د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

۷۱ تورى ورگډ شول ،  ۵ کاله مخکې
له یوه اوږده وخته را پدېخوا عجم پاچایان پرموږ واک چلوي چې رعیت یې گرځېدلي یو. له شماره وتلی ناتاراوتیري کوي او اوس یې یو ناپوه او لیونی واکوال سره له بې ایمانه لښکر چې هغه هم تیري گر، ناتارگر، برماڼو او وحشي دي پر وگړو واکمن کړېدی. پرموږ یې د ناورین ډول ډول اورونه بل کړي داسې ساتونکي یې را تپلي چې د شریعت له ټولو حکمونو څخه یې پښه اوږده غځولې ده. پرموږ زور زیاتی کوي زموږ ټاټوبي او ناموس ته لاسونه را اوږدوي. میړانه او زړه سواندی نه لري. زموږ کوشنیان په بلوسني یا غضب او غلا له مېندو تښتوي، گرجستان ته یې لېږي، هلته یې پلوري او زموږ ښځمني د تورو په زور ځانته واده کوي. که موږ پت، غیرت او دین ولرو، آیا د شریعت له مخې موږ اجازه لرو چې د هغوی پرمخ تورې را وباسو او هر چیرې یې چې ووېنو ویې وژنو، یا په یوه موټي یا په مورچلونو کې ورسره جگړه وکړو؟ که جگړه وکړو آیا موږ ته روا ده چې خپلې جگړې ته د جهاد نوم ورکړو او آیا زموږ وژل شوی کسان د لوی څښتن په لاره کې شهید گڼل کیږي؟ که موږ جگړه وگټو او سوبه وکړو آیا د هغوی د ناموس پلورل او وېنه موږ ته حلاله ده. .... د خبرو رېښتنوالي ته په کتلو موږ ته په خپل قلم فتوی ولېکـﺊ چې پر خپل کار پوه شو <ref>کروسينسکى ، تاريخ سياح مسيحى،د فقيرمحمدخيرخواه پر اهتمام، پ ٢١ </ref>. په دې ډول مېرویس خان د مکې له مذهبي پوهانو څخه د افغانستان د وگړو په نامه خپل د خوښې وړ فتوی تر لاسه کړه.
 
د شاه عباس د پاچاهت پرمهال هم د مکې دیڼې پوهانو د رافضیانو پروړاندې د تورې په مټ د پاڅون جواز ورکړی وو. د حجاز د پوهانو په فتوی کې راغلي ول چې : که یو مسلمان یو مسیحي جنگیالی ووژني نو ثواب یې گټلی دی. خو که څوک یو ایرانی شیعه ووژني نو داسې ثواب یې گټلی چې اجر یې د هغه په پرتله ۷۰ ځله زیات دی (۱۵)<ref>سقوط اصفهان، بروايت کروسنيسکى ، پ ٣٢</ref>.
مېرویس خان له دغې مذهبي فتوی سره چې یو پياوړي لاسوندی گڼل کېده لومړی اصفهان ته راغی او له شاه حسین او وزیرانو سره یې وکتل. په دربار کې د گرگین مخالفینو د پاچا په غوږونو کې څڅولي ول چې مېرویس خان له گرگین سره د سیالۍ او مخامختیا وړتیا لري او پاچا د خپل استازي په مخکې د گرگین له ناخوښۍ سره سره یو ځل بیا مېرویس خان د کندهارد راهېټ یا ښاروال (کلانتر) په توگه دیوه فرمان د لېږلوله لارې وټاکه او د ډالېو او سوغاتونو په ورکولو یې ښه و پنځاوه او درناوی یې وکړ. مېرویس خان د خپلې لارې په اوږدو کې هر چیرې چې توکمونه او خانان او اغېزمن ملایان لېدل نو د خبرو اترو ټغر به یې ورسره وغوړاوه له هغوی سره به یې د ایران په دربار کې د ککړتیا او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په اړتیا خبرې وکړې او د مکې د مذهبي پوهانو فتوی یې ورته د یوه پیاوړي لاسوندي په توگه ور ښکاره کوله. مېرویس خان تل د توکمونو ، خانانو او روحاني ملایانو پر یووالي او یو موټي توب ټینگار کاوه او ټول یې په کندهار کې د یوه ولسي پاڅون د راپورته کولو لپاره سترگې په لاره کښېنول. له سیستان ، فراه او هلمنده د کندهار تر زړه پورې ټول وگړي د هغه لارې پرسر په خوځښت ول ؛ دغو وگړو ، که له هر ټبر او توکمه ول ، ټولو د مېرویس خان دغې روغ نیتۍ ته غاړه ایښودله (۱۶). مېرویس خان په ۱۷۰۹ ز کال کې په ډیر برم او پرتم د کندهار ښارته راغی او په ټولې هوښیارۍ یې له گرگین سره خپلې اړیکې په صفوي دربار کې د گرگین د پلویانو او د هغه د ورور په گډون چې (په صفوي دربارکې یې د دیوان بیگي دریز درلود) د لېکونواو پیامونوله لارې په ښه والي ټېنگې کړې.
 
۱۰٬۱۵۰

سمونې