د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

۱۷۷ تورى ورگډ شول ،  ۵ کاله مخکې
 
کله چې مېرویس خان کندهار ته را ورسېد، نو په سرې ورې یا ظاهرې توگه یې له گرگین سره د دار ومدار کړکۍ پرانیستله خو په زړه کې او پټه یې د ابدالیو او غلیزو توکمونو په گډون د نورو توکمونو له مشرانو سره د کندهارپه ښار کې دننه او د باندې د یوه لوی پاڅون تابیا ونېوله. د توکمونو له مشرانو سره د مېرویس خان لومړۍ جرگه د کندهار د لوېدېځ په شپږ مایلي واټن کې د کوکران په سېمه کې ترسره شوه او په جرگه کې یې د صفوي د دربار د اکر او حالت په تړاو خبرې وکړې ، د خپل د حج دسفرپه ترڅ کې یې د حجاز او مکې له دیني پوهانو سره د خپلو لېدنو کتنو په اړه څرگندونې ورکړې او د نورو پخو گامونو د را اوچتولو لپاره یې د هغوی یووالی وغوښت او له هغوې څخه یې ژمنه تر لاسه کړه <ref>حبيبى ، تاريخ مختصر افغانستان ، د پېښور چاپ، پ ٢٤٣</ref>. له هغه وروسته مېرویس خپلو هلو ځلو ته چټکتیا ورکړه او له یو مودې وروسته یې د کندهار د ختېز په ۲۰ مایلي واټڼ کې د مانجه په سېمه کې وگړي را وبلل او په جرگې کې ناستو ولسي مشرانو ته یې د مکې د دیني پوهانو فتوی ښکاره کړه او څرگنده یې کړه چې د گرگین او دهغه د ناتارگرې ډلې پر وړاندې دې پاڅون ته شرعي بڼه ورکړل شي. په دغې جرگې کې دغه ولسي مشران او خانان ول: سیدالخان ناصري ، بابوجان بابي ، بهادر خان ، ملا پیر محمد میاجي ، نورمحمد هوتک چې وگړو د حاجي انگوپرنامه پیژانده ، یوسف خان هوتک، عزیز خان نورزي ، گلخان بابر ، نورخان بـَړېـڅ ،نصرو خان الکوزي ، د مېرویس خان ورور یحیی خان ، د هغه وراره محمد خان ،یونس خان کاکړ او نورو <ref>حبيبى ، تاريخ مختصر افغانستان ، پ۲۴۴</ref>. له اوږدو خبرو اترو او پر قرآن له سوگنده وروسته د جرگې غړو ټینگه هوډمنه پرېکړه وکړه چې گرگین او دهغه لښکر به دړې وړې کوي او په خپله به یو ملي یو موټی او خپلواک دولت جوړکړي. په جرگه کې د ولسي مشرانو او د توکمونو دندې وټاکل شوې چې د خپلواکۍ د ساتلو او د صفوي دولت له هر ډول پوځي ښکېوالي سره د لاس او گریوان کېدلو چمتو والی او وړتیا ولري. د مېرویس خان پرله پسې هلې ځلې ، پوهه، وړتیا او نوښت ددې لامل شول چې جرگه په ډیرې خوښۍ د مېرویس خان مشرۍ او لارښونېزه درېځ ته تن کښېښږدي او د ولسي ځواک په منځ کې یې د مخښکه مشر او لارښود بولندوی په توگه ومني. د غبار پر وېنا : د دغې تأریخي ټاکونکي جرگې یوه څرگنده ځانگړتیا دا وه چې د پخوابرخلاف د اغیزمنو مخورو ملایانو په گډون د ابدالیو ، غلزیو ، تاجیکو ، هزاره ، بلوڅو او نورو توکمونو مشران د یوه ولسي ځواک په توگه پره یوه ټغر را ټول او خوځنده ولسي ځواک یې رامنځ ته کړ. له دې چې د کندهار ښار په منځ کې دننه د صفوي لښکر شمېره زیاته وه نو د جرگې یوه تگلاره دا وه چې د داسې لارو چارو دې غور وکړي چې دغه شمېره راټېټه کړي.
ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره و پتیل شوه چې د بلوڅو د تیرین آباد د سېمې یو تن مشر بلوڅ دې په ټېنگه د مالېې له ورکړې سرغړاونه وکړي. له بله پلوه مېرویس خان گرگین و هڅاوه چې خپل پوځي ډلگي دې د بلوڅانو د ټکولو او له تیرین آباد څخه د مالیاتو د راټولو لپاره ولېږي . همدا ډول په ارغسان کې کاکړو د مالېې له ورکړې سر و غړواوه. او گرگین د دریو زرو سرتیرو په مشرۍ د سرغړاوونکو وگړو د غوږونو د تاوولو په پار له ښاره ووت او مېرویس خان ته یې دنده وسپارله چې له ولسي ځواکونو سره دې یو ځای دهغه د ملاتړ لپاره ورپسې ورشي. مېرویس خان د سترگو په رپ کې له ولسي ځواکونو سره یو ځای ارغسان ته را ورسېد او د ارغسان د شېخانو په کلي کې یې گرگین یوې ماښامنۍ مېلمستیا ته را وباله. شپه نېمایي شوه ، مېرویس خان له خپلو زړه ورو غچ اخیستونکو میړنیو او توریالیو جنگیالیو سره یو ځای د میرڅي د لښکر پر زړه ور ننوت او داسې وژنه او له چـَړو تېرونه یې وکړه چې له مېرڅي څخه یو تن ژوندی پاتې نشو. له هغه وروسته مېرویس خان پرته له ځنډه د میرڅي درې زره اسونه او وسلې را واخیستل او د ښار پر لورېې را ودانگل. د ښار په لښکرکوټ کې صفوي ساتونکو د گورگین په گومان په تېروتنې د لښکر کوټ وَر د مېرویس خان او د ولسي لښکر پرمخ پرانیست ځکه مېرویس خان په خپله د گرگین جامه په تن کړې وه او ولسي وگړو د گرگین د وژل شویو سرتیرو پوځي جامې اغوستلې وې. مېرویس خان لومړۍ گرجي ساتونکي ووژل او د هغوی پر ځای یې خپل ساتونکي و درول ځکه د گرگین یو شمیر سرتیري له ښاره د باندې ول او مېرویس خان ښار او لښکرکوټ ته د هغوی مخنیوی غوښت. د سهار د لمر تر راختلو پورې د صفوي او گرجي لښکر یو تن هم ژوندی نه وو پاتې او د لمر پر راختلو مېرویس خان د لومړي ځل لپاره د دښمن د لښکر د دړې وړې کېدلو او د زور د ماڼۍ د نړلېدلو خبر ورکړ. (۱۷۰۹ ز = ۱۱۲۱ هق) (۱۹)<ref>غبار، افغانستان در مسير تاريخ پ ٣١٨-٣١٩، پرتله دې شي د ،قاضى عطاءاﷲ ، دپښتنو تأریخ، ټوک ١، پ ٥٥</ref>.
 
== مېرویس خان ، د خپلواکۍ او کورواکۍ مخکښ گټونکی ==
۱۰٬۱۵۰

سمونې