د "حضرت محمد ویاړ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "څېړنوال حضرت محمد ویاړ د افغانستان له نامتو پوهانو څخه و چې د علومو اکاډمۍ کې یې دنده درسره..." تورو مخ جوړ شو
 
۳ کرښه:
==زوکړه==
 
شپواوورځوکې یې دپښتوژبې اوفولکلورادب پراخ اوناپایه سمندرکې ښکلي اوارزښتمنې مرغلرې راټولي اوپه دې فرهنګي موخه یې دهیوادبیلابیلوسیموشفاهي ادب په تیره بیادلنډیوګل بڼونه وپلټل اوپه هوډمنه اراده اوادبي تلوسه یې په دې برخه کې څرګندې اوویاړلي بریاوې ترلاسه اوپه پایله کې یې ګټوراوادبي ارزښتناک اثارولیکل اوپه رښتیني توګه ښاغلی ویاړدپښتود درنې اوخوږې ژبې دفولکلوراوولسې ادبیاتوپه ډګرکې سترویاړونه وګټل اود دغه ناپایه اوهمیشنیوهڅوهاندله کبله کلونه کلونه دافغانستان دعلومواکاډمی دپښتوژبې اوادبیاتوپه انستیتیوت کې دفولکلوراوشفاهي ادب دڅانګې دمشراومسوول په توګه پاتې شو.
==زده کړې==
 
ارواښاد ویاړتل دخپل ادبي اوفرهنګي ژوندپه یون کې په علمي اواکاډمیکوغونډوکې برخه اخیستي په خپلوعلمي مقالواولیکنوکې یې فرهنګي اوادبي بیلابیل شخصیتونه معرفي کړي اودهغوادبي اوعلمي هڅې اوکارونه یې څیړلي اولاروښانه کړي دي هغه دعلوموپه اکاډمۍ کې دڅیړنوال علمي رتبه درلوده اوپه دغه اکاډمۍ کې دپوره درنښت اوڅرګندپرستیژخاوندو.
ارواښادویاړدویاړلواخلاقوخاونداودخپلودوستانوپه زړوکې اوسیده.خړپړبې کبره پښتون اوهرچاته دمیني محبت یوه له وجاهته ډکه سټه وه هغه ساده خوله عزته ډک ژوند درلود دخپل حلال معاش پرته یې نورڅه نه درلودل خوپه معنوي دنیاکې بې ساری بډای وتل یې خوله له خندا اومیني ډکه اوکلیوال سپیڅلی کرکټر یې درلودځان یې څیړنوال اوادب پوه نه درپیژانده خویوبې ریا،خواخوږی دوست اوملګری ځکه ویاړهرچاته ویاړو.
ارواښادویاړمې دغرغښت دویاړلي لیسي له ویاړلي مهاله پیژانده اوبیاوروسته موده کې دادبیاتواوبشري علوموپه پوهنځۍ کې سره یوځای شوو ده دپښتوژبې اومادژورنالیزم په څانګه کې لوړي زده کړي کولي اوهغه له مانه دوه کاله مخکې اوهم دوه کاله مشرو.
ارواښادحضرت محمدویاړدخدای بښلي محمدوزیرزوی په۱۳۲۷کال کې دخوست ولایت دلنډی کلي کې دنیاته سترګې راوغړولې دخپل ویاړلي ژوند په ۶۷کلنۍ کې یې دزړه دناروغۍ له کبله د دغه نیمګړي دنیاګۍ څخه سترګې دتل لپاره پټې کړې اروایې ښاده اویادیې تل ځلانده اوسه.
نه زماده نه دستده دادنیا پاتې شوي له هرچاده دادنیا
په سودایې سودمن شوي هیڅوک نه دي جوفروش ګندم نما ده دانیا
چې حمید پکې خنداکاریشخـندي کا ځای دغم اودژړاړده دادنیا
==زده کړې==
 
==مړینه==