مالومات مې کې اپډېټ کړل. بشپړ مالومات به وروسته راشي.
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه: STS-133 International Space Station after undocking 5.jpg |بټنوک|300px|کيڼ|نړيوالې فضايي اډه په ۲۰۱۱ کال کی]]
ځمکه په خپل ټیټ چورلېځ (مدار) کې کابو ۱۰۷۰ مصنوعي سپوږمکیانې لري. په دې کې نړیوال تشیال تمځای (International Space Station, ISS) تر ټولو لویه سپوږمکۍ ده چې له ځمکې څخه د شپې له خوا کله نا کله په لغړو سترګو هم لیدل کېدای شي. دا چې [[تشيال]] چيرې پيليږي كوم ټاكلى وېش نه لري؛ خو بيا هم د كارمان كرښه (Kármán line) چې د سمندر له مخ څخه ۱۰۰ كيلو متره (۶۲ ميله) لوړوالى لري په ټوليز ډول په تشيالني تړونونو (space treaties) کې د بهرني تشيال د پيل په توگه كارول كېږي.
 
نړیوال تشیال تمځای (ISS) یوه تشیالنۍ اډه ده چې د سمندر له مخ څخه کابو ۴۲۰ کیلو متره لوړوالی لري او د ۱۹۹۸ د نومبر پر ۲۰مه تشیال (فضا) ته وتوغول شوه. دا په تشیال کې د یوه څېړنیز لابراتوار دنده ترسره کوي چې په دې کې ستورمزلي د بیولوژي، ستورپوهنې، پنځپوهنې (فزیک)، او داسې نورو شیانو په اړه څېړنې ترسره کوي. تر اوسه پورې د ۱۵ هېوادنو ستورمزلو له دې څخه لیدنه کړې ده.