د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۱۱۰ کرښه:
اوس هم په کندهار کې وگړي د هغه د قبر ته د یوه ستر او دروند قطب په سترگه گوري او د ځېنو ناروغیو په درملنه کې د هغه د زیارت خاورې د تـَـبـَرُ ک په توگه کاروي او دا په خپله دهغه زړور او پوه مشر د قبر خاورو ته د کندهار د وگړو دزړه له کومې او رښتوني اخلاص څرگندونه کوي .
 
افغانانو او راتلونکو نسلونو ته د هغه وروستـنۍ وینا دا وه چې ستاسو چارې ټولې حق تعالی ته سپارم ، دویم باید د دښمن پروړاندې د زړه له کومي هڅه او سرښندنه وکړي او خپله مېړانه ، ننگ، ورغ او پرتم لوړ وساتـﺊ. ټول باید یو موټي او یولاسي اوسـﺊ او مېرڅي ته سر مه ټیټوﺉ او دهغه د بد وړوالي یا مضرت په له منځه وړلو کې هڅه وکړﺉ ځکه عجم په خپل منځ کې له دښمنۍ او بېلتونپالنې سره لاس او گریوان دي او دولت یې مخ پر نړېدلو دﺉ ، دزړه پر یو والي او یو موټي توب یو ځای وخوځېږﺉ او پر لوی څښتن متوکل سړی به پرهغوی لاس بری شي او اصفهان به ونیسي. <ref>کروسينسکى ،هماغه ځای، پ ٢٨</ref> د دغو خبرو له ویلو وروسته مېرویس خان له نړۍ سترگې پټې کړې او د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو <ref>هوتکى‌ها د عبدالروف بينوا طبع ١٣٣٥ پ ٧٩، غبار پ ٢٢٣.</ref>. له هغه وروسته د مېرویس خان ورور میر عبدالعزیز د واکمنۍ چاروته غوره شو. میر عبدالعزیز نرم خویه سړی وو او له صفوي دولت سره یې د جوړښت او جوړ جاړي خوب په سر کې لېده او له دې امله یې د ایران د پاچا پر نامه یو لېک ولېکه او په هغه کې یې پاچا ته د ځان له اطاعته نغوته کړې وه. د مېرویس خان زوی محمود تـل له خپل اکا سره اوسېده، د محمود سترگې د صفوي پاچا پر نامه د خپل د اکا پر لاس پر دغه لېکل شوي لېک ولگېدلې. محمود د پلار د مړینې پر مهال د پلار د بالښت تر څنگ ناست وو او د پلار خبرې یې په غوږونو کې انگازې خپرولې ، د لېک په لېدلو یې زړه په ځوښ راغی ، توره یې پورته کړه او د اکا د بالښت څنگ ته ورغی او له دې چې اکا یې په خوب بېده وو نود تورې په یوه شرنگ یې د هغه پر ژوند همدلته د پای ټکې کښېښود ، له کوره دباندې راووت او وگړي یې د صفوي دولت پر وړاندې د قرآني آیاتو له لارښوونې سره سم جهاد ته را وبلل او ویې ویل : اکا مې میر عبدالله له ولس سره ډوکه او خیانت کړی، موږاو تاسو لنډه موده کېږي چې بښگلوي او راحت لرو ، هغه غوښتل چې زموږ گریوانونو ته بیا د مېرڅي لاسونه را وغځېږي (۲۹)<ref>کروسينسکى، پ ٢٨-٢٩</ref>. بیا یې د ایران د پاچا پر نامه د خپل اکا لېک ولس ته ولوست . افغانانو چې په جگړو کې د هغه زړورتیا او مېړانه لېدلې وه او پرې گران وو ، پرته له ځنډه یې د پلار د ځای ناستي په توگه و مانه (۱۷۱۶). په دغه وخت کې محمود ۱۸ کلن وو.
----
ميرويس خان هوتک په ١٠٨٤ هـ ق يا ١٦٧٣م کال کي زېږېدلئ دئ . پلار يې [[ښالم خان]] نومېدئ چي د هوتکو د قوم يو منلئ مشر وو . مور يې [[نازو انا]] وه چي په پښتونولي يې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه .