د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

۵۱ تورى ورگډ شول ،  ۵ کاله مخکې
 
== مېرویس خان ، د خپلواکۍ او کورواکۍ مخکښ گټونکی ==
 
مېرویس خان چې د ځان او هېواد خطرناک دریز یې د دوه وو سترکواکېو په منځ کې لېده نو د کندهار سروالان او مخـَوُرمشران یې راوبلل او وروسته له هغه چې د دوه وو ختېزو او لوېدېځو دولتونو او د سمبال شویوپوځونو په منځ کې یې د افغان ملت سیاسي درېز و څېړه د خپلو څرگندونو په ترڅ کې یې زیاته کړه چې : که تاسو ماته لاس راکړي نو د خپلواکۍ او آزادېـپالنۍ بیرغ به تل رپانده وساتم او هېڅکله به پرې نږدم چې د پردیو د مرییتوب پړی زموږ په غاړه کې واچول شي. څوک چې خپلواکي نه خوښوي او د پردي د مرییتوب پړی غوره گڼي نو موږ نه له هغه سره اړېکه او نه ورسره وروري لرو او داسې ځای ته دې ولاړ سي چې هلته یو ناتارگر پاچا پري واک وچلوي<ref>حبيبى، تاريخ مختصر افغانستان، ټوک ٢، پ ٧٣، هوتکى‌ها، د عبدالرئوف بينوا چاپ ١٣٣٥، پ ٤٤</ref>. د مېرویس خان دغه خبرې د کندهار د آزادېپالو وگړو په زړونو کې د بهاندو ویالو په توگه په خوځېدو شوې او ټولو وگړو مېرویس خان د توکم د مشرپه توگه ومانه. وروسته د صفوي پاچا د تیرایستنې په موخه یې هغه ته یو لېک ولیږه او بل لېک یې د هند سترواک ته د مرستو د غوښتلو په موخه واستاوه. مېرویس خان، د واک په نېولو سره د دی پرځای چې ځان پاچا اعلان کړي نو د ځان پروړاندې د خانانو د رخې سخې (حسادت) او د هغوی د سیالې د راپارېدلو د مخنیوي په موخه یې ځان له نورو سېمه ییزو مشرانو سره د یوه برابر توکمېزه مشرپه توگه وروپېژانده. پدې توگه مېرویس خان د دښمن د رټلو،ماتولو او ایستلو په لاره کې و کولای شول د توکمونو مشران تر پایه همغږي او یو موټی و ساتي. کله چې دغه ویرلړلی خبر اصفهان ته ورسېده نو شاه حسین خپل یو استازی کندهار ته را ولېږه چې مېرویس خان د وینا ،سلا او بیرولو له لارې د خپلواکۍ له غوښتنې څخه لاس پر سر کړي. خو مېرویس خان د صفوي د دربار استازی زنداني کړ. سید جمال الدین افغاني د تتمة البیان فی التأریخ افغان دبشپړېزې برخې په پای کې لیکي چې صفوي دربار خپل استازی محمد جامي خان له مېرویس خان سره د کتلو لپاره کندهار ته ولېږه او استازي د مخالفینو د ویرولو لپاره د ایران د دولت له ځواک ، پياوړتیا او ستروۍ څخه تودې ښکرورې خبرې وکړي. د هغه په ځواب کې مېرویس خان وویل: آیا تاسو گومان نه کوﺉ چې حکمت او پوهه به د شتمونو او زورواکو له ککرو پرته ،د افغانستان د غرونو په وگړو کې ونه موندل شي؟ که ستاسو د پاچا له لاسه څه کېدل نو زموږ د ټکولو لپاره ستا رالېږلو ته اړتیا نه لېدل کېدله او دا څرگندوي چې ته اَوتی بـَوتې او پوچ اندې خبرې کوﺉ. له هغه وروسته په لوړ او زیږه غږ یې پر خپلو ساتونکو نارې کړې چې دی بندي کړﺉ. <ref>[[سيد جمال الدين افغاني|سيد جمال الدين افغان]]، [[تتمة البيان في التاريخ افغان|تتمه البيان فى التاريخ افغان]]، د [[محمد امين خوگياڼی|محمد امين خوگيانى]] ژباړه، ١٣١٨، کابل، پ ١٩-٢٠، دغه وینا ميرزا ملکم خان هم د خپلې لېکنې د ايران په تأریخ کې راوړې او ارواښاد حبيبى هغه په مختصر افغانستان په ٢٤٥را نقل کړېده.</ref>. پاچا د بیرنو درباریانو پر سلا کندهار ته بل استازی ولیږه. دغه دویم استازی د هرات والي محمد خان بلوڅ وو چې د حج په سفر کې له مېرویس خان سره ملگری شوی وو. مېرویس دویم استازي ته وویل : له لوی څښتنه خوښ اوسه چې زما او ستا ملگرتوب د هر څه خنډ گرځي که نه تاته به مې بل څه په لاس در کړي ول ، د غرونو آزادېـپاله گوربتان د چا مریي نه شي کېدلای ، قهرژليو زمریو ځنځیرونه شلولي او ځلانده تورې بیا په تېکو کې نه کښېښودل کیږي. <ref>تاريخ مختصر افغانستان ، پ ٢٤٦</ref> او ورغبرگه یې کړه چې که ستا د ملگرتوب پیټی زما پر اوږو نه وو نو ته مې هم زندان ته لیږلې خو تا د یوه مېلمه په سترگه پالم. دویم استازی هم تر څار لاندې ونیول شو او هرات او صفوي دربار ته د هغه د ورتگ مخه ونېول شوه. او پدې توگه د ډیروخت په گټلو د ایران له پوځ سره د مخامخېدا چمتوالې ونېول شو. کله چې اصفهان ته د دویم استازي د نېول کېدلو خبر ورسېده نو د هغه دولت وزیرانو ته څرگنده شوه چې نشو کولای مېرویس خان د ژمنو یا ویرې له لارې له خپلې ژمنې بیرته را وگرځوو ، نو پرېکړه یې وکړه چې کندهار ته ځواک ولیږي. خو د دې پر ځای چې کندهار ته له مرکزه دولتي ځواک را واستول شي په هرات کې مېشت ایراني لښکر ته بولنده ورکړل شوه چې د میرویس خان د غوږونو د تاوولو لپاره دې د کندهار پر لور ودرومي. مېرویس خان له پینځه زرو ولسي جنگیالیو سره د صفوي ځواک پر وړاندې چمتو شو. د جگړې په ډگر کې مېرویس خان سوبمن او بریالی شو او صفوي لښکر له ماتې وروسته بیرته هرات ته ستون شو. (۱۷۱۰ ز).
 
اوس هم په کندهار کې وگړي د هغه د قبر ته د یوه ستر او دروند قطب په سترگه گوري او د ځېنو ناروغیو په درملنه کې د هغه د زیارت خاورې د تـَـبـَرُ ک په توگه کاروي او دا په خپله دهغه زړور او پوه مشر د قبر خاورو ته د کندهار د وگړو دزړه له کومې او رښتوني اخلاص څرگندونه کوي .
 
افغانانو او راتلونکو نسلونو ته د هغه وروستـنۍ وینا دا وه چې ستاسو چارې ټولې حق تعالی ته سپارم ، دویم باید د دښمن پروړاندې د زړه له کومي هڅه او سرښندنه وکړي او خپله مېړانه ، ننگ، ورغ او پرتم لوړ وساتـﺊ. ټول باید یو موټي او یولاسي اوسـﺊ او مېرڅي ته سر مه ټیټوﺉ او دهغه د بد وړوالي یا مضرت په له منځه وړلو کې هڅه وکړﺉ ځکه عجم په خپل منځ کې له دښمنۍ او بېلتونپالنې سره لاس او گریوان دي او دولت یې مخ پر نړېدلو دﺉ ، دزړه پر یو والي او یو موټي توب یو ځای وخوځېږﺉ او پر لوی څښتن متوکل سړی به پرهغوی لاس بری شي او اصفهان به ونیسي. (۲۷).<ref>کروسينسکى ،هماغه ځای، پ ٢٨</ref> د دغو خبرو له ویلو وروسته مېرویس خان له نړۍ سترگې پټې کړې او د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو (۲۸). له هغه وروسته د مېرویس خان ورور میر عبدالعزیز د واکمنۍ چاروته غوره شو. میر عبدالعزیز نرم خویه سړی وو او له صفوي دولت سره یې د جوړښت او جوړ جاړي خوب په سر کې لېده او له دې امله یې د ایران د پاچا پر نامه یو لېک ولېکه او په هغه کې یې پاچا ته د ځان له اطاعته نغوته کړې وه. د مېرویس خان زوی محمود تـل له خپل اکا سره اوسېده، د محمود سترگې د صفوي پاچا پر نامه د خپل د اکا پر لاس پر دغه لېکل شوي لېک ولگېدلې. محمود د پلار د مړینې پر مهال د پلار د بالښت تر څنگ ناست وو او د پلار خبرې یې په غوږونو کې انگازې خپرولې ، د لېک په لېدلو یې زړه په ځوښ راغی ، توره یې پورته کړه او د اکا د بالښت څنگ ته ورغی او له دې چې اکا یې په خوب بېده وو نود تورې په یوه شرنگ یې د هغه پر ژوند همدلته د پای ټکې کښېښود ، له کوره دباندې راووت او وگړي یې د صفوي دولت پر وړاندې د قرآني آیاتو له لارښوونې سره سم جهاد ته را وبلل او ویې ویل : اکا مې میر عبدالله له ولس سره ډوکه او خیانت کړی، موږاو تاسو لنډه موده کېږي چې بښگلوي او راحت لرو ، هغه غوښتل چې زموږ گریوانونو ته بیا د مېرڅي لاسونه را وغځېږي (۲۹). بیا یې د ایران د پاچا پر نامه د خپل اکا لېک ولس ته ولوست . افغانانو چې په جگړو کې د هغه زړورتیا او مېړانه لېدلې وه او پرې گران وو ، پرته له ځنډه یې د پلار د ځای ناستي په توگه و مانه (۱۷۱۶). په دغه وخت کې محمود ۱۸ کلن وو.
---
ميرويس خان هوتک په ١٠٨٤ هـ ق يا ١٦٧٣م کال کي زېږېدلئ دئ . پلار يې [[ښالم خان]] نومېدئ چي د هوتکو د قوم يو منلئ مشر وو . مور يې [[نازو انا]] وه چي په پښتونولي يې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه .
۱۰٬۱۵۰

سمونې