د "پاکستان" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
۶۳ کرښه:
== تاریخ ==
پاکستان يو وخت نیم د هند برخه وه او نیمه نوره د هند لوېديځې برخې چې له چین هېواد سره د بلتستان د پولې څخه نیولې تر لاندې سنده او بلوچستان پورې د اوسني افغانستان پخوانۍ برخې وې . يو مهال د پښتنو قبایلو تر منځ د تربگلوۍ له کبله دغه سیمې په څو نومونو بېلې شوې چې يو لړ نومونه یې روهستان ، روهیله ، پښتونخوا ، شمال لوېديځه سرحدي ولایت او نور نومان پرې سیمه واکو پښتنو او وروسته بیا انگرېزانو ايښي .د پاکستان د هېواد تاریخ ډېر لنډ دی او يوه پېړۍ لا نه کېږي چې رامنځته شوی .
په دغه هېواد کې برسېره پر ۶گو غټو توکمنو سلهاؤ مذهبي فرقې هم شتون لري چې په غټو توکمونو کې یې پنجابيان تر ټولو ډېره ډله بيا پښتانه دوهم لوی توکم دی ، سندهيان ، بلوڅان ، سرايکان ، هندکيان او هندوان شامل دي . په دیني لحاظ پاکستان کې ۹۷ سلنه مسلمانان دي چې په لسهاؤ فرقو او پیرانو وېشل شوي ، ۷۰ سلنه یې سوني اسلام منلی ، ۲۰ سلنه شعيه گان دي او 3 شاوخوا سلنه هندوان او عيسويان هم شته.
د 1947 نه وړاندې پاکستان،[[هند]] او [[بنگله دېش]] يو هېواد و چې د (برصغیر هند) يا د هند وړې وچې په نوم بللې کيدل . دغه وخت په هند کې د [[انگرېز|انگرېزانو]] واکمني وه۔
|