د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۱۰۳ کرښه:
ترهغه وروسته د اتلسو مېاشتو په اوږو کې اصفهان څلور ځله پر کندهار ناکامه لښکرې را تاو کړې خو اصفهاني یرغلگرو ته پرته له درندو تاوانونو بل څه په برخه نه شول. وروستـنی بولندوی یې د تبریز واکمن محمد خان وو چې د یوه پینځه زریز ځواک په مشرۍ له کندهاري جنگیالیو سره لاس او گریوان شو. ویل کېږي چې مېرویس خان د هغوی مخې ته یوازې پینځه سوه افغاني جنگیالي واستول او د میرڅي زره تنه یا مړه یا ټپیان شول او نور یې په تېښته پښې دوه کړې خو د ځواک مشربولندوی محمد خان له دریو زامنو سره ونیول شول. بیا صفوي دولت د گرگین وراره خسرو خان یې له ۲۵۰۰۰ تنو سرتېرو سره د کندهار د نېولو لپاره را ولېږه (۱۷۱۰ ز). د مېرویس خان ځواک چې له غلجیو او بلوڅو جوړ وو چې مشري یې داؤد خان د پټې خزانې د کتاب د لېکوال پلار کوله د فراه پر لور د خسرو خان پر وړاندې راووت. لدې چې د خسرو خان د سرتېرو شمېر زیات وو نو د مېرویس خان ځواکونه په شا شول او د هلمند د سیند پر غاړه د گرشک په سېمې کې دښمن ته سترگې په لاره کښېناستل او مورچلونه یې ونېول. دلته د مېرویس خان ځواکونو داسې بې سارې مېړانه او توریالیتوب وکړ چې د خسرو خان لښکریې دړې وړې کړ، خو خسرو بیا خپلې لښکرې سمبال کړی او دا ځل غلزیو ماته وخوړه او کندهار د صفوي ځواکونو په کلابندۍ کې را گیرشو (۱۷۱۲ ز = ۱۱۲۳ ق). خو دغه بریا لنډ مهاله وه ځکه ښاریانو په توره اومېړانې د ښار ساتنه کوله او مېرویس خان له ښاره دباندې د تیرین ، بلوڅو او پشین وگړي د میرڅي پروړاندې هڅول چې له یوه شپاړلس زریزجنگیالي لښکر سره یې پر دښمن راودانگل او د لنډ وخت په موده کې کندهار د پردیو له منگولو خلاص شو او د کیخسرو خان او دهغه د ټول ۲۵ زریز لښکر غاړې د کندهاري جنگیالیو له چړو تیرې شوې او د جان ملکم پر وینا د ایران له ۲۵ زریز تیري کوونکي لښکر څخه یوازې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ تنو پورې ژوندي پاتې شول او نور ټول یې ووژل شول <ref>حبيبى ، تاريخ مختصر افغانستان پ ٢٤٦</ref>.
 
د مېرویس خان پر لاس د کندهار له خپلواکولو وروسته ، پاچا سلطان حسین د خپل حرم له ټولو غړو او چوپړیانو سره چې شمېر یې له ۶۰ زرو تنو څخه زیات وو د مشهد زیارت ته ولاړ . هغه په دغه سفر کې بې شمېره پانگه ولگوله او فرانسوي کشېش دوسرسو وایي چې که ددغې پانگې نېمایي برخه د کندهار په نېولو کې کارول شوې وای نو کندهار بیرته د صفوي لښکر لاس ته ور پریوت <ref>سقوط اصفهان به روايت کروسنيسکى ، پ ٢٠</ref>. صفوي دولت په ۱۷۱۴ ز کال کې دوه لښکرې یوه یې د رستم خان تر مشرۍ او بل یې د محمد زمانخان ترمشرۍ لاندې د کندهار پر لور را ولېږلې خو د لښکرو لېږنې هېڅ گټه نه درلودله په ځانگړي ډول هغه لښکر چې له کرمانه د محمد زمانخان قورچي تر مشرۍ لاندې را لېږل شوی وو د لارې په اوږدو کې بلوڅي جنگیالیو دړې وړې کړ. له هغه وروسته صفوي دربار کندهار ته د لښکر د لېږلو زړه ښه نه کړ ، ځکه تر دغه دمه مېرویس خان له فراه نېولې د کندهار تر ووروستني گوټه له قلاته تر مقره سېمې د یوې ملي ولسي اداري تر سیورې لاندې را ټولې او یو اداري واحد یې جوړ کړ او د دغو ولایاتو ټولو وگړو میرویس خان د ملي اتل او ولسي مشر په توگه پیژانده (۲۵)<ref>غبار، پ ٣٢٠ پرتله دې شي له : تاريخ افغانستان از ملسون، د پیښور چاپ پ ٢١٠</ref> .
 
مېرویس خان یو ستر ولسي ، جگړیال او مبارز شخصیت وو او له سیاسی اکر او حالته په ځانگړي ډول د گاونډیو دغو ،او دواکمنۍ او حکومت له چارو ښه خبروو. هغه په خپلواکۍ ۸ کاله د وگړو مشري وکړه او هره شېبه به یې د هغوی له دردونو ځان خبراوه او وگړو هم هغه ته ډیر دروند درناوی درلود او هغه ته به یې د درناوي له مخې نیکه ویل. مېرویس خان ، دغه مبارز او نوښتگرسیاستوال او د کندهار د هوتکو د لړۍ بنسټ اېښودنکي چې د افغانستان په یوه گوټ کې یې په عملي ډول د پردیو د واکمنۍ د راپرځولو لپاره لاره پرانېستلې وه ، ډیر لنډ ژوند درلود. هغه خپله تگلاره لا نه وه بشپړه کړې چې په ۱۷۱۵ ز (۲۸ ذیحجه ۱۱۲۷ هجري) په ۴۱ کلنۍ د توکم له ۸ کلنۍ مشرۍ وروسته سترگې له نړۍ پټې کړې (۲۶) او د کندهار په لوېدېځ کې د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو او دهغه د قبر پر لوحې دغه شعر لېدل کېږي: